
د ملي وحدت حکومت تشکیل، افغان سیاسي بهیر کې لمړی ستر ګام بلل کیږي. دوه اونۍ مخکې د ټاکنیز بهیر د دوه مخکښو ډلو له لورې د ملي وحدت حکومت جوړول یوه تاریخي پیښه او په سوله ییز ډول د واک د لیږد یوه تاریخي بیلګه ګڼل کیږي. د ناندریز انتخاباتي بهیر او په پراخه کچه د درغلیو راپورونو نه پس د ملي وحدت حکومت تشکیل ځینې کسانو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پيلامه بلله.
مګر د ګډ حکومت د پيل راهیسې درې اونۍ پوره شوې، نوي ولسمشر د پرانیستونکې وینا پر مهال د یو لړ مهمو موضوعاتو لکه (د فساد په ضد جګړه، د اقتصادي پراختیا او اصلاحاتو) په اړه ژمنه کړې وه چې کار به پرې کوي. ددې تر څنګ یې متحده ایالاتو سره د کرزي د دورې د سړو اړیکو د پیاوړي کولو په پلمه امنیتي تړون لاسلیک کړ. ولسمشر غني په ځانګړي ډول د فساد په ضد د شویو ژمنو د پلي کولو په برخه کې خورا جدي ښکاري ـــ د کابل بانک د قضیې راسپړل یې خورا ستره بیلګه ده. ددې تر څنګ په دې وروستیو کې د ولسمشر غني له لورې په یو شمېر حکومتي ادارو کې د کاري وضعیت ارزونې په موخه نا اعلان شوې لیدنې هغه څه دي چې ډیره موده پس افغان ولس مثبتې راتلونکې ته هلیه من کوي.
مګر د تحول او اصلاحاتو د ګډولې نوی ګډ حکومت لا تر اوسه د خپل ژوند په لمړیو کې دی، هغه سترې ننګونې چې د اوسني نظام د بقا او برخلیک لپاره خورا مهمې دي په لاندې ډول دي:
لمړی: د سیاسي یووالي ساتنه ـــ له بده مرغه، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومتونو ښي تجربې شاته نه دې پریښې، د کورني اړودوړ پر مهال، د ملي وحدت حکومت لمړی د کمونست پلوه ډلو له لورې جوړ شو، وروسته د واک ګدۍ امریکایي مجاهدین هم د ګډ حکومت جوړولو ته اړ کړل، مګر ټول په یو مخ راوپرځېدل.
د ملي وحدت اوسنی حکومت د تېرو هغو په پرتله د بریا او بقا یو څه چانس لري. د اوسني نظام لپاره تر ټولو مهمه داده چې د دواړو ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله مخې ته د تیرو درې لسیزو تجربې او د پخوانیو ملي حکومتونو د غورځیدو او پرځيدو اناتومي پرته ده. د لیکوال په اند د تیرو ملي حکومتونو په پرتله د دواړه داکترانو تر منځ هماهنګي ډیره ده، دواړه د ملي وحدت حکومت د پیاوړتیا لپاره ژمن دي او په مهمو مسلو د خبرو او د باور د فضا رامنځته کولو لپاره په اونۍ کې درې ځلې ګوري. افغان اساسي قانون د ولسمشر او اجرایوي رییس د صلاحیتونو تر منځ ستره کرښه وباسي او له مخې یې د واک ستره برخه د ولسمشر سره وي. تر ټولو ستره اندیښنه د دواړه لورو تر منځ د حکومتي تشکیل په برخه کې د یو شمېر مهمو تګلارو په سر د اختلافاتو له منځه وړل او په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستلو مسله ده. بله ستره اندیښنه داده چې په تخنیکي لحاظ په یو وخت کې د ملي حکومت ساتل او اغیزمنه حکومتداري کول ناشوني بریښي. په راتلونکې څو ورځو کې ګډ حکومت ستره ازموینه د وړتیا په اساس د کابینې جوړول دي. د اوسني حکومت په تړاو د طالبانو انګیرنه داده چې د غني او عبدالله د ټیمونو یو شمیر نفوذ لرونکې کړۍ د ملې حکومت په تدوام او کامیابۍ کې کومه ګټه نه ګوري له دې امله به هڅه وکړي چې د دواړه لوریو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو څخه ګټه پورته کړي.
دویم: د اصلاحاتو په برخه کې د سترو لمړیتوبونو لاسته راوړل ـــ دواړه لوري د سترو اصلاحاتو په پروګرام سره هوکړې ته رسیدلي دي، مګر د اصلاحاتو په برخه کې د لمړیتوبونو ټاکل هم یوه اندیښنه ده ځکه چې په اوسنیو سیاسي شرایطو کې د اصلاحاتو راوستلو او د لمړیتوبونو لاسته راوړلو ځواک د ډاډ وړ نه دی.
د ټاکنیز بهیر سپیناوی او د اصلاحاتو لړۍ باید د دوی ستر لمړیتوبونه وي. د تیرو ټولټاکنو نه راوتلی ګډ حکومت هغه وخت د خلکو په ذهنونو کې هغه وخت مشروع ګرځي چې د ټاکنیز بهیر د درغلیو په اړه دواړده لورې خپلې سیاسي ارادې څرګندې کړي. د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو لپاره باید اوسنی حکومت د مدني ټولنو سره له نږدې کار وکړي او همداراز د بریښنایي تذکرو د پروژې د تطبیق لپاره باید یو پلان جوړ شي. تر ټولو مهم، د اصلاح ــ پلوه سیاسي ګوندونو د پرمختګ او ودې لپاره د چاپيریال رامنځته کول هم باید د لمړیتوبونو په لړ کې وي. د زیربنایي پروژو په برخه کې پانګونه بله هغه برخه ده چې اوسنی حکومت یې باید په اړه کار وکړي، په دې برخه کې ولسمشر غني هڅه کوي چې افغاني کانونو ته چینایۍ پانګه راجذب کړي. په منځنۍ اسیا، ختیځ او د پاکستان په ګوادر بندر کې زیاتیدونکې لېوالتیا به چین په افغاني سرکونو، پایپلاینونو او ریل پټلیو کې پانګونې ته اړ کړي. دا هر څه به افغانستان ته په سیمه کې د سوداګرۍ لپاره د ځمکني پول رول ورکړي. ددې پرمختګونو په موخه به ولسمشر غني په راتلونکو څو ورځو کې چین ته سفر وکړي.
لطف الله لطف
نړیوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد