غبار خاطر

 
 
سريزه
د مولانا ابوالكلام آزاد اثر چې غبارخاطر نومېږي په اردو ادب كې دلوړ مقام خاوند دى چې د دغه اثر ارزښت محمد اجمل خان ددې كتاب په مقدمه كې ډېر ښه څرګندکړی دى چې نورې اضافي څركندونې ته ضرورت نه لري.
څرنګه چې دا اثر په اردو ژبه ليكل شوى او مطالب يې ډېر خوندور دي نو له همدې امله د زياتې استفادې په غرض په پښتو ژبه ترجمه كړى شو چې له مطالبو څخه يې پوره ګټه واخيستله شي ځكه مولانا ابو الكلام آزاد د هند د آزادۍ ستر مبارز او نامتو شخصيت دى او د هند د آزادۍ د مبارزو له امله يې ډېر كلونه د انګريزانو په زندانونو كې تير كړي دي چې ددې اثر مطالب يې هم د خپل زړه د تاو سړولو په غرض د مولانا حبيب الرحمن شېرواني په نامه د احمدنګر په زندان كې د جلا جلا ليكونو په بڼه ليكلى دى او خپل زړه يې تش او تسلا كړى دى. لكه  څرنګه چې دى زنداني و، دا ليكونه هم ور سره زنداني وو. ليكلي يې دى او له ځان سره يې په زندان كې ساتلي دي ځكه ده ته انګريزانو دا اجازه نه وركوله چې دده ليكونه دې له زندان څخه بهر شي او مولا حبيب الرحمن ته دې ورسېږي ، د انګريزانو په نزد لكه څومره چې مولانا ابوالكلام ازاد د دوى له پاره د ستر خطر توكى وو همداسې دده ليكونه هم ورته ستر خطر وو او ور څخه ډاريدل نو ځكه يې مولانا او دده ليكونه زنداني ساتل . دی د خپل عمر قريب نهه كاله بندي پاتې شوى دى. چې دا د بند موده دده د عمر په درې پنځوس كلنۍ كې دده د عمر اومه برخه ده.
د مولانا ابوالكلام ازاد او د هند د نورو مبارزينو د مبارزو په نتيجه كې د انګريزي استعمار لاس د هند له ګريوانه وخوت او ازاد شو، او اوس په نړۍ كې يو ستر خپلواك او د افغانستان خوا خوږى دوست دى.
كله چې دا كتاب خپور شو نو د هند نا شرانو له مولانا څخه په نورو ژبو د ترجمه كولو اجازه وغوښتله خو مولانا اجازه ورنه كړه او ويلى یې وو چې ددې اثر زياتره ليكونه په نثر شاعرې ده او شعر له يوې ژبې څخه بلې ته نه شي ترجمه كيدلاى او كه ترجمه هم شي نو هغه خوند چې په اصل كې وي په ترجمه كې انعكاس نه كوي ځينې ليكونه چې فلسفيانه او عالمانه دي د ترجمې وړ دي نو د همدې دوهمې خبرې په تائيد دا اثر چې “غبار خاطر” نوميږي د “زړه لړې” تر عنوان لاندې په روانه پښتو ژبه وژباړول شو هيله ده چې لوستونكي ځينې ګټه واخلي.
 
بسم الله الرحمن الرحيم!
 
تاريخ واقعات شهان نانوشــته ماند
افسانه یی كه گفت “نظيرې” كتاب شد

په دې مجموعه كې چې څومره ليكونه دي هغه ټول د نواب صدر يار جنګ مولانا- حبيب الرحمن شيروانى ، د علي ګړه د بيكم پور ولايت درئيس په نامه ليكلى شوى دى. څرنګه چې د احمد نگر په كلا كې د زنداني كيدو ليك بهر ته نه شو تللى نو له همدې امله يې دا ليكونه كله نا كله ليكلي دي او په يوه دوسيه كې يې ټول كړي دي . كله چې په ۱۹۴۵ كال كې د جون په ۱۵ مولانا خوشې كړى شو نو مكتوب اليه ته ددغو ليكونو د رسولو لاره پرانيستل شوه.
له نواب صاحب سره مولانا ډېره پخوانۍ دوستانه علاقه درلوده. مولانا يو ځل په خپله ماته وويل چې لومړى وار زه له نواب صاحب سره په ۱۹۰۶ كال كې ملاقي شوم يعنې چې د دوى پر دوستۍ يو كم څلويښت كاله اووښتي دي او له يوې پيړۍ څخه زيات وخت ددې دوستې سمسورتيا مړاوې نه كړای شوه . د دوي د دوستۍ او يووالي علاقه دومره ټينګه وه چې ددې په باره كې ويل شوى:
تزول الجبال الراسيات و قلبهم عن الحب لايخلو ولايتز لزل
البته د دوى د امينه او اخلاص تش د علمي او ادبي ذوق په څانګه پورې محدود و اوله سياسي عقايدو او چارو سره يې كوم تعلق نه درلود. په سياسي ډګر كې د مولانا بيله لاره وه او د نواب صاحب ځان له بله لار وه.
د مولانا صاحب ژوند مختلف او متضاد حيثيتونه لري. دى په يوه وخت كې مصنف هم دى، مقرر هم دى ، مفكر هم دى فيلسوف او اديب هم دى ، مدبر هم دى او ورسره ورسره د سياسي جدو جهد د ډګر سپه سالار هم دى . دديني علومو له تبحر سره عقليات او فلسفي ذوق ډېر لږ جمع كېږي او د علم او ادب ذوق په يوه دماغ كې ډېر كم ځاى نيولى دى ، او بيا د علمي او فكري ژوند ډګر د عملي سياست له جدو جهد څخه دومره لېرې پروت دى چې په دواړو ډګروكې يو ګام ډېر لږ اخيستل كيداى شي خو د مولانا ازاد ژوند ددغو ټولو حيثيتونو جامع دى نو ويلای شو چې دده په يو ژوند كې ډېر ژوندونه نغښتي دى ، دى په خپل ذات كې يو انجمن دى.
ددې صورت حال قدرتي نتيجه داده چې دده د علايقو دايره په كوم ګوټ پورې محدوده نه ده په ديني علومو ، شعر او ادب، فلسفه او سياست ټولو كې د لوړ شخصيت خاوند دى. او ټول ورڅخه په دغو څانګو كې استفاده كوي.
 
