
پوهان وايي بیوزلۍ هلته ورکیږي او پرمختګ راځي چې خلک وغواړي، مسؤلیت ومني او په ځان کې اړین شرایط پیداکړي. که په افغانستان کې د بېوزلۍ کمول او پرمختګ راوستل له یوې خوا د دولت مسؤلیت دی، نوخپله زموږ د خلکو او عوامو مسؤلیت هم دئ. په ټولنه او عوامو کې د ذهنیت برابرول د دیني عالمانو، مدنی ټولنو، قومي شوراګانو، نا دولتی موسسو او روڼ اندو کار دی. دوی کولای شي ولس په پرمختیایي پروسه کې رغنده ونډې اخیستو او مشارکت ته تیار کړي. له دولتي او پرمختیایي پروګرامونو څخه هغه څوک ډېره ګټه اخیستلای شي چې دهغوی په ټولنه کې ورته شرایط او بستر برابر وي، په جدیت او ریښتینولۍ سره یې غواړي، له پلي کوونکو سره همکاري کوي، په قدر یې پوهیږي او ساتنه یې کوي. داڅیزونه دخلکو په ویښتیا او پرمختګ کې خورا ټاکونکې ونډه لري.
يه ځینو ټولنو کې کدرونه او پانګوال یوازې انساني او مالي پانګه لري چې په خپل ځای کې خورا ډېر اهمیت لری. خو د لا ښې ودې لپاره په نن وخت کې یوه بله مهمه پانګه هم اړینه ده. دا مهمه پانګه ټولنیزه پانګه (Social Capital) ده او د پرمختګ لپاره ورته ډېره اړتیا ده. په نن زمانه کې د ټولنو او ملتونو رقابت ترډېره په دې پانګه پورې اړه لري.
ټولنیزه پانګه نهادونو، اړیکو، نورمونو او منل شوو تګلارو ته ویل کیږي، کوم چې د ټولنیزې راکړې ورکړې کیفیت او کچه ټاکي. زیاتیدونکي شواهد ښيي چې ټولنیز پیوستون د ټولنو د اقتصادي ښېرازۍ او تل پاتې پرمختګ لپاره خورا زیات اړین دی. ټولنیزه پانګه یوازې د هغو نهادونو مجموعه نه ده کوم چې په ټولنه کې شتون لري – بلکې هغه یو داسې سریښ او جاذبه قوه ده چې دټولنې خلک یو له بل سره یوځای ساتي.
د ټولنیزې پانګې په مرستهټولنې او سیمې توانیږي چې سترو ګډو ستونزو ته د حل لارې پیداکړي، سترې ګډې موخې او لرلیدونه وټاکي، تر لاسه یې کړي او لا نورې بریاوې یې په برخه شي او په ننیو شرایطو کې سالمه او اړینه مسابقه وکړي. که په یوه ټولنه کې خلک ډېره لوړه انساني پانګه یا تعلیم او ښه روغتیا ولري خو ټولنیزه پانګه یې کمزورې وي نو یوپه بل تن نه ږدي، یو د بل خبره نه مني او هر څوک بیل من وي، او هر کله بیل خیال هم دې ته وايي.
افقي ټولنې
د ټولنیزې پانګې یونری اړخ دادی چې یوازې په افقي توګه د خلکو په منځ کې په ټولنو کې شبکې او نټورکونه او د نورمونو او چال چلند کولو قبول شوې لارې ولري. دا نو د ټولنې له ښه والي او تولید سره مرسته کوي. ټولنیزې شبکې تولید زیاتولی شي او د کارو بار بیه راټیټولی شي. ټولنیزه پانګه همکاري او همغږي آسانوي.
ټولنیزه پانګه همدارنګه مهمې منفي خواوې هم لرلئ: ټولنې، ګروپونه یا دهغوی شبکې چې ګوښه، په نریو قومي او سیمه ایزو مسایلو اخته، او یا خو ځینې وختونه د ټولنې د جمعي ګټو په ضد کار کوي لکه د مثال په توګه د مخدره توکو کارټلونه او شبکې، د فساد لپاره ګروپونه او نور بیا په حقیقت کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له لویو خنډونو سرهمخ کولی شي. نو باید خلک دې ټکي ته هم پوره ځیر وي.
عمودي او افقي ټولنې
دټولنیزې پانګې بیا یو پراخه تصور دادی چه هغه د ټولنیزو اړیکو د دواړو مثبتو او منفي خواو ته نظر کوي او د سازمانونو او ټولنو په خپل منځ او یو له بل سرهچال چلند او خواصو ته پاملرنه کوي. دا نظر هغه اړتیا ته پام کوي چې هم ټولنو ته د هغوی د هویت او د دوی د ګډو موخو لرلو احساس ورکوي، مګر همدارنګه په دې زور اچوي چې د رنګارنګ اړیکو له پیوندولو پرته کوم چې ډول ډول ټولنیز بیلوالئ (مثلا مذهبي، قومي، ټولنیز او اقتصادي حالت)، په ګوته کوي، تولنې د وړو وړو خپلو بېلو بېلو ګټو د لټولو په لور بیایي او په ستونزمنه توګه مالوماتو ته دلاسرسي او مادي زېرمو ته چې د خلکو او ټولنو لپاره خورا زیاته مرسته کولای شي (لکه د مثال په توګه د نویو وظیفو په هکله مالومات، کرېدټ او قرضوته لاسرسئ او نورو) مخه نیسي. نو اړینه ده چې د ټولنیزه پانګه او شبکې سمې په کار واچول شي که نه نو زیانونه هم لرلئ شي. په بل عبارت که یوقوم په وړو پښو او شاخونو ځان وویشي نو د ګټې په ځای تاوان کوي.