
په روانوحالاتوکې ډېري زياتي بې انصافۍ ليدل کېږي اوگڼي بې انصافه پرېکړي
اورېدل کېږي.
دهغوټولوليکل ناشونی دی خوزه غواړم ديوې بې انصافۍ په اړه خبري وکړم چې
زمونږدهيوادپه اړه ده.
بې انصافه پرېکړه داده چې دپاکستان اودافغانستان دحکومتوترمنځ فرق کېږي.
داپه داسي حال کې چې که دافغانستان حکومت امريکاجوړکړی نودپاکستان حکومت
خوهم سعودي عربستان نه دی جوړکړی اونه ديني عالمانوجوړکړی دی بلکې
انگرېزانوجوړکړی دی.
انگرېزانوخپل لاسپوڅی جناح ولسمشروټاکه اويوانگرېزيې جج بل يې:لوی
درستيزاوبل يې دآی اس آی مشروټاکه.
همدارازدپاکستان لپاره لارډمېکالي اساسي قانون جوړکړاودخپل لاسپوڅي جناج
په حکومت يې پلی کړ.
داداسي خبري نه دي چې زه يې په پاکستان پسې له ځانه کوم،تاسوپه دې اړه
پلټنه که وکړئ نودرته څرگنده به شي چې زماداټولي خبري حقيقت دی.
همدارازدپاکستان لکه څرنگه چې يې قانون ورته انگرېزليکلی اودوی پلی کړی
همدارازيې پاليسي هم انگرېزورته جوړه کړې اودوی يې تراوسه پوري پرمخ وړي.
همدارازکه افغانستان په افغانستان کې دامريکې اډې شته نوپه پاکستان کې يې
اصلي اډې دي چې له هغه ځايه اکمالات امريکااوناټوکوي.
ددې برسېره يې چين ته هم په گوادرکې اډه ورکړې چې دکُفرپه
اعتبارتريهودواونصاراووسخت کافران دي.
نواوس تاسوفکروکړئ چې په کوم اعتباردپاکستان دولت دافغانستان تردولت فضيلت لري؟
کوم لامل داسي شته چې دهغه له امله دي افغان عسکرواجب القتل وي
اودپاکستاني عسکردي وژل حرام وي؟
کوم لامل داسي شته چې له امله دي يې دافغانستان ددولت سره اړيکه لرونکې
علماء واجب القتل وي خودپاکستان دولتي ملايان لکه مولانافضل الرحمان
اونورو وژل دي حرام وي؟ بلکې اولياءالله دي وي څرنگه يې چې پاکستاني
ملايان کرامتونه بيانوي؟
دابه څرنگه بې انصافي نه وي چې داستاذسياف،مولوي قيام الدين کشاف،مولوي
شهزاده اونوردي مرتدوشمېرل شي اومولانافضل الرحمان اوملگري ملايان دي
يې سره ددې چې په غيرشرعي دولت کې دندي ترسره کوي وليان وي؟
ماله افغاني ملايانواورېدلي چې دمولانافضل الرحمان اودهغه
دگونددعلماووخورازياتي کارنامې بيانوي چې په فلاني وخت کې يې داسي
وويل:په فلاني ځای کې يې داسي وويل!
خوددې برعکس دافغان دولت سره اړه لرونکې ملايان بديادوي.
نوياخوبه دواړه بدوي اويابه دواړه ښه وي ترمنځ يې توپيرکول څرگنده بې
انصافي ده چې لامل به يې ښايي ناخبرتياوي چې بدبختانه دغه مرض په افغاني
ټولنه کې ډېرزيات دی.
ملت بايدپام ولري چې لکه څرنگه چې زمونږاکثرډاکټران تش په نوم ډاکټران
دي،داډول زمونږاکثرملايان هم تش په نوم ملايان دی.
زمونږملايانوپه غيرمنظم ډول زده کړي ترسره کړې اوزیات وخت اوپاملرنه يې
له موډه لوېدلې ديونان فلسفې ته ده چي پرته له دې چي په ويلويې څوک وخت
ضایع کړي نورپه هيڅ هم چاته نه ورځي.
پای
عبدالغفارپکتياوال.