د ويټامينونو اړونده کيسه

 
ويټامينونه هغه کلمه ده، چې ډېری وګړي یې د روغتیا له اړخه په اهمیت او ارزښت پوهېږي، خو ډېر لږ څوک یې د کيسو څخه خبر دي، مطلب دا چې نن کوم درمل موږ کاروو، د ډیرو په خاطر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی تر څو زموژ له روغتیا څخه برخمن وي، خو تر هر څه د مخه د بېرې بېري په اړه لولو...
بيري بيري Beriberi : د خوار زواکی د علایمو مجموعه ده، چې په بدن کشې د بي۱ یا تیامین په کمښت سره رامنځته کېژي.
هغه خلک چې سپینې وریجي (بې پوټکي) ډېرې خوري د دې ستونزې سره لاس او ګریوان وي، علایم یې کیدای شي په کراره او یا هم یو دم ظهور وکړي. کله کله یې علایم له ۲۴ څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې محیطي یا پېریفرل اعصابو درد، د بدن په لرې برخو کشې د حس کمښت، مریض خپلې اغوستې جورابې او لاس ماغوګان نه شي حس کولی، ... دیادونې وړه ده چې اوس وخت کشې دا ناروغی  ډېره کمه ده خو بیا هم خپلې غذا ته پام کول پکار دي...
 
اوس هم اصلي موضوع...
 
ويټامينونه چې په طبعي ډول رامینځته کیدونکي مواد دي، په رښتیا درمل ندي تر هغه چې د ژوندي موجود بدن یې د کمښت سره مخامخ نه شي.
د شلمې پېړی په پیل کشې د محققانو دې ته پام شو هغو خلک چې پالش شوې سپېنې ورېجي یې خوړلې نسبت و هغو ته چې شډلې هغه یې خوړلې د «بري بري»  له علایمو څخه کړیدل، او هغوی چې به یې شډلې سپېنې وریجې خوړلې داسې شکایت نه کاوه. له دې علایمو داسې په ډاګه کیدله چې په پالش شوو وریجو کشې یو څه لادرکه شوي وو...
په ۱۹۰۵ کال کشې د ویلیم فیلچر له خوا د کوالاالمپور په زندان کشې داسې یوه څېړنه ترسره شوه چې په یویشتمه پېړی کشې یې تصور نه شي کیدلی،   نوموړي د «کوالالامپور»  په زندان کشې یوه ډله ملګري په دوه برخو وویشل او تر څېړنې لاندې یې ونیول، یوه ډله زندانیانو ته یې پالش شوې ورېجي د ورځنی غذا په دود ورکولې او بلې ډلې ته یې شډلې هغه، له څه وخت تېرېدلو څخه څرګندیدله هغوی چې پالش شوې ورېجې خوړلې د برې برې نښانې پکشې ډېرې څرګندېدلې نسبت وهغو بندیانو ته چې شډلې وریجې یې خوړلې... (۱)
د کوالالمپور د څېړنو پایلې او له هغه څخه په جلا ډول د هغو نارویژي ماڼوګانو چې په اوږدو بحري سفرونو به تلل او ورپسې په جلا ډول پر حیواناتو تجربو وښودله،  چې کوچنی مقدار خوراکي مواد کولی شي نه یواځي  د بري بري مخنیوی وکړي، بلکه ورسره د هډوکو د پستیدا، د ووریو وینې کېدلو او پلاګریا... مخه هم ونيسي. (۵)
لمړی خالص ويټامين په کال ۱۹۱۱ کشې د پولنډي بیوکېمسټ  «کاسیمیر فنک» استحصال کړل.
د فنک لاسته راوړنه د نیکوټینک اسد یو امین وه، چې د د بيرې بيرې مخنیوی پرې کیدای شوای ، دا چې لمړنی لاسته راغلې ماده امین وه نو ورسره یې د ویټال مختاړی وتاړه چې معنی د ژوند دپاره حیاتي امین وه.( ۲)
په ۱۹۱۳ کشې ويټامين ای د وسکونسین په پوهنتون کشې د «المر مکولوم» او ملګري ټیم له خوا کشف شول (۳)  او ورپسې د ويټاميننو کشف دوام وکړ، چې په مسلسل ډول یې ورته د حروفو بي، سي، ډي او نور نومونه ورکړل چې د هغوی له ډلې د ويټامين بي کورنۍ ۸ غړي لري. دغه د حروفو نظم هله له منځ لاړ چې په کال ‍۱۹۳۵ کشې د ډنمارکي بیوکېمسټ «هنريک ډېم» لخوا  ويټامن کې  k ni(۴) کشف شو چې دا ويټامين د وینې بهېدلو څخه مخنیوی کوي...
په ۱۹۲۰ کال کشې د ويټامين له لفظ څخه د اي توری لرې کړای شو، ځکه چې ټول ويټامينونه د امین ګروپ په ځان کشې نه لري.
نن ورځ د نړی وګړي په ډېره پیمانه ویڼامنونه مصرفوي ځېنې یې لا دا لټه هم کوي چې کوم ويټامينونه به یې د سرطان ، زړه ناروغی او زړښت څخه وساتي...عجیبه داده چې دا ټوله کيسه د اوښ له پچې پیل شوه... چې په راتلونکې کشې به یې ولولی..
1-    ( Proter, p. 554)
2-    {NH2 (Amine) , Vital ) = VITAMIN }
3-    Vitamin (A)
4-    Vitamin (K)
5-     ‌Rickets, Scurvy, Pellagra