د خوست ولايت اوسيدونكي له دولت غوښتنه كوي چې د نوې كابينې په ټاكلوكې دې له پوره دقت كار واخيستل شي

 
د خوست ولايت اوسيدونكي له دولت غوښتنه كوي چې د نوې كابينې په ټاكلوكې دې له پوره دقت كار واخيستل شي او د اړيكو اومصلحت پرځاى دې اهليت ته پاملرنه وكړي.  دوى وړانديز كوي چې نوى حكومت بايد پدې برخه كې د تېرې دورې نيمګړتياوو ته ځيراو بيايې تكرارنه كړي ځكه ولس له دې امله پرهغې كابينې راضي نه وو چې د ډلو او نورو معيارونو پراساس ټاكل شوي وو.
په  خوست ولايت كې  د مدني ټولنې فعالان، ځوانان او عام خلك وايي چې په تېرو ديارلس كلونوكې د هيواد ډيرى ستونزې ځكه پرځاى پاتې او د ولس او دولت ترمنځ شته واټن را كم نه كړل شو چې د  كابينې ډير غړي يواځې د مصلحت له مخې ټاكل كيده ، دا كسان وايي مصلحتي اشخاص د ملي ګټو په ځاى  يواځې خپلې ګټې په پام كې نيسي . دوى وايي  نوى حكومت بايد دا چاره تكرار نه كړي .
په همدې وخت كې د خوست عام اوسيدونكي   هم    وايي چې ولسمشر  دې تخصص او وړتياته ډېره پاملرنه وكړي، ځكه ډېرو خلكو د تېرې ادارې د بدلون لپاره په ټاكنوكې ګډون كړى وو.
په عام ډول د خوست اوسيدونكي له ولسمشر غوښتنه كوي  چې د كابينې په ټاكنه دې د تېرې دورې نيمګړتياوو ته ښه پاملرنه وكړي . دوى وايي د ولسمشرۍ په تيره دوره كې د همدې ستونزو له امله تراوسه د ولسمشر ډېر  فرمانونه چې ډېرمهم او ضروري وو، نه دي عملي شوي او هغه ستونزې پرځاى پاتې دي چې په اړه يې ګڼ فرمانونه صادر شوي وو.