د ولسمشر مرستيال دانش وايي خليلي پاکه فيروزه ده !

تو لعنت دي پر دغسي منصفي شه     
چي له حقو نه با طلو ته ګذر کړي      
د ولسمشر دوهم مرستيال ښاغلي سرور دانش دلوي جرګې په خيمه کي څرګندوي چي دده  پخواني ځايناستي کريم خليلي کارونه ټول رڼه  او په پوره پازوالي سرته رسيدلي دي!  دولسمشر دويم مرستيال دا څرګندوني د داسي پړوا په پيل کي کيږي چي هيوادوال دټولو ناخوالو په زغملو سره غاښ پر څيګړ ايښي او  خپلي ټولي هيلي يي  په دي خاوري کي  ديو روښانه او با وقار ژوند لپاره په نوي ټيم پوري تړلي دي .
ملت ته دا سوال پيداکيږي چي دا څرګندونه  يوازي ستا  حسن نيت او قومي ارادت  دي ؟  که دا  د دې هيواد د نوي ولسمشر د دويم مرستيال په توګه د اساسي قانون  په ادانه کي  ستا قانوني ، ظرفيتي ارزونه ده چي د څوکي د احراز نه وروسته دي تر سره کړى ده. تيررژيم ته په کتو ټولو ته جوته ده چي د بيساريو بهرنيو مرستو په شتون کي  که يوه باکفايته ټيم د حکومت واګي په لاس کي درلودلي نو ډيري لاسته راوړني به  مو نن درلودي . نه دا يوازي چي زموږ لاسته راوړني محسوسي نه دي او په بل لوري کي ګورو چي بي شميره فرصتونه له لاسه وتلي او تر څنګ يي پخواني حکومت يو داسي ککړ مافياي ، مفسده  اداره په ميرا ث پر ايښي چي د راتلونکي حکومت ډيري وخت به د تيري ککړتيا د پاکولو لپاره مصرفيږي .
 د ملت سوال دا دي چي د ولسمشر مرستياله که د کريم خليلي کړني ټولي پاکي او په اندول دي ، نو غواړي دا ووايي چي  دا ټولي ناخوالي د ولسمشر کرزي او لومړي مرستيال بي سنده مارشال او تر هغه وروسته د قانوني  دي چي  ددي خاوري مادي او معنوي شتمني لوټ او تالان دي ؟  ګواکي دولتي ځمکي نه دي لوټ او ويشلي شوي ؟  فساد تر هسکه فرياد نه کوي ، زور زياتي،  تيري د هيوادوالو تر هډوکو نه دي رسيدلي، قانون ماتونه معيار نه دي ګرڅيدلي، بي کفايته مفسده   قومي ټکيداران دهيواد شريفو قومونو په استازيتوب د ملت پر ګردو نه دي سپارشوي، د جنګ جګړو اور د هيواد په سينه کي بل نه دي ساتل شوي ، بانکي پانګي نه دي لوټ شوي ...  کومه کمي او تشه د وطن  در وشيمرو ؟
که ستا ځايناستي د دې ټولو پازونه  څخه سرلوړى وتلي نو ولي موږ په داسي ناخوالو او فساد ککړ يو ؟ که د ملي کچي ستونزو نه لږ را تر شو په فردي انډول ملت ته حساب ورکوي چي خليلي د يوه با مسووليت او پاکه نفسه انسان په توگه لکه رمضان بشردوست په خټين کورکي اوسيږي ، بانک بلانس نه لري ، ژوند يي د هر هغه افغان سره چي دده په کچه تعليمي او کاري ظرفيتونه لري په يوه انډول دي او په مليمتر توپير په کي نشته !  ا په خپله  کاري دوره  کي  يي ډوډي له ارګه نه د خپلې حق الزحمي نه خوړلي ، اصراف يي درولي ، کورني غړى يي د څمکو په غصب نه دي اخته ؟  بله دا چي دالله نه يي ويره دومره وه چي لکه بشردوست په کراتو يي فرياد کړي چي معاش يي د هيواد حالتو ته په کتو او د هيوادوالو د ژوند د لومړني توکيو د لاسرسي ته په غور کولو سره زيات ګنلي ؟  د ولس په منځ کي پلي ګرځيدلي او اردليان او سپاه يي په ځان پسي نه دي روان کړى ؟  د دولت له پانګي يي ميلمستونونه  او پلو خوري د زرها ډالرو په کچه نه دي کړى ؟  او داسي نوري چي زما قاصر د شمير نه به پاتي وي .
  نو د ولسمشر مرستيال ښاغليه دانشه ! الله د وکړي چي په دې څرګندونو ملت دا ونه وايي   چي ياره همدا خرک او همدا درک دي  زه د قومي ټيکداري په حساب د څوکي ته رسيدلي يم زما نه د قانون پوه ، باکفايته کدر پاز مه غواړي. زما کړني به په قومي اډانه کي ايساري وي او يوازي به خپل قومي ټکيداري ته ځواب ويوونکي وم !
