غزل



جانانه څوک چي ري هم داسي ناروانه کوي

چي زړه کي ناست وي خو پروا د زړه وا لانه کوي



دومره ډي ر فرق دی ستا د سترګواو د خلکو ترمنځ

خبري ټول کوي خوهیڅ څوک یي ادا نه کوي



چي ته را ونه ګوري روح به مي ځان څه وویني

چي تصویر نه وی آیینه چا ته خندا نه کوي



اخر په زموږ زړونه د خدای (ج) حسن په خوب و ویني

دغه مین ماشومان هیڅکله ګناه نه کوي



وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کیږي مګر

ما دوطن بیلتون لیدلی هیڅ پروانه کوي