تونخل خوش ثمر كيستى كه باغ و چمن
همه زخويش بريدند و در توپيو ســـتند

البته دارادت  مندانو كړۍ يې دومره پراخه ده لكه څومره يې چې د دوستانو دايره تنګه ده:
كسى كه زود گسل نيست ديرپيوندست.
 
هغه نيكمرغه وګړي چې مولانا يې خپل دوستان بولي ډېر كم دي او يوازې هماغه كسان دي چې ور سره يې علمي ذوق او د طبيعت رجحان متناسب دى . دده په دغو خال خال دوستانو كې يو هم نواب صدر يار جنګ دى.
نواب صاحب د هند د مسلمانانو د تير دور د علم او مجالسو ياد ګار دى . له نن څخه دېرش ، څلويښت كاله پخوا زمانه د مولانا ازاد د علمي ابتدا او پيل زمانه وه په هغه وخت كې له ټولو عالمانو او فاضلانو څخه په عمر ووړ وو يعنې ۱۷، ۱۸ كلن وو خو د غير معمولي ذهانت اود محير العقول علمي قابليت له پلوه د ټولو په نظر محترم وو. له نواب محسن الملك نواب وقار الملك، خليفه محمد حسين (پټياله) خوا جه الطاف حسين حالي، مولانا شبلي نعماني، ډاكټر نذير احمد ، منشي ذكاء الله ، حكيم اجمل خان او نورو ټولو سره يې دوستانه اړيكې درلودل او علمي او ادبي صحبتونه يې ورسره كول چې په همدغو صحبتونو كې له نواب صدر يار جنګ سره هم اشنا شو چې بيا دا آشنايي په دوستۍ بد له شوه او مولانا ته دا رشته ډېره ګرانه وه. ځكه چې داد هغه عهد يادګار دى چې ډېر چټك تېر شو او د هېواد مجلسونه له پخوانيو صورتونو او صحبتونو څخه يو قلم خالي شول.
د مولانا دسياسي ژوند طوفاني حوادث دده پر نورو ټولو حيثيتونو سيوري اچولى خو په خپله مولانا خپل سياسي ژوند له خپلو علمي او ادبي علايقو څخه بالكل بيل ساتلى. له هغو دوستانو سره چې دده يوازې علمي او ادبي اړيكې دى له هغوې سره په سياسي ژوند انه كې اړيكې نه لري او چې كله له دغو دوستانو سره ګوري او يا ورته ليك استوي را استوي او په دغو ليكونو كې د سياسي افكارو او اعمالو يادونه نه كوي يوازې د علم او ادب په هكله ورسره غږيږي، يو وار په دې هكله په خپله مولانا ته يادونه وشوه نو هغه وويل له كوم چا سره مې چې له كوم حيثيت څخه اړيكې دى له هغه سره د هماغه حيثيت مطابق اړيكې ساتم، زه نه غواړم چې په نورو حيثيتونو يې الوده كړم، لكه چې ده هيڅ له دغو دوستانو څخه توقع نه كوله چې له ده سره دسياسي ژوند په آلامو او مصايبو كې شريك شي او نه يې دا غوښتل چې ور سره په سياسي افكارو او اعمالو كې اتفاق وكړي په سياسي معاملو كې يې هر څوك خپلې خوښې ته پريښوده ، كه له مولانا سره كلونه كلونه د علمي، مذهبي او ادبي تعلق په اعتبار تېر كړي نو دى به په هيره هم په سياسي معاملو كې له تاسو سره خبرې ونه كړي داسې به در ته ښكاره شي چې ګوندې دى له سياسي عالم څخه هيڅ خبر نه دى.
دده ژوند د سياسي ميدانو نوله طوفاني پيښو څخه ژور دى هيڅ نه معلوميږي، پوره ورځ يا يو ساعت وروسته به څه حوادث منځ ته راشي، كيداى شي چې د قيد او بند پړاو راشي ډېر امكان لري چې د جلا وطنۍ او يا له دې څخه د كوم بر تر صورت حال را د مخه شي خو كه نا څاپه په همداسې حالاتو كې له كوم هم ذوق سره مخامخ شي نو دى هر څه ورته پريږدي او دغه ذوق ته متوجه كيږي. او داسې ښخ ورته پام كوي چې ته به وايې هيڅ له كومې خطرناكې پيښې سره نه دى مخامخ شوى، كه د علم او فن كوم مبحث وي او يا د كوم فلسفې غور او فكر څيړنه وي او ياد ساينس كوم نوى نظر وي او يا هم د تصوف او اشراق كومه خبره وي او يا د شعر او ادب بزم تودوى هر څه چې وي دى په هغه ميدان كې خپل نيلي زغلو لاى شي. نو كه په دغه وخت كې يې څوك وګوري نو په څرګنده به ورښكاره شي چې د حال په ژبه د خواجه حافظ دا شعر تكرار وي:
 
كمند صيد بهر امي بيفكن جام مى بردار
كه من پيمودم اين صحراء نه بهر ام است ني گورش

مولانا له دغه صورت حال څخه په “تحميض” تعبير كوي ، “تحميض” په عربي كې دخولي د خوند بدلولو ته وايي: “حمضوامجالسكم” يعنې د خپلو مجلسو نو خوند بدل كړى . دى وايي كه ماته كله كله ! داد تحميض موقع په لاس رانشي نو زما دماغ د بې كيفه او وچوچارو په پر له پسې بارونو ستړى كيږي نو دا تحميض زما له پاره ديو ذهني عيش او نشاط سامان جوړوي او دماغ مې نوى له سره تازه كيږي.
كله كله داسې هم كيږي چې د عين سياسي طوفان په مهال كې كوم هم ذوقه دوست پيداشي او ده ته موقع په لاس ورشي چې د قلم او ليك په ځاي له خپل دوست سره وغږيږي نو سم دلاسه خپل خاص خادم عبدالله ته غږ كوي چې چاى ورته راوړې ، نو له خپل دوست سره د شعر او شاعرۍ خبرې پيل كړي، د علم ادب مذاكرې شروع شي او اعلى درجه “ چيني چاى «وايت جاسمن» ، سپين يا سمين” په كوچنيو پيالو كې واچوي او وايي چې :
 
حاصل كار كه كون و مكان اين همه نيســت
باده پيش آركه اسباب جهان اين همه نيست

مولانا دا وړتيا لري چې ناڅا په خپل ځان بدلولاى شي او په حقيقت كې دا يوه حيرانونكې خبره ده او په دې يوازې هغه وگړي پوهيږي چې په خپلو سترګو يې دده دا انقلابي تحول ليدلى وي چې ماته اته كاله دا موقع حاصله وه.
نواب صدر يار جنګ يو خانداني رئيس دى د هېواد په سياسي چارو كې همغه طرزالعمل لري چې د روساوو عامه طبقه يې لري يعنې چې له سياست څخه ځان ليرې ساتي او پر خپل هوسا ژوند قناعت كوي ، دده پر خلاف د مولانا ازاد ژوند په سياسي جدوجهد او جګرو كې تيريږي خو دا اختلاف د دوي دواړو په ملګرتيا او دوستې كومه اغيزه نه لري او يو بل ته بلنه وركوي او د دواړو مينه د علمي او ادبي علايقو پر اساس بناده او تل په همدغې دا یرې پورې محدوده ده ، لكه چې د احمد نگر په كلا كې په يو ليك كې د ۱۹۴۲ كال د اګست په ۲۹ سياسي حالاتو ته اشاره كوي ليكي « زه دا قصه دلته نه څيړم زماله پاره ستاسو مجلس آرايي ددې افسانې له پاره نه ده:
ازما به جز حكايت مهر وو فامپرس
 