د حيراني ځاي دي چي  ددي مظلوم خو سرلوړي هيواد هر وګړي د ځان تيردني دومره سرښندني کړي چي په نړي کي څوک سترګي نشي پري پټولي خو بيا ستاسو سياسيون په لاس کي ولي دومره بي وسه شي چي غواړى هر څه اوتي بوټى ور واوروي او په هر ذلت يي ذليل کړي. هغه هيوادوال چي ګڼ اکثريت يي د داسي پيشوا لارويان دي چي الله يي نوم له خپل نو سره  وچت کړي.  ددوي پيشوا راڅي په محضر عام کي ولس ته،  امت ته چي د جهالت له تيارو رايستي د دين او دنيا د فلاح زيري ورته په کمال د صداقت رسولي  او الله د احکامو بنسټ يي په ځمکه ورته  پريښي !   په داسي شيبو کي چي روح يي له  مبارک بدنه په رخصتي وه راځي او  وايي راشي له مانه خپل حساب واخلي ، راشي په رغزده هر تيري ، هره خطا او تيروتنه چي له مانه ستا سو په وړاندي شوي وي  را نه يي حساب واخلي.  خپله مبارکه شا ورته په کمال د اخلاص او ميړانه لوڅوي چي د چا حق پري پاتي نشي چي د ده او د الله تر منڅ حايل شي !  بلي دداسي پشوا لارويانو ته تاسو وايي چي ستا ځاي ناستي پازونه په روښانه او صداقت سرته رسولي ؟ ګڼي دا دې ملت ته د جهالت په سترګه کتل نه دي ؟  گڼي دې خاوره کي ټولو د بصيرت سترگي خوړلي او هر څه چي تاسي ټيکدارن ورته وايي هغه به د قانون توري کيږي !  نه خو د ملت کي چا د مړو رقص ليدلي ، نه سرونه د ميخونو سندان شوي نه د خويندو ميندو د زيږدني ننداري شوي او نه هره ورځ دا ملت د انتحار او جګړي اور خوړلي . مګر دا کسان چي د هيواد مشرتابه ته  ځانونه وړاندي کوي دا يوازي د څوکي احراز دي که ورسره څه پازونه او کارونه ، مکلفيتونه هم شته .  داسي ملت مه ذليلي وي که بد پر لاس ، په خوله نه شي درلولي نو په زړه کرکه خو د ايمان ټيټه کچه ده دا خو بايد ولري .
  ښاغليه دانشه ، که چيري ستاسي کارونه او راتلوونکي ژمني د خليلي د ستايني په  شاخصي کي  وارزو نو به وايو چي مشره  تر ملا دي ملت  ته نه د بدلون او نه  د سمبالتيا څه شته  تاسو چي يو قانون پوه ياست داسي به دا ټول فساد  سپين ګوري ؟  نو  په چا به  دا ملت رغونه ، سمباتيا او مثبت بدلون راولي !  که د عمل او څرګند دريڅ خاوند نه ياست د حق او باطل توپير نه شي کولاي بهتره به نه وي چي خپله قومي ټيکداري کي يو داسي کس ولټوي چي د حق او باطل تميز ولري اود الله رضا تر قوم ژبي او نورو اړيکو اوچت وبولي.  که بلکل ستا خليلي له فساده پاک دي دا کاري بي کفايتي يي کومه وړه ګناه ده .  دا دومره پيسي چي په د ۱۳ کالوکي په راووريدي مګر په همدومره پانګه ټوله اوروپا ورسته  د دوهمي نړيوالي جګړي ونه رغول شوه ؟  ستا پاک خليلي کومه کارنامه لري چي ملت او نړيواله ټولني  يي نه ويني.
  هيله ده دا ستايني ملت ته د راتلوونکي ټيم کم کاري ، ناکاري ، سهل انګاريو لپاره  د ايوبي صبر او زغم ورکولو درس نه وي .  چي ملته څي د ژمنو او عمل انډول شاته وغورڅوي.  تاسو خپلې ناخوالي او غميزي خپله سمبال کړي موږ ارګ ته د مزو او سفرو او شهرکو په ارمانو راغلي يو او که حساب  هم کوي نو سبا يي يو له ډاکتر غني څخه کوي او نن هم د ښه او بد توپير ، د فساد او کار تعريف او کړني يوازي له ده غواړي .ځکه موږ د مسووليت دا ادا لپاره نه د قومي ټيکداري د لړي يوه کړي يو ! 
ملت ته په کار ده په ژوندي بڼه د نوي حکومت له هر مقامه له هر موقفه څخه په ژبه، په کړنه په لاس ته راوړنه د زمان په اډانه کي پوښتنه و کړي او حکومت د څان د خدمتګاري لپاره په کلکه مسوول وګڼي.  د تيرو ۱۳ کلو په شان  واکمن کسان په فساد ، کمکاري ، بي کفايتي چور او لوټ کي په خلاص لاس   پرينږدي.  ځکه فاسد حکام د فاسد ملت غوراوي او پاک سپيڅلي باکفايت حکام د ويښ او پاک ملت حق او غواروي وي او اختيار ستاسي دي چي د حکامو نه څه غواړى. دومره ورڅخه  ټينګ حساب واخلي چي کله  فساد او بي کفايتي په خوب ونه ويني او نه  ستا په وړانډي د مفسدو او بي کفايته حکامو ستايني وکولاي شي.
 د غښتلي او وياړلي په پښو ولاړ هيواد په هيله چرته چي کفايت په هره کرښه کي روښانه  او پر هره کرښه کي وازمويلي شي.