ارمان!!!

 
زه هم عجیبه یم !
به شپو شپو مې وژړل
اولا هم ژاړم
وجود مې کمزوری کړ
له خوږو دوستانو لرې شوم
له درسونو ورو ورو د لرې کیدو په حال کې یم
دژوند هیلې مې ورځ په ورځ زړه کې په مړې کیدو دي
خوتل د یو چا دخوشحاله ژوند په هیله یم
دهغه چا چې له ما څخه یېهرڅه اخېستي
خو بې خبره شکاری لا خبر هم ندی
ما دده لپاره دژوند هرمشکل ته په ورین تنيی هرکلی ووایه
په ځان مې لوبې وکړې
دځان نه ورته تیر شوم
خو افسوس یو کارنه شم کولای چې ورته ووایم...........