
د وروستي سپرلي نرګس
رحمت الله زيارمل ---ننګرهار
ډېر مېن په تازه مېنه سره تېرشي
په هجران يې خوږ ژوندون زهرو ګنډېر شي
لا يو غم مې تمام نه وي څه نصيب دى
چې ناڅاپه نور غمونه را برسېرشي
د هر سپرلي په راتلو سره تر ځمکې لاندې ګلان د ځمکې پر مخ سر راټوکوي چې ځينې يې لږه او ځينې يې دومره ډېره ښکلا لري چې هغه د چا خبره مړى يې په ليدو ژوندى کېږي،د سپرلي په موسم کې هر ګل يو ځل د سړي پام ځانته را اړولى شي خو د دوى په کتار کې داسې ګلان هم دې نړۍ ته سترګې پرانېزي چې په هر چم يې صفتونه کېږي او هر څوک يې پخپل در کې د کېنولو هيله لري له مبالغې پرته خوشال بابا هم پخپل سپرلي کې يو داسې ګل و چې ښکلا يې د هر چا تر سترګو رسېدلې وه او په هر در يې خوشبويۍ خورې وې لکه څنګه چې وايي:
د وروستي سپرلي نرګس دى
د خوشال قدر لرئ
لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه په پورته بيت کې خوشال بابا خپل ځان د اخرني سپرلي د نرګس سره تشبېه کړى او له خپلو خلکو يې غوښتنه کړې چې د دغه اخرني سپرلي د نرګس قدر وکړي بابا په دې مانا سپرلي ته وروستى سپرلى ويلى چې تر ما وروسته به پر تاسو ډېر سپرلي راشي خو زما په څېر ګل به رانه وړي ځکه بابا د خپل ژوند ډېره برخه د پښتنو راټولولو ته ځانګړې کړې وه او پښتانه يې د خپل حق د غوښتلو لپاره هڅول بابا د دې تر څنګ د خپلې ژبې د پياوړتيا لپاره قلم چلولو ځکه له همدغه پورته بيت څخه د بابا د قلم او هنر پياوړتيا له ورايه ښکاري کله چې خوشال بابا دمغولو له زندان څخه را خلاص شو نو وار له واره يې د مغولو پر وړاندې بغاوت شروع کړ او له خپل پښتون قوم څخه يې وغوښتل هغه څه وکړي چې دا يې غواړي خو د خوشال بابا دغه ارمان تر ډېره وخته نېمګړى پاتې و او خپل هدف ته د رسېدو په لار کې يې کړاوونه ګالل هغه کړاوونه چې بابا ورسره د ژوند په لار کې مخامخ کېدو د شعر په نازکو خيالونو يې خپل ولس ته پرېښوده چې د ده تر رخصتيدو وروسته ترې راتلونکى نسل عبرت واخلي او د خپل ژوند کږې لارې پرې سمې کړي بابا پخپله شاعرۍ کې ډېر شعرونه د پښتون قام نېمګړتياوو ته بېل کړي وو او له دې قوم څخه يې سر ټکولى دى لکه چې په دې بيتونو کې وايي:
پښتانه په پوهه هر څه کې ناکس دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
اوښ له باره پخپل کور کې دى ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
په پورته بيتونو کې بابا د پښتنو له ناپوهۍ څخه سرټکولى او هغوى ته يې ډېر بد خطاب کړى د بابا په وينا پښتانه سره بې اتفاقه دي ځکه خو د هر چاپر وړاندې پاتې راغلي او د هر سړي غلامي کوي خوشال بابا وايي دوى دومره بې ننګه شوي چې د قصابانو د سپو په څېر پاتې شوني خوري او د مغولو تر غلامۍ لاندې شپې تېروي په دويم بيت کې بابا وايي د پښتنو په کور بار اوښ ورغلى خو دوى نه د اوښ بار ته ارزښت ورکوي او نه خپله اوښ ته خو د اوښ په غاړه ګړينجي پسې منډې وهي بابا له خپل قام څخه غوښتنه کوي چې له پوهې څخه کار واخلي ،سره يو موټى شي او هغه مال پخپل واک کې راولي چې ددوى کور ته راغلى بابا پخپله شاعرۍ کې داسې ډېر الفاظ د پښتنو د غندلو لپاره کارولي خو ويل کېږي چې د ډېرې مايوسۍ له امله يې د دغسې الفاظو کارولو ته مخه کړې ګنې خوشال بابا خپله هم پښتون و او د پښتنو د ګټلو لپاره يې خپل ژوند قربان کړ لکه څنګه چې څرګنده ده خوشال بابا نه يوازې د زمانې يو ستر ننګيالى و بلکې يو ستر فرهنګپال هم و بابا دپوهې ،سياست،هنراو ادب يوه ستره خزانه وه ځکه خو د نړۍ ډېروليکوالو د دغه عظيم مفکر په اړه تر اوسه سلګونه کتابونه او مقالې ليکلي خو بيا يې هم د ژوند اوهنر ټول اړخونه نه دي را سپړلي زه هم د همدې څو ټکو په يادونه بسنه کوم او خپله ليکنه په دې ټکي پاى ته رسوم چې روح دې ښاد وي.
رحمت الله زيارمل--ننګرهار