زما د خبرو په دوكان كې هر ډول جنس شته ، زه ستاسو له پاره يو څه راوكاږم خو هڅه كوم چې سياسي رنګ ونه لري.»
په ۱۹۴۵ كال كې د جون په ۱۵ نيټه مولانا له درې كاله بند نه ورورسته خوشې كړاى شو او په داسې حالت كې خوشې كړاى شو چې وزن يې بايللى و او ناروغ و خو له خوشې كيدونه وروسته فوراً شملې ته ورسيده او د شملې د كنفرانس په چارو كې ورك شو اوس دى د احمدنګر او بانكوړې د زندانونو په ځاى په شمله كې ميلمه دى خو دلته هم سهار وختي پاڅيږي او خپلې چارې سرته رسوي. يوه ورځ يې نا څاپه نواب صاحب په زړه ګرځي او يو شعر ليكي او ورسره د خط او كتاب لړۍ له سره پيل كوي بيا د هوا د تبديلۍ له پاره كشمير ته ځي او په ګلمرك كې درې اونۍ پاتې كيږي له ګلمرګ څخه سرينګر ته ځي او يو هاوس بوټ كې استوګنه غوره كوي. دا هاوس بوټ د نسيم باغ په غاړه لګيدلى او مولانا په كې اوسيده، دلته بياد خط او كتاب سلسله جاري كيږي او د ۱۹۴۵ كال د سپتمبر په ۳ پخپل يو ليك كې د احمد نگر د كلا حالاتو حكايت كوي او د هغو ليكونو د ليكلو د اسبابو او محركاتو تفصيلات ليكي چې په دغه مجموعه كې جمع شوى دي. څرنګه چې له خوشې كيدو نه وروسته ليكونو دا برخه هم له دغو ليكونو پورې مربوطه ده نو له مولانه څخه مې اجازه واخيستله او دا ليكونه مې هم ددې مجموعې په ابتدا كې شامل كړل. له خوشې كيدو نه دا وروسته ليكونه به د دې مجموعې د ديبا چې كار وكړي، مولانا په سلګونه ليكونه ليكلي او څرګنده ده چې د هغو نقلونه يې نه دي ساتلي خو افسوس دى چې ده د خپلو علمي او ادبي ليكونو نقلونه هم نه دي ساتلي او په دې توګه سلګونه ليكونه له منځه تللي دي.
په ۱۹۴۰ كال كې مې له مولانا څخه وغوښتل چې د هغو خاصو ليكونو د نقل اجازه راته وكړې چې خاصو دوستانو ته يې ليكلي نو مولانا راته اجازه وكړه او اوس چې مولانا كوم ليك ليكي زه يې نقل اخلم او بيا يې په پوسته كې اچوم په ۱۹۴۰ ، ۴۱ ، او ۴۲ كې يې چې څومره ليكونه د نواب صاحب په نامه ليكلى دى هغه ماسا تلى دى او راسره شته چې په همدې بنا يې د احمد نگر په كلا كې ليكلى ليكونه هم راكړل چې نقلولو ته يې وساتم او اصل يې نواب صاحب ته واستوم. خو كله مې چې دا ليكونه مطالعه كړل نو لازمه مې وبلله چې داردو ادب علاقمندان ټول ترې ګټه واخلي او ورڅخه محروم پاتې نه شي مولانا په دغه وخت كې په شمله كې وو ماور څخه په اصرارغوښتنه وكړه چې ديوې مجموعې په شكل ددې ليكونو د خپرولو اجازه راته وكړي زه باور لرم چې د هېواد د ذوق خاوندان به په دغه ګټوره چاره مننه وكړي چې مولانا ددغو ليكونو د خپرولو اجازه وكړي او زه به دا وړتيا پيدا كړم چې د علم او ادب دوستانوته دا سوغات وړاندې كړم . په ۱۹۴۲ كال كې له زنداني كيدونه د مخه مولانا لاهور ته تللى و او هلته انفلو ينزا نيولى و اوپه همدې حال كلكتې ته راغى او درې ورځې هلته و چې د اګست په دوهمه نيټه د آل انډيا كانګرس ګميټې د صدارت كولو له پاره بمبيي ته روان شو او په ريل كې يې د نواب صاحب په نوم يو ليك وليكه اوله ځان سره يې وساته چې بمبي ته ورسيږو او ماته يې راكړي چې نقل يې واخلم او نور يې په پوسته كې واچوم څو چې بمبيي ته ورسيدو په خپلو چارو كې ډوب شو او ليك يې په بكس كې پاتې شو چې بيا د اګست په نهم تاريخ ونيول شو، څرنګه چې د احمد نگر كلا په لومړي ليك كې ددغه ليك يادونه شوې ده نو دا مناسبه ښكاري چې دا ليك هم په ابتداء كې شامل كړل شئ لكه چې شامل كړاى شو.
ما اراده كړې وه چې د مولا نا دليكلو دا سلوب په هكله به زه د خپلو تاثراتو او انګيرنو د څرګندولو جرئت وكړم خو كله چې ددې ارادې د عملې كولو.له پاره چمتو شولم نو راته جوته شوه چې پرته له چوپ پاتې كيدو بله چاره نشته ځكه څه ليكل چې په كارو و د هغو ګنجايش دلته نه وو او څومره چې ګنجايش شته هغه زما د انګيرنو له پاره بس نه دى.
يوازې همدومره اشاره كول غواړم چې په فرانسوي ادبياتو كې چې كوم نوع ادب اعلى ادب ګڼل شوى نو كه په اردو ادب كې د هغه مثال مونز مومونو هغه د مولانا ادبيات دي.
مولانا دليكلو بيلابيلى طريقې لري ځكه هره موضوع ځانته اسلوب غواړي او په همدغه اسلوب كې ددې موضوع بڼه څرګنديږي كوم اسلوب چې ددينې مباحثو له پاره موزون وي، هغه د تاريخ له پاره موزون نه وي تاريخې موضوعات چې دليكنې كوم طرزغواړي نو ضروري نه ده چې له دغه طرز څخه په ادبي ليكنو كې كار واخيستل شي. عامه لار داده چې هر څوك د ليكلو يو خاص اسلوب لري او چې څه ليكي په همدغه اسلوب برابر يې ليكي خود مولانا خصوصيت دادى چې د ده په علم او ذوق كې تنوع شته او د ليكلو اسلوب يې هم متنوع دى . عام دينې او علمي مطالب په يو خاص ډول اسلوب ليكي. د صحافت نګارۍ له پاره يې يو بل اسلوب غوره كړى او د ادبي انشاء له پاره بله لار لري.
