د خوشال بابا د فکري بهیر د اوونیزې غونډې ریپوټ:

 
 
 
C:UsersDotComDownloadsIMAG2163.jpg
 
د خوشال بابا فکري بهیر اوونيزه غونډه د پنج شنبې په ورځ  د لړم د میاشتې په اتمه نیټه په کتاب ښار کې جوړه شوه چې د دریځ چارې يې د لیمې نیازۍ لخوا پر مخ وړل کېدې.
د غونډې په پیل کېد سید حسیب په غږ د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو تلاوت وشو.
 
C:UsersDotComDownloadsIMAG2170.jpg
 
د غونډې په لومړۍ برخه کې د علومو اکاډمۍ د غړي ښاغلي اکبر جان فولاد له خوا د تیرې اونۍ د پېښو د لنډيز په لړ کې د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د سعودي عربستان او چین هیواد سفرونو او د هغه تر شا د پرتو موخو او مثبتو اغیزو په اړه د خبرو په لړ کې وویل شول: دا چې سعودي عربستان د هغه اغیز له مخې چې د یوه اسلامي هیواد په توګه یې د سیمې په هیوادونو په تیره بیا پاکستان لري د افغانستان د روانې شخړې د هوارۍلپاره ډيرګټور ثابتیدای شي او دا چې د چین له هیواد سره د افغانستان د سوداګرۍ اړیکې د ښاغلي ولسمشر د چین د سفر دپام وړ ټکی دی په دې خبره هم د غونډې ګډونوالو مثبت نظر وړاندې کړ.همداراز د ناتو هوایي حریم ته د روسي الوتکو د ننوتو خبر او پایلو ته یې هم لنډه اشاره وشوه.
 
C:UsersDotComDownloadsIMAG2165.jpg
 
له دې وروسته د ښاغلي  عبدالله الهام جلالزي له خوا د (مینیمالیزم او مینیمال او ادبیات) تر سر لیک لاندې په زړه پورې  پرزنټېشن وړاندې شو.
 
C:UsersDotComDownloadsIMAG2166.jpg
 
نوموړي په سر کې د مینیمال په اصطلاح او دا چې دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره کله رامینځته شوه او مینیمال په ادبیاتو کې چیرته شروع او تر کومه رارسیدلی دی رڼا واچوله. او په دې اړه یې د ګډوانوالو پوښتنونو ته ځوابونه وویل.
 
C:UsersDotComDownloadsIMAG2167.jpg
 
د غونډې دوهم پرزنټېشن د ښاغلي حسیب شینواري له خوا( په پرمختیایي پروژو کې د کړکیچ حساسیت) په اړه و. په دې پرزنټېشن کې د پرمخیایي پروژو د پلي کیدو په وخت کې د ممکنو راپيښیدونکو حساسیتونو د رامنځته کیدو د لاملونو په اړه په تفصیل سره خبرې وشوې او وروسته دا هم په ګوته شوه چې څنګه کیدای شي د شونتیا تر بریده د دې ډول حساسیتونو مخه ونیول شي.
 
C:UsersDotComDownloadsIMAG2168.jpg
 
همدارنګه ښاغلي اکبر جان فولاد د خوشال بابا فکري بهیر غړو ته د خبرو په لړ کې د ځوانانو او په تیره بیا د میرمنو او نجونو د ټولنیزې ودې په اړه ډير ټینګار وکړ او د غونډې له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دې کار لپاره ضروري ده چې میرمنې او نجونې په دې ډول ټولنیزو او روزنیزو غونډو او بهیرونو کې ګډون ته وهڅوي، تر څو له دې لارې خپلو استعدادونو او وړتیاو ته وده ورکړي، تر څو په راتلونکي کې د یو پوه او ویښ قشر په توګه په ټولنه کې خپل شتون ثابت کړي او له دې لارې د ځان او خپل هیواد د برخلیک په ټاکلو کې رغنده ونډه واخلي.
غوغونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.ن
د یادولو ده چې د خوشال بابا د فکري بهیر لړۍ د پامیر سینما په دویم پوړ/ کتاب ښارکې هره پنجشنبه په دوو بجو غونډه کوي.
نعیمه غني