غـــــــــــــــــزل

څيرى ګريوان ديار كوڅه كې چې قدم پورته كړم
زړه به دې پرې شي كه زګيروى ورسره سم پورته كړم
څوك به يې بيخ كې رانه غوڅ كړي په پڅه چاړه
كه چيرې ژبه باندې نوم د خپل صنم پورته كړم
څوك په غوسه شي څوك يې ونيسي له لاسه رانه
د زړګي زخم ته چې زه كله مرهم پورته كړم
بيا په غوسه شوه راته وايي مينه نه كومه
دا دومره درون پټى به زه پر اوږو هم پورته كړم
قادره ورك شمه له ځانه چې جانان ووينم
يو څو ټپې كه زه پر هره لاره ځم پورته كړم