
ددې خبري ځواب په لنډودادی نه هيڅکله هم دطالبانوکاميابي اوحکومت نه غواړي.داځکه چې طالبان که واک ته ورسېږي نودپاکستاني طالبانوسره به مرسته کوياوله پاکستانه به غچ اخلي.
اوس چې پاکستان دطالبانوسره مرسته کوي ددې يوازي اويوازي مقصددادی چې
افغانستان بې ثباته شي بل څه يې مقصدنه دی.نوطالبان بايدسرخلاص کړياودپنجاپيانولپاره دي داسلام په نوم خپلمسلمانان افغانان نه وژني.
دادی په افغانستان کې نوی جمهوررئيس وټاکل شو،له طالبانوغوښتنه کووچېراشئ نورداخپل وطن مه ورانوئ!ستاسوددغوکاروگټه دښمنانوته رسېږي.
طالبان بايددپاکستان له عالمانوزده کړه وکړي چې دوی څنگه دخپل هيوادساتنهاودفاع کوي؟هغوی سره ددې چې دپاکستان حکومت اسلامي نه دی خوبياهم ورسره
ملگري دي.څوک وزېران اوڅوک نوري دولتي دندي لري.طالبان دي هم دغسي وکړي!په دې غمځپلي اولس اوهيوادباندي بايدرحم وکړي.لږدي خدای ته مخ کړي چې آيادغه اولس نورددې توان لري چې لاهم وربانديجگړه اوږده کړای شي؟
اوس به دطالبانوهم سرخلاص شوی وي چې دجگړې له لاري زمونږحکومت نه شي راتلای.نوبياولي هسي مړي کوي اوافغانان وژني؟
هغه بېچاره افغان چې داولاد دنفقې دگټلولپاره په پوليسو،اردويابل دولتيدنده کې مصروف دی اوله دې پرته بله دروزي پيداکولوذريعه نه لري،څنگه
موزړه ورباندي کېږي چې تاسويې په بې رحمۍ سره وژنۍ اوکورنۍ يې له دغه
مالي سرچينه نه محروموۍ؟
زماخودامعلومات دي چې ملامحمدعمراخوندلاڅوکاله وړاندي سترگي له دې فاني
نړۍ نه پټي کړې دي که نوموړی ژوندی وای نوښايي چې دافغانانوپه دغسي بې
رحمۍ وژنه به يې خوابده شوې وای.
پای