هغه وخت يې چې «الهلال» ايسته او په هغو كې يې كله كله خاص قسم ادبي څيزونه هم ليكل . په دغو ليكنو كې ده داسې مجتهدانه اسلوب غوره كړي وو چې بل مثال يې په وګړو كې موجود نه و. كه ددغه اسلوب څخه څوك كوم تعبير وكړاي شي نو ورته به منثور شعر ووايي يعنې چې مولانا په نثر كې شاعري كوي يوازې يو څيز په كې نه وي يعنې وزن نه لري نو ځكه ورته نثر ويل كيږي، ددې راز ليكنې يوه خاصه لار دا ده چې دى په خپل نثر كې د شاعرانو شعر ونه راوړي او ورسره يې ګډوي او دا ګډون داسې وي چې دا اشعار يوازې له مطالبو سره سرنه لګوي بلكه په خپله د مطالبو يو جزء او توكى شي داسې توكي كه ور څخه ليرې شي نو د مطلب ضر ورى او نه بيليدونكى توكى له مينځه ځي. په اكثرو حالاتو كې د مطالبو سلسه دومره وي چې پوره مضمون د نثر دوړو، وړو ټكړو او پراګرافونو څخه جوړوي او هر پراګراف په يو شعر باندې پاى ته رسيدلى وي دا شعر له نثر سره داسې لګيدلى وي لكه په تركيب بند شعر كې چې بنديو له بل سره سمون لري او دا هر بند د شعر ضروري جزء ګڼل كيږي.
وګړي چې په نثر كې اشعار راوړي نو داسې يې راوړي چې يو جزء يې مطلب پورې مربوط شعر راوړي. خو مولانا چې په خپل نثر كې شعرونه راوړي د دغو اشعارو مناسبت له نثر سره جزيې نه وي بلكه دا شعر د مضمون يوه ټكړه شي ته به وايې چې شاعر ګوندې داشعر د همدې ځاي له پاره ويلى دى ، او د مطلب د غوښتنې د پوره كولو او د نيمګړې خبرې د تكميل له پاره له دې شعر څخه پرته بله چاره نه وي ، په داسې راز ليكنه هماغه څوك قدرت لري چې د كامل شاعرانه فكر خاوند وي او د استاذانو ډېر شعرونه يې يادوي او د مطلب سره چې هر شعر په كار وي هغه فوراً له خپلې حافظې څخه را ايستلاى شي او هغه هم ډېر اعلى درجه او خوندور اشعار وي او د مطلب سره ښه اړخ نه لګوي ، نو په دې اعتبار د مولانا حافظه هر چاته څرګنده ده چې ډېره پياوړې او لازواله ده، دا چې په عربي فارسي او اردو كې به څومره اشعار د ده په زړه وي ؟ دا چاته معلومه نه ده غالباً چې په خپله ده ته به هم معلوم نه وي ، خو چې قلم واخلي او د مطالبو مناسبتونه په كار وي نو دده د حافظې د خزانې ورونه پرانستل شي او بيا داسې معلوميږي چې هرراز په سوونو اشعار يې په مخ كې پراته دي او كوم شعر چې په كوم ځاى كې په كار وي هغه را اخلي او په مضمون كې ځاى ورکوي د مباحثو په ليكنو كې مولانا شعرونه ډېر كم راوړي ډېرې صفحې وليكل شي او يو شعر هم په كې نه وي . خو په خاص ډول ليكنه كې دومره اشعار راوړي چې له دويم دريم سطر نه وروسته يو مناسب په زړه پورې شعر راوړي.
د احمد نگر كلا ليكونه په همدې راز ليكل شوي دى. ده په نثر كې شاعرې كړى ده او كوم مطلب يې چې ادا كړى دى، داسې يې ادا كړى دى، چې ډېر خوندور رنګ او بڼه يې غوره كړې ده. د فكر اجتهاد او د اسلوب نوى والى د مولانا عام خصوصيت دى او په خبرو او ليكنو كې ځانګړى سبك لري او د تقليدي لارې په ځاى په مجتهدانه لاره درومې او ابتكاري الفاظ او مطالب راوړي. له كوم وخت څخه يې چې قلم په لاس اخيستى دى له هماغه وخته په مخ روان او د خپل خاص اسلوب خاوند دى او تقليد يې نه خوښيږي چې په دغو ليكنو كې يې هم «بيك ګروند» ډېر ښه څرګند دى.
مولانا ډېر ظریف سړی او ښه غوره لیکوال او واقعه نګار دی، له دې لیکونو څخه دده دماغی پس منظر «بیک رونډ» ډیر ښه څرګند دی .
مولانا د اګست په نهمه له بستره پاڅيده او نا څاپه ورته څرګنده شوه چې نيول شوى قيدي دى او كوم نامعلوم ځاى ته بيول كيږي اوله داسې پوځي مراقبت لاندې بيول كيږي چې مثال يې د هندوستان دسياسي جدو جهد په تاريخ كې نه شته . دى د احمد نگر په كلا كې بندي كيږي او له نړۍ سره یې د مخې ټول علايق شليږي، دى له دغې حادثې نه څليرويشت ساعته وروسته پاڅيږي قلم اخلي او په ليكلو پيل كوي او په همدې راز ورځ په ورځ چې د حالاتو د تحريك مطابق د ده په خيالاتو كې خوزه پيدا كيږي او څه يې چې په دماغ كې تيريږي قلم ته يې ور حواله كوي څومره حوصله لري او څومره د ستونزو په مقابل كې بې پروا دى؟
د همدغه دماغي پس منظر له مخې په نړۍ كې د سړي شخصيت او عظمت او اصلي مقام معلوميږي. او همدا محك دى چې د انساني عظمت كره توب ورباندې معلوميږي او همدا معيار دى چې د سړي په عظمت او ټيټوالي فيصله او پريكړه كوي.
په دغه ليكنو كې مولانا په خپله هڅه كړى ده چې خپل دماغي پس منظر د نړۍ والو په مخكې كيږدي او ځكه خو دا ضروري نه ده چې په دې هكله له بحث او نظر نه كار واخيستل شي زه تش په همدغه هكله د نظر د خاوندانو پاملرنه غواړم او په خپله په كې څه نه وايم.
په تير جولاى كې چې ددغو ليكونو دا شاعت اعلان وشو د هېوادله هر ګوټ نه غوښتنې وشوې چې دا ليكونه په نورو ژبو ترجمه او وژباړل شي. د كلكتې ، بمبيي ، ډهلي ، آله باد، كانپور او پټنې دناشرانو غوښتنه وه چې اجازه ور ته وشي چې دا ليكونه په انګريزي ، هندي ګجراتي، بنګالي، تاميلي او نورو ژبو ترجمه كړي. مادا ټولې غوښتنې مولانا ته تقديم كړي خو هغه اجازه ونه كړه چې ترجمه شي. هغه وويل : له څوليكونو څخه پرته دا ليكونه په داسې اسلوب كې ليكل شوي دى چې په بله ژبه كې په ترجمه كولو كې ددغه اسلوب مراعات نه شي كيدلاى او كه ترجمه شي نو اصليت يې له مينځه ځی، په كوم منظور چې مولانا ددې اثر د ترجمې اجازه نه ده كړى زه باور لرم چې هر صاحب نظر به ورسره موافق وي ځكه دا په نثر كې شاعري ده او شاعري د ترجمې څيز نه دى ، البته هغه ليكنونه چې پر فلسفيانه او تاريخي مباحثو ليكل شوي دي ترجمه كيدلاى شي او هغه مستثني دى . دا ټول مكاتيب په « صديق مكرم» پيل كيږي چې د صديق سم شكل په «ف، ك، س» حركاتو دى.
د ۱۹۴۳ كال د اپريل ۱۱ د ليك په اخر كې شعر د متمم بن نويره دى چې د خپل ورور مالك په مرثيه كې يې ويلى:
 
