غزل

راته ګوره درته ګورم چې حيرانه دا دنيا شي
غواړم مينه دي سيوا شي غواړم مينه مي سيوا شي
***
دي احساس ته خو هيڅکله توري نه لټول کيږي
چي يو څوک له چا جلا شي يا يو څوک چيرته د چا شي
***
يوه شپه په دغه کلي کي بي تا قسم په خداي ده
راته هر غږ نا اشنا وي راته هر سيورى بلا شي
***
دغه ځل د ډز په ځاى شوخو زلميو بل چل وکړي
داسي نه وي چي غم ګډ لکه ليوه په دغه ورا شي
***
اوس دي ساتي په زړګي کي د ليمو په ځاى ، ويريږي
کوچۍ نه ژاړي اوس ډيره ، نه وي بيا د باران شا شي
سميرا کوچۍ