په خوست ولايت كې د ولايتي شورا نويو وكيلانو د وفادارۍ لوړه وكړه

 
په خوست ولايت كې د ولايتي شورا نويو وكيلانو پداسې مهال ولس او خاورې ته د وفادارۍ لوړه وكړه چې د خوست ځيني خلك تېره ولايتي شورا په خپلو كړنو كې پاتې بولي، ځايي خلك  له نوې شورا غواړي چې د تېرې شورا نيمګړتياوې په پام كې ونيسي
او دوى يې تكرار نه كړي، د نوې شورا وكيلانو هم ولس ته ډاډ وكړ چې هغه ژمنې به پوره كوي چې د ټاكنوپرمهال يې كړې وې.
د خوست ولايتي شورا د نوو غړو د لوړې مراسموته له بېلابېلوسيمو ګڼ شمېر مشران او ځوانان راغلي وو، دوى وايي چې پخواني ولايتي شورا په خپلو ژمنوكې پاتې راغلې او هغه څه يې ونه كړل چې د ولس غوښتنه او د هغوى مسووليت وو، ځيني له اوسه ناهيلي معلوميږي چې په ټاكنوكې د كانديدانو تعليمي اسناد نه دي كتل شوي، ځكه څوك ورته چندان هيله من نه دي.
خو نوي غړي بيا وايي چې دوى اجرائيوي ځواک نه دى بلکې يوه مشورتي ډله ده چې د خلکو د ستونزو د هواري او د ادارو د نظارت په موخه به کار کوي، خو ژمنه يې وكړه چې د ټاكنوپرمهال يې څه ويلي هغه به سرته رسوي.
د شورا نويوغړو ته د خوست والي لخوا ولس او خاورې ته د وفادارۍ سوګند وركړل شو، ځايي خلك وايي چې نوي شورا  بايد د ناقانونه کړنو او د ځمکو د غصب پر وړاندې ودرېږي. د ياده ولوده چې د خوست ولايتي شورا ته درې شپيته كسان نوماند وو چې  پنځه يې ميرمنې وې او له دې ډلې درې ميرمنې او دولس ناينه بريالي شول.