لقد لامنى عندالقبور عــلى البكاء
رفيقى لتذ ران الدموع السـوافك
فقال اتبكى كل قبر رايــــــــــــــــــته
لقبر ثوى بـــــين اللوى فالدكادک
فقلت له ان الشـــجا يبعث الشجا
فدعنى فهذا كله قبر مــــــــــــالك
 
( زما ملګرى چې كله وليدل چې قبرو ګورم نو اوښكې مې ورته بهيږي، نو زه يې په دې چاره ګرم كړم، اوراته يې وويل : دا څه خبره ده د هغه قبر له امله چې په خاص ځاى كې پروت دى. ته هر قبر ته ژاړې، ما ورته وويل : خبره داده چې ديو غم منظر بل غم را تازه كوي. نو پرې مې ده چې وژاړم زما له پاره داټول قبرونه د مالك قبرونه دي)
“حكايت بې ستون وكوه كن “ د ايران په لرغونو آثارو كې يو اثر “ بې ستون “ په عنوان مشهور دى او داستان سرايانو فرهاد كوه كن ته منسوب كړى دى خو په اصل كې دا “بى ستون” نه دى “بهستان يا باغستان” دى په پخواني فارسي كې “باغ” خداى يا رب النوع ته وايي دا مقام د خدايانو ځاى دى .
محمد اجمل خان  
بسم الله الرحمن الرحيم !
ســــــــــــريزه
مير عظمت الله بې خبر بلګرامي د مولوي غلام على آزاد بلګرامي معاصر او وطنوال و، د نيكه له خوا يې ورسره خپلوي هم درلوده.
آزاد بلګرامي په خپلو تذكرو كې دده يادونه كړې ده او د سراج الدين على خان ارزو او آنندرام مخلص په ليكنو كې هم دده ذكر راغلى دى.
ده يوه كوچنې رساله د “ غبار خاطر” په نامه ليكلې وه زه دغه نوم له ده څخه مستعار اخلم.
مپرس تاچه نوشته است كلك قاصرما
خط غبار من اســـت اين غبار خاطرما

