
افغانستان-خوست
نېټه:٧-٨-١٣٩٣
نن ورځ د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو دسازمان د بشري مرستو د همغږۍ مسوول او د ځانګړي استازي مرستيال مارک بودن ، په افغانستان کې د کډوالو دنړيوال سازمان مشر بوشاک ، دسويډن هېواد سفير پټير خوست ولايت ته راغلل او له خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي سره يې د يوې ځانګړې ليدنې پرمهال دغه ولايت ته د شمالي وزيرستان څخه د راغليو کډوالو د ستونزو او غوښتنو په تړاو هراړخيزه خبرې وکړې.
د ليدنې په پيل کې د راغلي پلاوي مشر مارک بودن وويل چې خوست ولايت ته په دې خاطر راغلي ترڅو د کډوالو ټولې عاجلې غوښتنې او ستونزې معلومې او دکډوالو له حالت ځان خبر کړي او هم کډوالو ته دشويو مرستو بهير تر ارزونې لاندې ونيسي ، مارک بودن خوست سرپرست والي ته دا ډاډ ورکړ چې د ملګرو ملتونو ټولې ادارې به کډوالو سره د مرستو اوهمکاريو په برخه کې خپل فعاليتونه نور هم زيات کړي ،له خوست ولايتي ادارې يې مننه وکړه چې کډوالو ته دمرستو رسولو په موخه يې دنړيوالو مرسته کوونکو موسسو لپاره دفعاليت ښه زمينه مساعده کړې او په دې برخه کې بشپړه همکاري کوي.
په افغانستان کې دملګرو ملتونو د کډوالو دنړيوال سازمان مشر بوشاک وويل چې تر دې مهاله يې راغليو کډوالو ته يو شمير مرستې رسولې خو لاهم په دې باندې کار کوي چې ټولو راغليو کورنيو ته دخوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسيږي.
د سويډن هېواد سفير پټير خوست سرپرست والي سره په دغه ليدنه کې وويل چې د کډوالو له حالت به ځان خبر کړي او په هغه برخو کې به مرستې وکړې چې د کډوالو د پوهنې ،روغتيا او ژوندانه په نورو برخو کې ورته اړتيا لري.
وروسته خوست سرپرست والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د شمالي وزيرستان څخه د راغليو زرګونو کډوالو کورنيو د اساسي غوښتنو ،ستونزو او ژوندانه په تړاو معلومات وړاندې کړل ، نوموړي وويل دغه ولايت ته په زرګونو کورنۍ د شمالي وزيرستان څخه را کډه شوې چې تر دې مهاله ٢٥٨٨١په شميره يې ثبت او راجستر شوې دي او دغه بهير لا هم دوام لري.
سرپرست والي وويل راغلي کډوال چې دا مهال د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او ساحاتو کې ځاى پرځاى شوي چې د نړيوالې ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو هراړخيزه بشري مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه چې د ولايتي ادارې په هڅو او د يوشمير نړيوالو مرستندويه ټولنو په ملاتړ ګڼ شمير کډوالو کورنيو ته دخوراکي او غير خوراکي توکو مرستې رسول شوې خو شوې مرستې کمې او ټولو کډوالو ته نه دي رسيدلې ، له راغلي پلاوي يې غوښتنه وکړه چې د ژمي د موسم تر رارسيدو وړاندې راغليو کډوالو سره د بشري همدردۍ له مخې د خوراکي او خير خوراکي توکو عاجلې مرستې وکړي.
عبدالجبارنعيمي داهم وويل چې اوس هم خوست ولايت ته کډوال را روان دي نو ټولو نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو او موسساتو ته په کار ده چې د نړيوالو معيارونو مطابق راغليو کډوالو ته خدمات عرضه او مرستې ترسره کړي.
نوموړي د دې يادونه هم وکړه چې د کډوالو ټولې ستونزې او غوښتنې يې د هېواد تر ولسمشر جلالتماب ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي پورې هم رسولې دي ، تمه ده چې اړونده مرکزي ادارې به دمرسته کوونکو موسساتو سره په تفاهم او همغږۍ خوست ولايت ته د اړتيا وړ مرستې راجلب کړي.
د يادونې وړ ده چې دا د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو دسازمان د ځانګړي استازي د مرستيال دوهم سفر دى چې خوست ولايت ته يې ترسره کوي او دکډوالو له حالت او غوښتنو ځان خبروي.
واکمن