
مرغۍ پاسه نه تېريږي باد لګيږي
يو څوګ ماته را ياديږي باد لګيږي
دا جلۍ د کمالاتو نه ده ډګه ؟
ډېوه لاس کې يې بليږي باد لګيږي
بيا به يې له سره سبا هېر کړمه
خو نن نه رانه هېريږي باد لګيږي
زمزمې ته مې غزلې دي راوړي
هله زر شه ماښاميږي باد لګيږي
ساقي ډک کړه ټول خومونه ميخانه کې
يو سړی په کې ډوبيږي باد لګيږي
سرېندو ته دبلبلو ونې ژاړي
د نقيب زړګی خوګيږي باد لګيږي