زما دا ليكونه يوازې ليكونه وو او ددې له پاره نه دي ليكل شوي چې شايع او خپاره شي ، خو له خوشې كيدونه وروسته چې مولوي محمد اجمل خان ورباندې خبر شو، نو اصرار يې وكړ: چې دا ليكونه د يوې مجموعې په شكل خپاره شي نو له دې امله چې دده خاطر هم راته ګران دى نو ځكه غواړم چې ددې ليكونو د نشر او خپرونې كار منظم كړم . دا ليكونه مې لكه څرنګه چې ليكلي وو په هماغه رازمې د چاپ له پاره وركړل د ثانې نظر موقع مې ونه موندله.
 
نسخه شوق به شــيرازه نه كنجدز نهار
بګذاريد كه اين نســــــــــخه مجز اماند

۲۰ فبروري ۱۹۴۶ د كراچې جود پور ترمينځ
ابوالكلام آزاد
 
 
له بند څخه د خوشې كيدو نه وروسته
د نواب صدر يار جنګ په نامه يو څوليكونه.
۲۷/ جون/ ۱۹۴۵
اى غائب از نظر كه شدى هم نشين دل
مى بينمت عيان و دعا مى فرســــــــتمت

زړه مې له حكايتونو څخه ډك دي خو ژبه مې له فرصت نه لنډه ده او د خبرو توان نه لري د مهلت منتظر يم.
ابوالكلام
 
د نواب صدر يار جنګ ليك
حبيـــــــــــــــب گنج “على گړ”
جــــــــــــــــــــــــــــولائي ۱۹۴۵
ګرانه دوسته!
هغه ورځ چې د څوارلسم سپوږمۍ را ختلۍ وه زړه مې محسوسه كړې وه چې جهان رڼوونكي سترنور به وځليږي دا چاره سرته ورسيده او په كوم شان سرته ورسيده د جون په ۲۷ مې د غرو نو د څوكوهنګا مه د يو څراغ په شكل تر سترګو شوه په دغو كې يوه ښكلې څيره هم وه قيچي مې راواخيستله او د اغيار وله ټولې نه مې رابيله كړه ليدل مې چې د شيراز له لوري اواز راځي.
 
روشن از پرتو رويت نظرى نيست كه نيـست
منت خاك درت بر بصرى نيست كه نيــــــست

ددې غزل يو بل شعر به بې موقـــــــع نه وي:
 
مصلحت نيـــــست كه از پرده بيرون افتدراز
ورنه در محفل رندان خبرى نيست كه نيست

خير داخو د شيراز ترانه وه چې غوږ ږدم د شملې د غرو له څوكو څخه مې يوه بله د مينې ترانه تر غوږه کيږي.
اى غائب از نظر كه شدى هم نشين دل
مى بينمت عيان و دعا مى فرســــتمت

څه چې مې غوږ اوريدلى دريمه ورځ مې په سترګو هم وليدل كه اجازه وی دوهمه مصرع زه هم تکراروم:
مى بينمت عيان و دعا مى فرستمت
حبيب الرحمن
 
د نواب صدر يار جنګ منظوم ليك
مولانا د ۱۹۴۵ كال د اګست په اواخرو كې كشمير ته تللى وو او په ګلمرګ كې اوسيده په دغه وخت كې دا منظوم ليك ورته راغى.
حبيب ګنج (على گړ)
د ۱۳۶۴ هـ د رمضان المبارك 6
محو نظاره ګلـــــــــــــــــــــــــــــــمرغ نګارى دارم 
کزخيالــــــــــــــــــــــش به دل ناربهارى دارم[1]
اى نسيم ســـــــــــــحري گر بحضورش گذرى
عرضه ده شوقی كه در جان فگار ى دارم
ور بپر ســــــــــــــــــــد كه مگر شوق پيامم دارد
ســــــــــــــــر فرود آر و ز من ګوی كه آر ى دارم
دور دستان را به نعمت ياد كردن همت است
ورنه هر نخلى به پاى خودثمر مــــــــــى افگند

