هيڅ بدل شوى نه يم

هيڅ بدل شوى نه يم
زما د زړه د ارمانونو
شهزادګۍ ليونۍ
ستا په ادا كې د قسم په تورو
ماهم قسم كړى دى
خو ليونۍ څه وكړمه
په كومه ژبه او په كومو تورو
زما په زړه كې وفا
ستا تر احساس پورې در ورسوم
څنګه دې وپوهم
چې زه همغه يمه
هيڅ بدل شوى نه يم
هيڅ د بل چا د ښكلا ګانو شغلې
زما تر زړه رار سيدلى نه شي
زما خوږې ليونۍ
زه بله لار نه لرم
دا د كاغذ پراخه سپينه سينه
ستا د ورستي سوال په نيت توروم
تا ته ځواب دركوم
څنګه دې و پوهوم
زما د ځان پر كايناتو راخورې ليونۍ
په كومو تورو درته وليكمه
چې بدل شوى نه يم
دغه وګړي او دنيا چې ګورې
ټول په دروغ سر دي
بل كاروبار نه لري
زما خوږې ليونۍ
هيله ده كله هم ښكاره نه كړې
دا خپل ليونتوب
زه درته ډاډ دركوم
هيڅ بدل شوى نه يم
هيڅ د بل چا د ښك
زما تر زړه رارسيدلى نه شي
زه همغه زړه لرم
زه همغه قادر يم
هيڅ بدل شوى نه يم