د تورخم سرحدي بندر کې سلګونه ماشومانو له اړې ورځې په مزدوۍ بوخت دي.

 د ننګرهار ولايت دتورخم په سرحدي بندر کې د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو په سلګونه تنه هغه ماشومان چې عمرونه يي د شپږو او لسو کلونو تر منځ دي د يوې مړۍ ډوډۍ د پېداکولو په موخه پر درنو کارونو بوخت دي .
په هېواد کې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته دولسمشرښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د نوې ادارې په جوړېدو سره په سلګونه نړيوالې ټولنې له دې شعار سره مل افغانستان ته راننوتې چې غواړي د جنګ ځپلي افغانستان د ماشومانو د حقوقو لپاره کار وکړي .
دغو ټولنو ويل چې دوى به بې وزله ماشومانو ته د کارموندنې،روغتيا،ښوونې او نورو برخو کې کار وکړي خو اوسمهال کتل کېږي چې لا اوس هم د ماشومانو پر وړاندې ډېرې ننګونې شته چې بايد دحل لار ورته وموندل شي.
دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په زرګونه تنه ماشومان د يوې مړۍ ډوډۍ د پېدا کولو په موخه سوال کوي او يا هم داسې درانه پېټي چلوي چې د دوى له وس څخه پورته وي.
د تورخم سوداګريز بندر هم يو له هغو سيمو څخه دى چې په دې ځاى کې  د ننګرهار ولايت د ولسواليو په اوسېدونکيو ماشومانو سربېره د نږدې پرتو ولايتونو ماشومان هم د يوې ګولۍ ډوډۍ د پېدا کولو په موخه له توان پورته کارونه کوي.
د ګوشتې ولسوالۍ استوګن د ګرد مخ او لنډې ونې خړ پړ ماشوم چې خپلواک نومېږي عمر يي نږدې شپږ کاله دى هم په دغه سرحدي بندر کې د خپل کور اتو تنو ته د ژوندي پاتې کېدو په موخه د ډوډۍ د پېداکولو په غم کې درا نه پېټي چلوي .
هغه وايي سهار وختي تورخم ته راځي او تر مازيګر ناوخته پورې د اوړو توڼې،د غوړويو لوټې او زړې وسپنې په شاه له مزي هغه غاړه اړوي چې په بدل کې يي شل او يا هم دېرش روپۍ تر لاسه کوي.
خپلواک وايي چې د پلار پښه يي ماته شوې او نه شي کولى چې د کورنۍ د غړو لپاره نفقه پېدا کړي نو له مجبورې ورځې په تورخم کې ګنډې چلوي.
زبېښلى رنګ،خيرن سر او شکېدلى ګريوان د غزګي د سيمې استوګن فريدون هم يو له هغو ماشومانو څخه دى چې سهار وختي دتورخم بندر ته راځي او د اوسپنو،اوړو او غوړيو درانه پېټي د پولي هغې خواته په شاه اړوي.
هغه وايي پاکستانۍ ملېشې يي وهي او نه يي پرېږدي چې خپلې ګنډې له مزي ور واړوي.
فريدون وايي کله چې مازيګر کور ته لاړ شي نو له ډېرې ستومانۍ نه يي ملا،سر،پښې ا و پښتورګي درد کوي چې پر وينا يي ټوله شپه ترې ځورېږي.
نوموړي وويل ډېر يي زړه کېږي چې د نورو ماشومانو په څېر پاکې او ښکلې جامې ولري او په خپله خوښه له همزولو سره لوبې وکړي خو پر وينا يي د سرپرست د نه درلودو له امله د کورنۍ لپاره د قوت او لايموت په اندازه د رزق پېدا کول يي اوس تر ټولو ستره مشغولتيا ته ده .
داچين د ولسوالۍ ا ستوګن اووه کلن مينار چې د اوړو توڼه يي تر شاه تړلې بيا وايي چې دى د ګېډې غم  تورخم ته په راتلو نه دى مجبور کړى .
هغه وايي پلار يي يو وخت په سيمه کې د افينو لوى قاچاقبر و چې پر وينا يي له هر چا يي افين اخيستى و او پېسې يي نه دي ورکړي .
نوموړى وايي پلار يي د قرضدارانو څخه تښتېدلى او يوه چرګۍ ماشومان او ښځې يي ده ته پرېښي .
مينار وايي هر ماښام يي د کور وره ته پوروړي ولاړ وي او له دوى پېسې غواړى .
دى زياتوي چې پوروړيو سره يي داسې خبره کړې چې په مياشت کې به يوه اندازه پېسې ورکوي چې په همدې موخه تورخم ته راغلى څو د پلار نه ورته د پاتې پورونو د لنډولو لپاره درانه پېټي وچلوي او پوروړو ته پېسې ورکړي.
بخميته او زروره هم دوه هغه اووه کلنې انجونې دي چې د نېستۍ څپېړې په تورخم کې د پېټو پر چلولو اړويستي دي.
دوى وايي پلرونه يي سپين ږيري دي او نه شي کولاى چې د کورنۍ لپاره نفقه پېدا کړي نو ځکه دوى په تورخم ګنډې کوي.
دغه انجونې وايي سهار وختي له هزارناو او غزګي څخه دتورخم بندر ته راځي او د اوسپنو او اوړو درانه پېټي په سر او شاه له مزي تېروي.
