
د میدان وردګو ولایت د کار ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست اړوند د شاوخوا ۲۵ میلیونو افغانیو په مالي لګښت په دوه جریبه ځمکه کې د حرفوي او فني زدکړو یو مرکز تر جوړېدو وروسته نن ( دوشنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.
یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې د ۸ میاشتو په موده کې جوړه شوې او ۱۳ خونې،خوړنځای او نورو ضروري ملحقات لري،چې مالي لګښت یې د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو وزارت د پرمختیایي بودیجې څخه ورکول شوې ده.
د دغه ودانۍ دګټې اخیستنې په مراسمو کې د میدان وردګو والی ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د کار او ټولنیزو او شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت څخه یې مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د حرفوي او فني زدکړو مرکز لپاره بودیجه ورکړې وه .
نوموړی د کار او ټولنیزو او شهیدانو معلولینو ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د ودانۍ ساتنې ترڅنګ دې هغه کسانو ته،چې په دغه مرکز کې زدکړې کوي،بشپړ سهولت برابر کړي .
د دغه ولایت د کار او ټولنیزو،شهیدانو او معلولینو چارو رئیس اسلام حسیني وویل : یاد مرکز په دغه ولایت کې د حرفوي او فني زدکړو لومړنی مرکز دی،چې له دې وروسته به پر یو وخت کې ۲۰۰ تنه په کې په بېلابېلو برخو کې زدکړي وکړي .
ده زیاته کړه،په دغه مرکز کې به د نجارۍ،خیاطۍ،فلز کارۍ،مبایل جوړونې،ترکاڼۍ،موټر جوړونې،نلدوانۍ،کمپوټر زدکړې،قالین جوړونې،مالدارۍ،باغدارۍ،پردو جوړونې او ګڼ نورو برخو کې زدکړې ورکول شي .
دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې،امنیه قوماندانۍ،سر شمېرنې،کوچیانو،د بېړنیو پېښو روغتون،د روږدو کسانو روغتون،ټولټاکنو خپلواک کمیسون،اقتصاد او یو شمېر نورو ادارو ودانۍ هم جوړې او یو شمېر نورو د جوړنې چارې رواني دي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند