
دویمه او وروستۍ برخه
د کینز په باور د اقتصادي ځوړتیا په حالاتو کې د خصوصي سکتور سپما په چټکۍ زیاتیږي چې په پایله کې یې د دغه سپماوو لویه برخه بېکار پاتې کیږي. په دغسې حالاتو کې یوازې دولتي لګښټونه کولای شي چې بې کاره پاتې شوې سرچینې استخدام کړي.
په امریکا او انګلستان کې هم لوی اقتصادي ناورین هغه وخت مخ پر ځوړ شو کله چې دولتونو په نظامي برخه کې پانګونه وکړه او له دې لارې په تقاضا کې یو څه زیاتوالی رامینځته شو. کینزیان وایي د دولتونو لویه ستونزه دا ده چې له جګړې پرته په نورو وختونو کې پانګونې ته ډېر کم زړه ښه کوي.
کینزیان وایي چې دولتونه باید د خپلو پولي او مالي سیاستونو د ترمیم او بدلون له لارې د قیمتونو د ثبات، بشپړ استخدام او اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي. مخکې مو هم وویل چې کینز د اقتصادي ځوړتیا د له منځه وړلو لپاره د دولت د لګښټونو زیاتوالی غوره ګڼي، د دې تر څنګ د تقاضا، پس انداز او پانګونې د زیاتوالي په موخه د مالیاتو د کمښت وړاندیز هم کوي.
کینزیان وایي چې د پیسو د سود د کچې د کموالي په موخه باید د پیسو عرضه زیاته شي. د انفلاسیون د کنټرول لپاره چې د اضافي تقاضا له امله رامنځته شوی وي د دریو لارو وړاندیز کوي: د لګښتونو کموالی، د مالیاتو زیاتوالی او د پیسو د عرضې کموالی.
د کینز د اقتصادي مکتب له اقتصاد پوهانو څخه یو هم سایمن کوزینټس دی. کوزینټس روسي اقتصاد پوه دی چې د اقتصادي څېړنو په برخه کې یې د ارقامو او اطلاعاتو په راټولولو تاکید وکړ او د همدغه ارقامو او ډېټا له لارې یې د کینز نظریات په عملي توګه تشریح کړل. میردال او کالسکي هم د کینزي مکتب د پیروانو څخه شمېرل کیږي.
کینز په خپلو نظریاتو کې تل کوچنی اقتصاد له پامه غورځولی او هیڅ اقتصادي ستونزه یې د افرادو او کاروبارونو له اړخه نده څېړلې. هغه کوښښ کړی چې اقتصادي متحولات په ټولیز ډول وڅیړي تر څو د ملي اقتصاد د روغتیا له لارې د ټول اقتصادي جریان ګټې خوندي کړي.
د کینز هغه نظر چې نن سبا ترې ډېره یادونه نه کیږي دا هم وو چې ناوړه اقتصادي حالاتو د سمون په موخه دولت باید په اقتصادي جریان کې لاسوهنه وکړي. کینز د دولت په نا انډوله لګښت ټینګار نه کوي بلکې وایي چې د ځوړتیا پر مهال د تقاضا د توازن په موخه باید د دولت لګښتونه د تقاضا په ترکیب کې ستره برخه ولري. د هغه په اند، په عادي حالاتو کې چې اقتصادي سیستم نارمل فعالیت کوي د دولت پورونه رښتیا هم د خصوصي سکتور د زیانمن کیدا لامل کیږي.
د کینز په ځینو نظریاتو د وروستنیو اقتصاد پوهانو له لورې ځینې نیوکې هم شوي چې دلته ترې په لنډ ډول یادونه کوو.
کینز وایي چې پولي پالیسي په تقاضا کومه ځانګړې او د پام وړ اغېزه نه لري. د کینز دغه خبره معاصر اقتصاد پوهان نه مني او وایي چې د پیسو پالیسي او ثبات تر ډیره بریده د اقتصادي حالت د سمون لامل کیږي. یادونه باید وکړو چې کینز په بشپړ ډول د پولي پالیسۍ اغېز نه ردوي.
د کینز پر نظریاتو بله لویه نیوکه دا ده چې د دولت له لوري د زیاتو لګښتونو په صورت کې د دولت د مصارفو پله درنیږي او له همدې امله د دولت په لګښتونو کې ستر فساد او اختلاس ته لار هواریږي. د دې تر څنګ لګښټونه په هغه برخو نه تر سره کیږي چې اړتیا یې وي او له دې لارې د سرچینو نا سمه کارونه رامینځته کیږي.
په پای کې باید ووایو چې په خپل وخت سره د کینز اقتصادي نظریاتو د اقتصادي ځوړتیا په له مینځه وړلو کې مهم رول لوبولی. د کینز هغه وخت په یو کتاب کې د پیسو، استخدام، او انفلاسیون په هکله خپل نظریات وړاندې کړل کوم وخت چې د کلاسیک اقتصاد پوهانو نظریاتو و نشو کولای چې ټولنې د اقتصادي ځوړتیا څخه وژغوري. بیا هم، د یوې ټولنې اقتصادي شرایطو ته په پام سره باید د کینز اقتصادي نظریات پلي شي. د بیلګې په توګه د بشپړ استخدام او هغه وخت چې اقتصادي جریان نارمل وي د دولت د لګښتونو زیاتول به د ګټې پر ځای تاوان رامینځته کړي.