اسير زاد
حبيب
 
د مولانا ليك – سرينګر
هاوس بوټ – ســر ينگر
د ۱۹۴۵ د اګـــــــست ۲۴
گهى از دســــــــــــــت گاهى از دل گاهى زپا ما نم
به سرعت مې روى اى عمر! مى ترسم كه وامانم
صديق مكرم!
د ژوند په بازار كې مې د ډېرو مقاصدو لټه کړې خو اوس یوه نوى متاع لټوم يعنې خپله وركه روغتيا غواړم، ملګرو راته دكشمير د ګل بڼو نو دليد و سلاراكړى ده. چې د همدې له امله د تيرې مياشتې په پاى كې ګلمرګ ته راغلم او درې اونۍ مې په كې تيرې كړې خيال مې كاوه چې دلته به خپله وركه ومومم خو هر څومره مې چې خپله وركه ولټوله ومې نه مونده .
تا ته معلومه ده چې “فيضى” هم يو وخت دلته راغلى وو ، او بار عيش يې پرانيستى وو:
هزار قافلۀ شوق ميكشد شــــــــــــــــبگير
كه بارعيش كشايد بخطه كشـــــــــــــمير
 
خو دلته زما په برخه ناروغي او علالت ورسيد، كوم بار چې اوږو مې راوړې وو هغه بيرته له ځان سره وړم په خپله ژوند هم ټول يو دروند بار دى زړه دې چې په خوښۍ يې وړي او كه په ناخوښۍ خو بار چې پر سر پروت وي وړل يې هم ضرور دي.
 
ما زنده ازانيم كه آرام نه گيريم
 
له ګلمرګ نه سرينګر ته راغلى يم او په يو هوس بوټ كې استوګنه كوم، له ګلمرګ نه راتلم چې پوسته راغله او اجمل خان صاحب ستاسو ليك ما ته راكړ ، نه شم ويلاى چې دغه د مينې پيغام زما خوږ زړه په كومو سترګو ولوست او په كومو غوږو يې واوريده زما او ستاسو معامله خو هغه شوه چې غالب ويلى دي.
 
باچون تويى معامله برخو يش منت است
از شكوه تو شكر گذار خـــــــــــــــــوديم ما
 
تاسو ما ته د خپلو درې شعرونو پيغام نه دى را استولى بلكه د لطف او مهربانې پوره دفتر مو پرانيستى دى:
 
قليل منك يكفـــــــــــــــــــنى ولاكن
قليــلـــــــــــــــــــــــــــك لايقال له قليل
 
دا څو كرښې د راتلونكو ليكونو له پاره تمهيد و بولئ. له بند څخه د خوشې كيدو نه وروسته مې چې كومه قصه تاسو ته اورول غوښتل هغه تر اوسه پورې لا د قلم په ژبه نه ده راغلى .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ابوالكلام
صديق مكرم!
د ګهيځ زړه خوښونكي مهال دى. په هوس بوټ كې استوګنه كوم . ښى لورې ته د جهيل پراخوالی تر شالاماراو نشاط باغ پورى غزيدلى دي،کيڼ لوري ته دنسيم باغ دچنار رونو ليكي تر ډېرو وړاندي ځايو پورى تللى دي ،چاې څښم ستاسو ياد تازه كوم :
 
 
ليکوال: مولانا ابوالکلام ازاد 
ژ: ځېړندوی مولوي زین الله منلي
 
گرچه دوريم بياد تو قدح مى نوشـيم
بعد منزل نه بود در ســــــــــــفر روحانى
 
له نيول كيدو نه دمخه مې چې كوم څه ستاسو په نوم ليكلي وو د ۱۹۴۲ كال د اګست ۳ ګهيځ و اوله كلكتي نه بمبيي ته تللم په ريل كې مې ليك وليكه او ومې ساته چې بمبيي ته ورسيدم اجمل خان صاحب ته به يې وسپارم هغه به يې نقل واخلي اوتاسو ته به يې دروليږي ،ستاسو به يا دوى چې هغه دليكونو دنقلولو پر ساتلو باندې ټينګار كاوه او مادا چاره اولاره منلې وه خو چې بمبيې ته ورسيدم په كارو كې داسى ډوب شوم چې اجمل خان صاحب ته ليك ور كول مې هير كړل ، داګست په ۹ يې سحر زه ونيولم او احمد نگرته يې بيولم ، نو دځينو كاغذونو دساتلو له پاره مې كڅوړه پرانيستله او هغه ليك په مخه راغي اوس نو د نړۍ ټولي علاقي بندې شوې وي دا امكان نه وو چې كوم ليك په پوسته كې واچوم. ما داليك له كڅوړې نه راو كېښ د مسوداتو په دوسيه كې مې كيښود او دوسيه مې په كڅوړه كې بنده كړه .
په دوو بجو احمدنګر ته ورسيدلم او پنځلس دقيقي ورو سته په كلا كې بندى وم ، اوس دكلا نه د باندې نړۍ او په كلاكې دننه نړۍ ترمنځ دكلونو واټن حايل شوى دي:
 
كيف الوصول الى سعادودو نها
قلل الجبال و بينهن حــــــــــــــــــتوف
 
[1]- د كشمير غرنۍ سيمه په ګل مرګ مشهوره ده چې كيداى شي په اصل كې ګل مرغ وې . مرغ هغه لفظ دى چې د مر غرار په كلمه كې راغلى دى.