زه نېكمرغه يم

زه نېكمرغه يم
زه دومره نېکمرغه یم، چې په شپو شپو د ستورو په للو للو ویدېږم.
که کومه شپه ستوري د ورېځو څادر واغوندي او ویدې شي، نو بیا هم ځان نېکمرغه احساسوم؛ آند که ستوري راته للو للو هم ونه وايي.
ته څه فکر کوې، چې ژمی څه شی دی؟ پسرلی څه شی دی؟ ژمي ومنله، چې پسرلی راغی، خو ته د ژمي تېرېدل او د پسرلي راتګ نه منې؟
تېر دې د یادونو په سیند لاهو کړه.
لاسونه پرانیزه او په ورغوو کې دې وګوره، چې د نېکمرغی څومره نښې په کې وینې.
له ژونده لاس مه اخله.
ته يي که غواړې او که يي نه غواړې د ژوند پېټي ته باید اوږه ورکړې.
خوښه دې ده، چې نن دې څنګه وي؟
سمه ده؛ هر رنګه يي چې غواړې همغسې يي پیل کړه، خو یوازې دومره، چې هره ګړۍ يي په مینه وپسوله.
کړکۍ پرانیزه او وګوره، چې بهر هوا څومره ښکلې ده.
هلته وګوره، هلته.... آسمان درته ښایم.
د بوډۍ ټال کې اته رنګه وينې؟
حیرانېږه مه، که ته وغواړې دا هم اته رنګه کېدای شي، خو په تا پورې اړه لري.
ته يي غوښتلی شې، بې زړه کېږه مه، له همدا اوسه يي پیل کړه، هېڅکله ناوخته نه دی.
د لمر وړانګې یوځل دروبوله، ډاډه اوسه که یوځل يي دروبولې، نو بل ځل به هغه تا وروبولي.
له بارانه مه تېښته، پرېږده، چې د باران اوبه دې ستوماني یوسي.
زه خو باران ته لمدېږم او لمر مې وچوي، ستا په اړه نه پوهېږم.
ته هم راشه، او لکه زما باران ته ودرېږه، هرڅه، چې په دې تنګ زړه کې لرې، په چیغو چیغو يي راوباسه، چې زړه دې تش شي.