
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د دحیات لوبډلې په بریا سره نن ( سې شنبه ) پای ته ورسیدې .
دغه سیالۍ چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وې،په ترڅ کې د اکا نیزت،دادل سهاک،ولسوالۍ منتخبې او دحیات لوبډلې نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړه،چې ولسوالۍ لوبډلې اکانیزت او دحیات لوبډلې دادل سهاک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د یادو سیالیو په پای لوبه کې،چې نن ( سې شنبه) د نرخ ولسوالۍ مقام ته څېرمه ترسره شوه،په ترڅ کې د دحیات لوبډلې وکولای شول،چې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته په دوه یو ماتې ورکړي او د دغه سیالیو پای لوبه وګټي .
د دغې پای لوبې وروسته د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي لخوا د نوموړی له لورې برابر شوي کپونه،مډالونه او نورې ډالۍ ورکړې .
نوموړی له ځوانانو وغوښتل،چې د دا ډول سیالیو په ترسره کولو سره په سیمه کې د هغه کسانو مخه ونیسي،چې ورانکارې فعالیت ترسره کوي او د ځوانانو د پوهنې،لوبو او نورو پرمختګونو د مخنیوي لامل ګرځي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند