
سرچینه/نیویارک ټایمز
جنرال رازق د پخواني ولسمشر کرزي د مشرتابه راهیسې د کندهار امنیه قومندان دی. جنرال د پخواني ولسمشر امرونو ته د افغانستان په سویل کې خورا ژمنه څیره بلل کیده. د افغانستان په سویل او حتی په مطبوعاتو کې نوموړی د سرسخته او زړور قومندان په توګه د خلکو په ذهنونو خپور دی.
مګر نوموړی وایي: زه دا منم چې ویره د جنرال رازق له نوم سره تړلې ده مګر زه فکر نه کوم چې د افغانستان خلک دې له ما ویره ولري، زه نه غواړم چې خلک دې له ما ویره ولري. داسې ویل کیږي چې جنرال رازق د امریکایانو له پوره ملاتړ څخه برخمن دی، ښایي همدا لامل وي چې د سویل یو تر ټولو سخت زړې څيره دې وګرځي.
درې کاله مخکې نوموړي د کندهار د امنیت چارې په لاس واخیستې، له هماغه راهیسې طالبانو په کندهار کې د ارام ساه نه ده اخیستې چې له امله یې په کندهار کې د جګړه مارو حملې یو پر درې راکمې شوي. د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د جنرال رازق د طالبانو په لیکو کې ویره خپره کړې. مګر د کندهار امنیتي چارواکو له لوری د بشر حقوقو ته د نه ــ درنښت له امله د جګړې په ډګر کې د جنرال رازق لاسبري د یو شمېر کړیو له لورې دومره نه ستایل کیږي او همدا لامل دی چې امریکایان هم په عامه کچه له نوموړي څخه خپل نوم په واټن کې ساتي.
اوس چې د کندهار څخه امریکايي پوځیان و تلو په حال کې دي، اوسني ولسمشر غني ته د جنرال رازق د اداره کولو معما په میراث پاتیږي. ولسمشرغني د ټولټاکنو پر مهال په افغانستان کې د سیمه ییزو قومندانانو د زور ویلي کولو ژمنه کړې وه. اوسمهال د کندهار په ګاونډیو ولایتونو کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابیږي، ولسمشر غني باید د جنرال رازق د لیرې کولو یا بدلولو پریکړه په غور د امکان په صورت کې په پوره غور وارزوي.
د نړیوال بحران ګروپ سره پخوانی کارکونکی (Graeme Smith) په وینا د ولسمشر سلاکارانو ورته ویلي چې جنرال رازق باید په همدې ځای پاته شي. جنرال رازق له ډیرو اړخونو په افغانستان کې دامریکایانو د مداخلې ژمن تولید ګڼل کیږي نوموړی په 2001 کې د سپین بولدک د پولیسو قومندان شو، له هماغه مهاله په طالب ــ ضد عملیاتو کې د سرسخته قومندان په توګه مشهور شو. په دې سربیره، نوموړي د پولې په اوږدو کې د مخدره توکو قاچاق او سوداګري هم پخپل کنترول کې اخیستې ځایي اوسیدونکي او لویدیځ چارواکي وایې، جنرال رازق له همدې لارې په لسګونه میلیون ډالر تر لاسه کوي.
نوموړي په دې هر څه سربیره تر لاسه شوی واک په شخصي ستونزو کې هم کاروي، د غچ اخیستنې او قومي مخالفینو په ضد هم کاروي. په 2006 کې نوموړي سپین بولدک ته نږدې شپاړلس تنه ووژل او جسدونه یې په دښتو کې وغورځول.
جنرا رازق د یو شمیر زورواکو کړیو له ملاتړه هم برخمن دی؛ په 2007 کې بشري حقوقو ته د نه پاملرنې په تور د دندې څخه د لیرې کولو لویدیځې هڅې هغه وخت ناکامه شوې چې پخواني ولسمشر کرزي یې مخالفت وکړ. ولسمشر کرزي د خپل مشرتابه په وروستیو کې نوموړي ته په پوځي ساحه کې درې ستوریزه رتبه ورکړه. د جنرال رازق طالب ــ ضد دریځ امریکایان هم خورا اغیزمن کړي وو له همدې امله یې له جنرال رازق څخه پیسې او ملاتړ نه سپمولو. امریکایي جنرالانو ، جنرال رازق سره د سپین بولدک د امنیتي مشر په توګه منظمې کتنې لرلرې. نیویارک ټایمز سره د جنرال رازق په اړه پخوانی جنګسالار ګل اغا شیرزی وایي: هغه په کندهار کې خدای، رسول او د کندهار مشر دی. د جنرال رازق ښکار، د طالبانو ستر هدف دی دوه کاله مخکې نږدې وه چې جنرال د طالبانو د ځانمرګي برید ښکار شوی و. د تیر کوچني اختر پر مهال طالبانو دنوموړي په کور حمله وکړه او دوه تنه یې ووژل مګر نوموړی وایي: پروا نه کوي چې دوی څو ځله په ما حملې کوي، زه به هیڅکله په شا نشم.
نوموړی په دې هم تورن دی چې دومره سخت دریځي یې په کندهار کې د نا منیو په اور تېل شیندي. د ملګرو ملتونو د بشر دحقوقو یو راپور وایي چې په یو کال کې د کندهار د پولیسو له زندان څخه یواتیا تنه نادرکه شوي. ملګرو ملتونو داسې شواهد تر لاسه کړي چې پ پټو زندانونو کې زندانیان په کیبلو وهل کیږي او له ګرویږنو پرته یې محاکمه تر سره کیږي. د کندهار په میرویس روغتون کې د روغتیا چارواکي وایي: د داسې توقیف شویو پولیسو جسدونه یې تر لاسه کړي چې په سرونو کې یې برمې وهل شوي وي. د کندهار په سویلي ولسوالۍ ژیړۍ کې د عملیاتو پر مهال بشر د حقوقو کارکونکو او جنرال رازق تر منځ حالات خورا کړکیچ شوي و، جنرال رازق د یادو عملیاتو پر مهال طالبان سخت وځپل. د همدې عملیاتو پر مهال د جنرال رازق ځواکونو په سیمه کې شپږ کوچیان طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول. په دې اړه د کندهار یو اوسیدونکی د نوم نه څرګندولو په شرط وایي: د جنرال رازق ځواکونو نوموړي کسان د سنګسر کانال انتقال کړل او له لږ ځنډ وروسته د ډزو اوازونه پیل شول، له هغه یو ورځ وروسته د یاد کلي اوسیدونکو له اوبو څخه شپږ جسدونه راویستل او په کندهار کی یې د سره صلیب کمیټې ته وسپارل.
د افغانستان دچارو کاروپوه مایکل سمپل سره د مرکې پر مهال یو شمیر طالبانو ویلي چې د جنرال رازق ورته دریځ جګړه نوره هم سخته کړې.
د روان کال په لمړیو کې دریارلس کلن محمد اخلاص د پولیسو د یو قومندان له لورې اختطاف شوی و او په یوه مرکزي پوسته کې ورڅخه د جنسې موخو لپاره کار اخیستل کید، کله چې د اخلاص محمد پلار د خپل ځوی د خلاصیدو غوښنته وکړه، پولیسو یې د ځوی په وینو لړلی جسد د کور مخې ته کیښود. کله چې د اخلاص پلار قضیه محکمې ته یوړه، قاضي ورته په پټه له قضیې څخه د تیریدو غوښنته کړې وه ځکه قاضي پدې پوهید چې پولیس په پیښه کې ښکېل و. امریکایان د جنرال رازق له دې ډول دریځ څخه په اندیښنه کې دي او کیدای شي پ نوموړي د امریکا له لورې د نوموړي په پولیسو د مالي ملاتړ د بندیز لامل شي. تیره میاشت امریکایي قومندان جنرال کامبیل، جنرال رازق ته د سرې کرښې څخه د اوښتلو خبرداری ورکړی و.
جنرال رازق وایې چې دا ډول تورونه د نوموړي توجه له پاکستان څخه اړوي. طالبان او ځینې پاکستاني چارواکي نوموړی په دې تورنوي چې تیر کال یې په بلوچستان کې ځینې طالب پلوه مذهبیان وژلي و.
د جګړې په ډګر کې د جنرال رازق بری هغه څه دي چې ولسمشر غني ته یې د نوموړي د برخلیک په اړه دوه ستونزمنې لارې پریښي؛ غني باید د نوموړي د برخلیک سره د توازن له لارې داسې کار واخلي چې دسیمه ییزو زورواکانو زور هم اوبه کړي او طالبانو ته زړورتیا هم ورنکړي. د غني د مشرتابه په لمړیو کې د طالبانو له لورې په کابل کې په تیره یو میاشت کې له لسو ډیرې حملې هغه څه دي چې له امله به یې د جنرال رازق د لیرې کولو په اړه فکر به له خطر خالي نه وي. د مایکل سمپل زیاتوي: په افغانستان کې ثبات د پولیسو له لورې د قانون حاکمیت پورې اړه لري، نوموړی وړاندې وایي، کیدای شي ولسمشر غني، جنرال رازق د لنډمهال لپاره د حل لارې په ډول ومني، مګر زه فکر نه کوم که د اوږدمهاله ستونزو لپاره یې په اړه فکر وکړي.