
_ په1542 زکال کې مغول پاچا جلال الدين محمداکبرAkbar, Jellaladin Mahommed زېږيدلی.
_ په کال1814 زکې دروسيې نامتوشاعر(( ميخاييل لېرمنتوف )) Mikhail Lermontov زېږېدلی.
_ په کال 1880 زکې وروسته له 632 کلنودکولن ښارنامتوکليسا((دوم ))ودانۍ بشپړه شوه.
_ په1932 زکال کې دهنددالوتکو هوايي کمپنۍ (( اير انډيا)) Air India بنسټ کېښودل شو.
_ په کال1940 زکې دنامتوکميډين لوبغاړي (( چارلي چاپلېن )) Charlie Chaplin فلم (( لوی دېکتاتور)) The Great Dictatorدسيمناپه پرده باندې وښودل شو.
_ په1961زکال کې په لندن کې دبشردحقوقو مدافع موسسه (( امنيستي انټرنېشنل )) بنست کېښودل شو.
_ په کال1962 ز کې ((دکيوباتوغنديزبحران )) پيل شو . دامريکااوپخواني شوروي اتحادترمنځ ډغرې له دې امله پيل شوې، چې روسانوغوښتل په کيوباکې اټومي توغندي ځای پرځای کړې لېکن امريکايانوکيوباته دتلونکوروسي بېړيومخه ونيوه. نړۍ داټومي جګړې له ننګونوسره مخ وه . وروسته له 13 ورځوخبرواترو بحران ته دپای ټکی کېښودل شو اودواړو غاړو دبرياليتوب دعوا کوله.
_ په1990 زکال کې دپخواني شوروي وروستي جمهوررئيس ((ميخايل ګرباچوف )) Mikhail Gorbachev ته له دې امله دنوبل جايزه ورکړل شوه، چې دنړيوال تاوتريخوالي په کمولو او ((ګلاسنوست )) دسياست په پلي کولو سره يې دسولې په راوستو کې خدمتونه ترسره کړي .