د ۳۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د میوې یوه مارکیټ د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.




۱۳۹۳/۸/۲۶
 
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې وزارت د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو په مالي بودیجه په ۱۰ زره درې سوه متره مربع سیمه کې د مېوې مارکیټ د جوړېدو بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه .
د مېوې دغه مارکیټ،چې  لس زره درې سوه متره مربع سیمه کې جوړیږي،۳۲ هټۍ،دوه بابه تشنابونه،د موټرو تم ځای،د اوبو ذخیره،د ساتوونکو خونې،ځانګړې بېرونې تشنابونه،شنه ساحه،د وسایطو او پلي تګ لپاره پاخه سړکونه او نور ضروري ملحقات به ولري .
دغه مارکیټ چې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې وزارت په ۳۷۰۸۷۵۰۰ اوه دېرش میلیونه اوه اتیا زره پنځه سوه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړیږي،د بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې د میدان وردګو سرپرست والي،د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې وزارت مرستیال، د ولایتي شورا غړو،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.
د میدان وردګو سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼی په دغه مراسمو کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت څخه مننه وکړه،چې د دوی په وړاندیز یې په دغه ولایت کې د مېوې مارکیټ جوړېدو چارې پیل کړې .
نوموړی زیاته کړه، د دغه مارکیټ په جوړېدو سره به د دغه ولایت هغه مېوې،چې تر دې وړاندې په بېلابېلو ځایونو کې په بې ارزښته توګه په کم قیمت پلورل کیدې له دې وروسته به یې ارزښت زیات او په ښه قیمت به وپلورل شي‎،چې له امله به د دغه ولایت د ولسونو په اقتصاد کې مثبت بدلون راشي.
ده همدا راز د ولسي جرګې او ولایتي شورا له غړو څخه هم مننه وکړه،چې د دغه پروژې په ترلاسه کولو کې له نوموړی سره یو ځای په پرلپسې ډول اړونده وزارت ته تللي .
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال هارون الرشید شیرزاد وویل  میدان وردګ یو له هغه ولایتونو څخه دی،چې د نشه یې توکو کښت په کې شتون نلري او همدا لامل دی،چې دوی هم دې ولایت ته د هغه ډول پروژو د بلي کیدو چارې ترسره کوي،چې بزګرانو ته یې ګټه وي.
ده زیاته کړه،د مېوې منډيې ترڅنګ ګڼ شمېر نورې پروژې هم په پلان کې لري،چې ډېر ژر به یې په دغه ولایت کې چارې پیل کړي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند