ډاکټر صیب اشرف غني خوستوال به نازوې!

 
خوست ولايت، چې د افغانستان د زړه مرکز کابل نه شاوخوا 250km ليرې په يوه کونجې کې د شمالي وزيرستان سره نږدې د ډيورنډ کرښې سره متصل پر پوله پروت او د همدې سيمې سره تقريباً 185km ګډه پوله لري،نو له امله يې ډېری وخت له پولې ها خوا د بېلا، بېلو سياسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو ستونزو ښکار او د پرديو له خوا د تنظيم شوې او تپل شوې جګړې  او ناخوالو سره لاس او ګريوان وي.
لکه څرنګه، چې يادونه وشوه، چې نوموړی ولايت له پلازمينې څخه ليرې پروت دی، همدارنګه د مرکزي دولت د مرستې او لاس نيوي څخه هم په ليرې واټن کې پاتې او د تاريخ په اوږدو کې په يو او بل نوم ددې سيمې له خلکو سره د مور او مېرې چلند شوی او لا تر اوسه هم دوام لري.
 که څه هم خوستوال د مرکزي دولت څخه د هرې غوښتنې په وړاندې ناهيلې او خپه راغلي، مګر د خپل پښتنې غرور له مخې يې، چې هر چا سره ننګه کړې ده، تر بريا پورې يې رسولي او بيا د هېڅ نوعه امتياز د نه غوښتلو په صورت کې بيرته تش لاس راغلي دي.
له ډېرو مقدماتي او پيليزو خبرو تېريږم  او اصلي موضوع ته داخليږم، ټولټاکنی دولسونو،د ارادې څرګندول او د هغوی د هيلو او ارمانونو د پوره کيدو د طرحی او پلی کولو لپاره مناسبه زمينه برابره وي، نو په همدې بنسټ ټول وګړي د رامخکې شويو کانديدانو تګلارو، پاليسيو، برنامو او پروګرامونو  ته په کتو سره پرېکړه او بيا د خپلې خوښې نوماند پکې ټاکي. نو له همدی امله، چې کوم دولت منځته راځي هغه د خلکو په خوښه ولسواک نظام بلل کيږي. له دې دا جوتيږي، چې کانديدانو د کاميابۍ چانس تر ډېره د هغوی د برنامو او پروګرامونو له رويه معلوميږي.
هر کله، چې د لومړي پړاو ټاکنو نتايج د اپريل په پنځمه  اعلان شول او د اتو کانديدانو له منځ څخه ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله دوهم پړاو ته په ډېر ستر تفاوت، چې ډاکټر عبدالله شاوخوا پنځه څلوېښت او ډاکټر اشرف غني يو دېرشنيم سلنه رايې خپلې کړې وې، دې ناڅاپه او زړه بوګنوونکي موضوع ولس ورخطاء او ډاکټر عبدالله ته له حده زيات مغروريت ور وباښه.
د دوهم دور ټاکنو له پاره دواړو کانديدانو خپلې ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې، چې په ترڅ کې يې ډاکټر عبدالله د خپلو پخوانيو رايو پر سر د حساب کولو له وجهې خپلو ټاکنيزو منډو، ترړو ته د اول ځل په شان ډېر ارزښت ور نه کړ، مګر ډاکټر اشرف غني په دوهم پړاو ټاکنو کې يو زيات شمېر سياسي، علمي، مذهبي او قومي محورې څېرې خپلې، بيا ولايت په ولايت، قوم په قوم، کلي په کلي ان تر دې، چې کور په کور يې ټاکنيز ټيمونه وګرځول او د افغانستان زيات شمېر ولس يې خپل کړ، چې لويې پکتيا يو ځل بيا نه تنها ټول هېواد بلکې ټولې نړی ته خپل تاريخ وښودو او هغه يو مليون رايې، چې د ډاکټر صيب اشرف غني د برياليتوب او ارګ ته د رسيدو حساب پرې کيږي لويې پکتيا ورته وغورځولې، لويې پکتيا د تاريخ په اوږدو کې هر پاچا تر مټو نيولی او تر ارګه پورې يې رسولی مګر د کوم امتياز او موقف غوښتنه يې نه دهترې کړي.
دا ځل، چې يو وار بيا د افغانستان د سرنوشت ټاکلو، ملي مسئلې، سياسي قدرت او اقتدار خبره راغله، نو ډېری کانديدانو بيا لويې پکتيا ته سترګې وې او هر کانديد کوشش کولو، چې دا ولايتونه خپل کړي، ددې له جملې څخه هغو کانديدانو، چې هېځ تواقع نه کيدله خوست ولايت ته راغلل او له خوستوالو يې ملاتړ وغوښت.
خوستوال په ډېره مينه د خپل هغې پلارني او پښتني ميلمه پالونکي دود، دستور او رواج  له مخې ټولو کانديدانو ته په ډېر ورين تندي ښه راغلاست ووايو او د دوی برنامو او کړنو ته يې غوږ کېښود، مګر وروستی تصميم او پرېکړه يې  د ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي پر برنامو او کړنلارو وکړه، چې په غوڅ اکثريت سره د خوست هر نارينه او ښځينه وګړي دده ملاتړ وکړ او خپله ارزښتناکه رايه يې د ده له پاره وکاروله.
ډاکټر صيب اشرف غني!
دوهم دور ټاکنې، چې د جولای په څوارلسمه تر سره شوې زه د خپل وظيفوي مسؤليت له مخې د ټاکنو له ځينو مراکزو او حوزو څخه د مشاهد په توګه سهار شاوخوا شپږنيمې بجې د خوست ولايت د يعقوبيو اډې لوی جامع جومات ته لاړم او هلته د ټاکنيز بهير د څار په موخه په يو ځای کې غلی کښېناستم، لا  وخت ډېر وو، د رايې اچونې مرکز په اوو بجو پرانيستل کيدو، چې ګورم ډلې، ډلې خلک راروان دي او په قطارونو کې دريږي تر څو خپله رايه وکاروي، له لږ ځنډ  وروسته خلکو شور او غوريږ پيل کړ او د ټاکنيزې حوزې له مامورينو يې د رايې اچونې محل د زر خلاصولو غوښتنه کوله، تر څو خلک پر وخت خپله رايه وکاروي.
زه هم ددې جريان مشاهده کوم، چې اووه بجې شوې حوزه خلاصه شوه او خلکو رايه اچونه پيل کړه، په دې وخت کې د دواړو نوماندانو استازي، امنيتي چارواکي، کورني او نړيوالو ناظرينو هم د خپلو مربوطه ورکړل شويو دندو سره سم څارنه کوله.
ګورم، چې يوه ډېره زړه ښځه، چې په ملا کې ټيټه، ټيټه راروانه ده، د جومات پر دوازه ننوته او خپله رايه يې په ښځينه محل کې وکاروله، د بېرته وتلو په صورت کې يې د جومات پر پتکه د پورته کولو توان نه درلود مګر د يوه امنيتي کارمند له لورې په ډېر احترام مرسته ورسره وشوه، لاس يې ورکړ او دا بوډۍ يې پورته کړه، له دې وروسته په دې سلګونو او زرګونو کسانو کې يو بل سپينږيری راغلو او هېڅ مخه يې نه ليده، چې رايه وکاروي مګر د خپل نوي نسل د پرمختګ له پاره يې دا ملي مسؤليت اداء کړ.
بس دا پروسه همداسې په جوش او خروش کې روانه وه، ما هم خپل مرکزې دفتر ته هر دوه ساعته وروسته د رايې اچونې له جريان څخه خبر ورکولو، له دې وروسته شاوخوا اتنيمې بجې لاړم د شهيد محمد داو‎ود ليسې ته، هر کله،چې ګورم دومره خلک او  ګڼه، ګوڼه ده، چې هېڅ فکر نه پرې کيږي، دلته هم د پورته په څېر د هرې ادارې کسان موجود وو او رايه اچونه  ښه په درز کې روانه وه، د خلکو د خبرو او ګنګوسو نه داسې معلوميده، چې ټولو خلکو يوازې او يوازې ډاکټر صيب اشرف غني ته رايه اچوله، هغه رايې پاڼې، چې دې محل ته راوړل شوې وې د سهار په نهو بجو ختمې او رايه اچوونکو د نورو رايو پاڼو د غوښتنو نارې، سورې پيل کړې.
د همدې پروسې د تعقيب په موخه روان شوم د ښار په لور، چې ګورم د غازي ببرک خان د پارک مخې ته يوه لويه مظاهره غوندې خلک راټول دي او په لوړ اواز د شعارونو په ورکولو سره د ټاکنو له کميسيون څخه د رايو پاڼو د زر راوړنې غوښتنې کوي، همداسې ورو،ورو ځينو نورو ټاکنيزو حوزو ته راوان وم، چې په هر محل کې په سلګونو او زرګونو کسان د هر محل مخته په ګڼو قطارونو کې رايه اچونې ته انتظار ولاړ وو، د همدې پروسې په تعقيب د ماسپېښين پر وخت د خوست ولايت له بېلا، بېلو ولسواليو لکه نادرشاه کوټ، دوه منده، عليشېر، منګل او نورو څخه د رايو د کمښت خبرونه راغلل،بر سېره پر دې، چې نر، ښځه، ځوان او زوړ خوستوال ډاکټر صيب اشرف غني ستا د ارګ ته رسيدو په موخه د سر په بيعه قربانۍ ته حاضر شول، مګر د تڼيو ولسوالی با شهامته او پر وطن مين ځوان جواس خان، چې د ټاکنو پر شپه يې خوږه او د زړه سر لور وفات شوې وه او ددې له پاره تر، څو خلک تاته د رايه اچونې څخه محروم نه شي د ټاکنو د ورځې تر ماسپښين پورې دا لوی غم په زړونو او کورونو کې پټ او وروسته يې حال وويلو، چې کليوال راغلل او دا لوی غم يې له کوره تر ګوره ورسوو.
له دې ور هاخوا د مازديګر پر مهال داسې موټرونه وليدل شول، چې سختې درنې، عزتمندې او د پښتنې غرور  پر ګاڼه سمبال مېرمې پکې وې، چې تر ډېره په سخته ناروغۍ کې ډاکټر ته هم نه تلې، مګر ستا له پاره په داسې مراکزو پسې لالهانده ګرځيدې، څو د ريو پاڼې پيدا او رايه وکاروي.
دا، چې خوستوالو په دومره لويه قربانۍ ستاسو له پاره کار وکړ، نو ډاکټر صېب تاسو ته لازمه ده، چې د دې ولايت خلکو سره په هره مسله کې پوره لاس نيوی، همکاري او توجه  وکړی او خوستوال به نازوې...
څرنګه، چې تاسو ته بهتره معلومه ده، چې هېڅ خوستوال د خپل ځان په ګټه نه غوښتنه کړې او نه د ځان په فکر کې دی، مګر دا، چې يوه ملي پروسه وه، نو د دوی له دې قربانيو څخه پوره څرنګه شوه، خوستوال ملي مسايلو ته ژمن دي او ستا نه د ملي او عام المنفعه ضرورتونو د پوره کولو غوښتنه کوي، نو اوس ډاکټر صيب تاسو ته پکار ده، چې ټولې هغه ژمنې، چې د کمپاين پر وخت مو له خوستوالو سره کړې لکه ( د خوست – ګردېز سرک په اساسي ډول جوړول، د غلام خان بند ترانزيټ کول، خوست ته د برېښنا ليږدول،  پاسپورټونه لس کلن کول، د شيخ زايد پوهنتون په نړيوال معيار برابرول، خوستوالو ته په مرکزي دولت او تصميم نيونه کې پوره ونډه ورکول، همدارنګه د تېرې ورځې ويډيويي کنفرانس پر بنياد د سولې او منيت د ټينګښت له پاره اساسي ميکانيزم جوړول، امنيتي ارګانونو تجهيز او سمبالښت، د نوي هوايي ډګر د پروژې د کار چټک کول، ځينې ولسواليو ته د سرکونو پخول، د لويو پلونو جوړول او داسې نور...)  پوره او ژر تر ژره عملي جامه ور واغوندې او د نورو له پاره تيارۍ ونيسې،دا، چې مخکې مې وويلو د پخوانۍ دولت ډېری وزيرانو د خوست سره د مور او مېرې چلند کړی او هر وخت يې د امنيت، بوديجې کمښت، مسلکي کادرونو نشتوالي او نورو بهانو به وجهه خوست له سترګو غورځولی، نو اوس يوازې خوستوال تاته او ستا ټيم ته هيله لري، تر څو د دوی دا حياتي او د ژوند اړين ضرورتونه او لومړيتوبونه ورپوره کړې، بايد ووايم، چې خوستوال له تاسو سره وو، دي او وي به، ستاسو د برياليتوب او کاميابۍ په هيله.