د مور په ياد


مورې ستا په نوم كې پټ دي جنتونه
په خدمت كې دې تر هر څه ډېر خوندونه
چې خپل مور او پلار ته لاس په نام ولاړ وي
د رحمت ورباندې اوري بارانونه
د كور پت عزت په مور باندې خوندي وي
چې په كور وي ټول ارام كوي خوبونه
چا په ژوند د مور او پلار دعا اخيستي
هغو وړي دي هر چېرې ميدانونه
مور چې نه وي ژوند نيمگړى نيمه خوا وي
ټپ ولاړ وي دي دنيا واړه كارونه
خدايه!مور مه كموې زموږ له سره
دا مو سوال دى كړو دعاوې او نفلونه
اې مورجانې چې دا ستا سيورى پرې نه وي
د هغو پر سر باديږي خړ گړدونه
د مور ژبه طلايي قيسې يې شات دي
چې همېش راته كوي نصيحتونه
بركت يې په دنيا او اخيرت وي
چې كوي د ميندو خويندو عيزاتونه
چې سپين سري واليدين ازاروي څوك
هغوۍ باندې پاك الله كوي قهرونه
چې د خپلې مور هر څوك بې حورمتي كړي
په دوي باندې به ډكيږي دوذ اخونه
د ادې غږ دې هر څه راته شيرين دى
په ثنا صفت يې ډك دي كتابونه
وياله گوره په قران كې يې تفصير شته
پيغمبر دې پرې ليكلې حديثونه