
مالي سیستم پنځه برخې لري چې پنځه واړه برخې یې د یو اقتصادي جریان د نظم او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې دي. د مالي سیستم دغه پنځه ګونې برخې عبارت دي له پیسو، د تمویل د وسایلو یا اسنادو، مالي بازارونو، مالي بنسټونو او مرکزي بانک څخه.
د مالي سیستم لومړی جز یا نغدې پیسې د راکړې ورکړې او د شتمنیو د زېرمه کولو لپاره کارول کیږي. مالي یا د تمویل وسایل بیا د سپما کوونکو څخه پانګه اچوونکو ته د مالي سرچینو د لیږد لپاره کارول کیږي چې په دې صورت کې به نوموړې سرچینې هغه وګړو ته ولیږدول شي کوم چې خطر او زیان ته غاړه ږدي او د تاوان په صورت کې یې د کابو کولو ځواک هم لري. د تمویل د وسایلو غوره بېلګه ونډې یا اسهام دي. د دې تر څنګ د بیمې بېلابېلې پالیسي ګانې هم د نوموړو وسایلو د ډلې څخه شمېرل کیږي. د مالي سیستم درېیمه برخه یا مالي بازارونه د مالي وسایلو د راکړې ورکړې یا خرڅلاو لپاره زمینه برابروي. د مالي سیستم څلورمه برخه یا مالي بنسټونه Financial institutions بیا د مالي سیستم اړوند بیلابیل معلومات برابروي، بانکونه، د پور د ارزښتناکه پاڼو د پېر او پلور بنسټونه، د بیمي شرکتونه او داسې نور بنسټونه د مالي یا د تمویل د بنسټونو بېلګې دي. د مالي سیستم پنځمه او وروستۍ برخه مرکزي بانک دی چې دنده یې د ټول مالي جریان څارنه او د ګډ وډیو پر مهال په نوموړي سیستم کې د ثبات رامینځته کول دي.
پیسې د مالي سیستم لومړۍ برخه ده، پخوا به د فزیکي پیسو څخه ډېره ګټه اخیستل کیده خو د وخت په تیریدو سره د تادیاتو لپاره په فزیکي ډول د پیسو کارول ډېر کم شوي او د نغدو پیسو د کارولو تر څنګ؛ نن سبا پیسې په بیلابیلو بڼو کارول کیږي. په پرمختللي هیوادونو کې کاغذي پیسو خپل ځای بریښنایي پیسو ته پریښی او په مخ پر ودې هیوادونو کې هم دغه بهیر په چټکۍ سره روان دی. پخوا به وګړو او کاروبارونو د خپلو راکړو ورکړو د تادیاتو په موخه کاغذي چکونه لیکل خو نن سبا په بانکونو کې د تادیاتو د خودکاره ماشینونو په وسیله په څو دقیقو د خپلو پیسو د لیږد معاملات تصفیه کوي او د پخوا سره په توپیر چې د خپل بانکي حساب بیلانس به ورته د پوست له لارې لیږدول کیدو په اسانۍ سره کولای شي د خپل بانک اړوند ویب پاڼه کې خپل بیلانس وګوري.
د مالي سیستم بله برخه یا د تمویل وسایل Financial Instruments هم د پیسو سره نزدې او معادل ګڼل کیږي. ځکه دا داسې اسناد دي چې په اسانۍ سره په نغدو پیسو بدلیدلای شي. د بیلګې په توګه ونډې، securities او نور. د تمویل د وسایلو اهمیت په دې کې دی چې هغه وګړو ته یې هم د پانګونې چانس برابر کړی چې له ځایه شتمن نه وي. یعنې د پانګې په بازار کې د تمویل د وسایلو پېر او پلور هغه تصور بدل کړی چې یوازې شتمن وګړي کولای شي پانګونه وکړي. کله چې یو څوک وغواړي کاروبار پیل کړي او د خپل کاروبار د تمویل لپاره پوره پانګه نه لري نو کولای شي خپل کاروبار په ونډو وویشي او یا هم د پور د اخیستلو اسناد وپلوري او له دې لارې د خپلې اړتیا وړ پانګه لاس ته راوړي.
د مالي سیستم دریمه برخه لکه مخکې مو چې ترې یادونه کړې مالي بازارونه دي. دغه بازارونه له هغه ځایونو څخه عبارت دي چې د تمویل او پور وسایل پکې پلورل کیږي. په لومړنیو وختونو کې دغه بازارونو ابتدایي بڼه لرله خو نن سبا د نیویارک د ونډو د بازار په څیر ډیر پرمختللي بازارونه رامینځته شوي، چیرته چې د نوموړو بازارونو راکړې ورکړې د بریښنایي سیستمونو له لارې پر مخ وړل کیږي او هر څوک کولای شي د خپل کمپیوټر څخه دغه بازارونه وڅاري او هلته راکړې ورکړې تر سره کړي. . مخکې مو هم یادونه کړې چې د مالي جریان د نظم په موخه د مالي سیستم د ټولو برخو نظم او سلامتي مهمه ده. له بده مرغه د مالي بازارونو د نه شتون له امله زمونږ مالي جریان نیمګړی دی، ځکه منظم مالي بازارونه د مالي سرچینو په غوره تخصیص کې مهمه ونډه لري.
د مالي سیستم دریمه برخه مالي بنسټونه دي. پخوا یوازې بانکونه وو چې په دغه برخه کې یې فعالیت کاوه خو نن سبا بانکونو پرمختګ کړی او د تمویل په داسې بنسټونو بدل شوي چې د وګړو د امانتونو تر منلو او د پورونو د ورکړې ور ها خوا د یو مالي سوپر مارکیټ بڼه لري. نن سبا بانکونه وګړو ته مالي بازارونو ته د لاسرسۍ فرصتونه برابروي، د پانګونې مشورې ورکوي او داسې نور ډیر کارونه سر ته رسوي.
د مالي سیستم پنځمه برخه مرکزي بانک دی. په لومړیو وختونو کې د بېلابېلو هیوادونو له لوري ځینې بانکونه جوړ شو چې ستره موخه یې په هغه وخت کې د جنګ د لګښتونو تمویل وو. دغه بانکونو د وخت په تېریدو سره بدلون وکړ او د نن سبا د مرکزي بانکونو په بڼه رامینځته شول. مرکزي بانک نن سبا د دولت د مهمو ادارو څخه شمېرل کیږي چې په جریان کې د پیسو شتون یقیني کوي او د عرضه کیدونکو پیسو اندازه ټاکي. مرکزي بانک د پیسو د سیاست له مخې د قیمتونو ثبات رامینځته کوي، اقتصادي پرمختګ ته لار هواروي او د مالي سیستم د نورو برخو لکه خصوصي بانکونو او نورو مالي بنسټونو څارنه کوي.
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې.