د خوړو د تحفظ (ساتنې) پنځه کیلي ګانې

 
هر څه پاک وساتئ
د خوړو تر تیارولو مخکې مو لاسونه پاک ومینڅئ تشناب ته تر مخکې او وروسته خپل لاسونه په صابون او پاکو اوبو ومینڅئ د خوړو لپاره استعمالیدونکي سامان او سطحه پاکه ومینځئ اشپزخانه او خواړه له حشراتو، پستس او نورو حیواناتو وساتئ
دا ځکه چې مضر میکروبونه په لاسونو او لوښو او د خوړو د میده کولو د سامان له لارې انتقالیږي.
پاخه او اومه خواړه یو له بله بېل کړئ
پخې شوې غوښې، چرګان او ماهیان یو له بله بیل کیږدئ د خامو خوړو لپاره بیل سامان لکه چاکو، کاشوغه او څمڅۍ استعمال کړئ خواړه په پاکټونو کې وساتئ چې اومه له پخو شوو بیل پاتې شي.
په خامو خوړو لکه غوښه، چرګانو او ماهیانو کې کیدای شي، ډیر خطرناک میکروبونه وي، چې نورو خوړو ته انتقالیدای شي.
خواړه ښه پوره پاخه کړئ
خواړه په ځانګړې ډول غوښه، چرګ، ماهي او هګۍ ښه پوره پاخه کړئ سوپ او دوی ته ورته خواړه تر اویا درجو وجوشوئ. که د غوښې سوپ وي، باید روښانه وي، نه ګلابی رنګه که پاخه شوي خواړه بیا خورئ، لومړۍ یې ښه تاوده کړئ
څیړنو ثبوت کړې ده چې په اویا درجو حرارت کې ټول هغه میکروبونه مري چې په خوړو کې وي. حیواني خوراکونو ته باید پوره توجه وشي.
خواړه په مطمئن حرارت کې وساتئ
پاخه شوي خواړه د کوټې په حرارت کې تر دوه ساعته ډیر مه پریږدئ ټول پاخه شوي خواړه په یخچال کې تر ۵ درجو لاندې حرارت کې وساتئ یخ کړل شوي خواړه بیرته تر خوړلو مخکې تر ۶۰ درجو حرارت وجوشوئ د ډيرې مودې لپاره خواړه حتی په یخچال کې هم مه ساتئ په یخچال کې یخ شوي خواړه د کوټې په حرارت کې مه نرموئ، تاوده یې کړئ
د کوټې په حرارت کې میکروبونه ژر وده کوي. تر ۵ درجو لاندې او ۶۰ درجو پورته حرارت کې زیاتره دغه  میکروبونه مري.
پاکې اوبه او پاک مواد استعمال کړئ  
پاکې اوبه استعمال کړئ او یا پاکې کړئ تازه او پوره غذایي مواد انتخاب کړئ ځینې پروسس شوي خواړه د مصئونیت په خاطر استعمال کړئ؛ لکه تصفیه شوې شیدې میوژ او سابه پوره ومینڅۍ، په ځانګړې ډول که خامې یې خورئ له وخته تېر خواړه مه استعمالوۍ
د اوبو په شمول خام مواد کیدای شي میکروبونه، ذهرجن او کیمیاوي مواد ولري، باید ځانونه مطمئن کړو چې پاک شیان استعمال کړو.
موږ باید خپله پوهه زیاته کړو ځکه چې پوهه د ناروغیو د مخنیوي سبب کیږي.