د چغو تصوير



زما د چــــغو شين تصـوير دې مات کړ
زما نصـــيب ،زمــــا تقدير دې مات کړ
هــغه ريبار خوب مې اوس هم نه راځي
څــه دديدن ښکــلی زنځير دې مات کړ
راته په بــــرندو ســـترګو ګـــوره خو مه
زمــــا د زړه د کـــــوټې تير دې مات کړ
شــپه شهرزاده وه،کيسې وې اوعشق
دغــــه دټول عــمر شوګير دې مات کړ
چــــې يــــې راوســــتي زلزلــې پر وطن
ګرانې کچکول دکوم فقيردې مات کړ؟