 بخميته وايي که غريبي يي نه واى نو هېڅ کله به هم له کوره نه وه راوتې او په خپل کور کې به يي له مور سره په کارونو کې مرسته کوله او هم به يي د ګاونډي له لور څخه لاسي ګنډل زده کول.
په ننګرهار کې د کارو او ټولنيزو چارو رئېس حاجي حيات خان وايي چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو اولسواليو اوسېدونکي نږدې شپاړس سوه هلکان او يوولس سوه انجونې دتورخم په سرحدي بندر او نورو سيمو کې پر درنو کارونوبوخت دي.
دى وايي په ننګرهار کې يي ديو شمېر ادارو په ملتيا پتيېله څو په ولسواليو کې ددغو ماشومانو په اړه پلټنه وکړي چې د مستحقوماشومانو له کورنيو سره به د خوراکي توکيو په برخه کې په دې موخه مرستې وکړي څودغه ماشومان له درنوکارونو څخه راستانه شي.
دننګرهاردکاراوټولنيزوچاروريس حاجي حيات خان وويل د کار او ټولنيزو چارو وزارت په هلوځلو په ١٣٨٣لمريز کال کې دکابل په کانټنيټل هوټل کې جمهور رئېس حامد کرزي يوه طرحه منظور کړه چې له هغي وروسته په اتو زونونو کې د  uniciefپه مالې همکاري دماشومانو د حمايت په اړه سيمه يز مرکزونه جوړ کړاى شول  چې په  مرکزي  کميټه کې يي د ښاروالۍ ،عامي روغتيا ،څارنوالې ،بشري حقوقو،قضاى دولت او امنيه قومانداني  استازي برخه لري
د کار اوټولنيزو چارو رئېس وايي پر درنو کارونو د اخته وو ماشومانو دروزنې او هوساينې په موخه دامهال په لسو روزتونونو کې چې درې زره او شپږ سوه هغه ماشومان چې پلرونه نه لري تر زده کړو لاندې نيولي او همدارنګه اووه  وړکتونونه يي هم فعال کړي چې په کې دوه سوه او شپېته تنو ماشومانو ته د تفريح او نورې اسانتياوې برابرې شوي دي .
حاجي حيات خان وايي په پلان کې لري چې د دغو بېوزلو ماشومانو لپاره په نږدې راتلونکي کې په ولسواليو کې دحرفه وي زده او سودا زده کړو روزنځايونه هم جوړ کړي چې له امله به يي ډېرى بې وزله ماشومان چې دا مهال پر درنو کارونوبوخت زده کړې تر لاسه کړي.
سيف الرحمان مومند چې په تورخم کې د DTH  ادارې چې پر ماشومانود درنو کارونو د مخنيوي لپاره کار کوي استازى دى وايي چې دوى په تورخم کې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانولپاره د يادې ادارې د مالي امکاناتو پر مټ درې ښوونيز مرکزونه جوړ کړي چې دا مهال په کې څه باندې څلور سوه هلکان او انجونې پر زده کړو بوخت دي .
نوموړى زياتوي چې له نږدې دوو نيمو کلونو راهيسې DTH ادارې په تورخم کې خپله څانګه پرانېستې چې پر وينا يي تر دې مهال له يادو ښوونيزو مرکزنو څخه په لسګونه تنه فارغ شوي دي.
سيف الرحمان وويل په تورخم کې يو شمېر داسې ماشومان هم شته چې له کوره مرور شوي او دلته پر درنو کارونو بوخت دي چې پر وينا يي دغه ډول په لسګونه ماشومان د دوى د ادارې په هڅو بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځاى شوي دي .
سيف الرحمان مومند وويل په ننګرها کې يي د سيپن ادارې پر مرسته د بديل ژوندانه د پروګرام له مخې پتېيلې چې په ولسواليو کې د دغو ماشومانو له کورنيو سره د خوراکي توکيو په برخه کې مرستې وکړي .
هغه وايي دوى به لومړى دا پلټي چې په دوى کې څومره ماشومان شته چې په رښتيني ډول د ناچارۍ څخه د درنو پېټو پر چلولو اړ شوي دي .
د نوموړي زياته کړه چې دوى په ننګرهار کې د کار او ټولنيزو چارو رياست،د ځوانانو امريت او يو شمېر نورو ادارو په ملتيا په دې برخه کې په ګډه کار کوي څو د دغو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره په زړه پوري اقدامات تر سره کړي.
د تورخم بندر يواځنى ځاى نه دى چې په کې کمه عمره ماشومان ديوې مړۍ ډوډۍ د پېداکولو په موخه درانه پېټي چلوي که چېرې د سره رود ولسواليو د خښتو بټيو ته سر ښکاره کړو نو په لسګونه هغه واړه ماشومان به ووينو چې له خپلو پلرونو او وروڼوسره د خښتو د جوړولو په برخه کې مرسته کوي .
شننونکي په دې اند دي که چېرې دولت او د ماشومانو د حقوقو د خوندي ساتلو په برخه کې کارکوونکې بهرنۍ ادارې ددغو ماشومانود راتلونکې په جوړونه کې کارنده رول ونه لوبوي نو په راتلونکې کې به دغه ماشومان دټولنې پر اوږو بار او د ټولنې لپاره به لوى سرخوږى وي.
 
 
 عطامحمد هيله من ---ننګرهار