په مرکزي ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو ۱۲ مرکزونه جوړیږي

 
د کرنې وزارت وايي د هېواد په مرکزي ولایتونو کې د فقر د کمولو لپاره یې یو پروګرام جوړ کړی دی.
د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي د خپل فیسبوک پر رسمي پاڼه لیکلي چې دغه پروګرام به په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې د خلکو په مرسته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پلی شي.
د سي. اېل. اې. پي په نوم د یادې پروژې له لارې به په دغو دریو ولایتونو کې د غلو، وښو او سبزیجاتو نوي اصلاح شوي تخمونه په یو شمېر ځمکو لومړی وازمویل او وروسته به بزګرو ته معرفي شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې له دغو پروژې به چې پر بزګرو د یو شمېر کرنیزو توکو وېشل، د اصلاح شویو تخمونو ازمویل او پلي کول په کې شامل دي اته زره کورنۍ ګټه پورته کړي.
د سي. اېل. اې. پي پروژې چارواکو ویلي په پام کې لري چې د یادو ولایتونو په کلیوالي سیمو کې د اصلاح شویو تخمونو ۱۲ داسې مرکزونه رامنځته کړي چې په خپله د بزګرو له لوري به یې چارې پر مخ وړل کېږي.
دوی وايي چې د اصلاح شویو تخمونو دغه مراکز به په کال کې د دوه زره متریک ټنه اصلاح شویو تخمونو د تولید وړتیا لري.
افغانستان چې ډېر کله د یوه زراعتي هېواد په توګه یادېږي لا هم اړتیا وړ کرنیز توکي له بهره واردوي.
د دغه کار یو ستر لامل په دودیزه بڼه د کرنې د سیستم پاتې کېدل بلل کېږي. بزګر او شنونکي وايي که حکومت په هېواد کې د کرنې د مکانیزه کولو لپاره هڅه وکړي نه یوازې دا چې کورنۍ اړتیاوې به پوره کړي، بلکې بهر ته به هم کرنیز محصولات په پراخه کچه صادر کړي.
د کرنې وزارت شمېرې ښيي چې د افغانستان کر وړ ځمکه د ۲۷۰ میلیونه تنو لپاره خواړه برابرولی شي، په داسې حال کې چې اوسمهال په افغانستان کې د مصرفېدونکو خوړو ډېره برخه له بهره واردېږي او د هېواد نفوس هم له ۳۰-۳۵ میلیونو تنو پورې اټکل کېږي.