د خوست په تڼيو ولسوالۍ د زراعت مسلکي لېسې وداني ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه،

د خوست په تڼيو ولسوالۍ د زراعت مسلکي لېسې ته جوړه شوې دوه پوړيزه وداني ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه، د پوهنې وزارت مسوولين وايي چې په دغه ولايت كې مسلكي ليسوته ډېره ليوالتياده او ډېرى ځوانان غواړي چې حرفوي او مسلكي زده كړې وكړي، ځكه خو به ډېر زر په خوست كې د مسلكي ليسو شمېر اوياوو ته پورته شي.
دغه وداني د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې په هغه پنځه ويشت جريبه ځمکه کې  جوړه شوې چې د زراعت ليسې لپاره ځانكړې شوې دا وداني چې په دوو پوړونو كې شپاړس درسي او اته اداري خونې لري، په بشپړيدو يې د پوهنې وزارت  لخوا ديارلس مليونه، اوه سوه شل  زره افغانۍ لګول شوي، د پرانستې پرمهال د پوهنې وزارت مسوولينو وويل د خوست ډېرى هغه ځوانان چې لوړو زده كړو ته لاره پيدا نه كړي نو مسلكي ليسو ته مخه كوي ځكه خو اړ تياده چې په دغه ولايت كې مسلكي ليسې له شته لسو اويا وو ته پورته كړي.
د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي چې اوس مهال د خوست په لسو تخنيكي ليسوكې د نجونو په ګډون له يو زرو پنځه سوه ډېر ځوانان پرزده كړو بوخت دي.
د ياده ولوده چې دمګړۍ د خوست په څلورسوه شل  ښوونځيوكې د سل زره نجونو په ګډون څه كم درې سوه زره  زده کوونکي پرزده کړو بوخت دي چې د اته زره اته سوه درې څلويښت (٨٨٤٣)  ښوونکو لخوا زده كړې ورکول کيږي او اساسي ستونزه يې د ښوونکو تشکيل او ګڼو ښوونځيو ته د ودانيو نه شتون په ګوته شوى.