
ښه شوله رقیبه ، چی په تنګ دی کړم
خوښ نه شی بیځایه ، چی په څنګ دی کړم تا خو ورکولم , خو زرغون دی کړم
غټ دی کړمه ، ھسک دی کړمه، دنګ دی کړم زه دی لا پخپل ایمان ډاډمن کړمه
زور دی کړم ، غیرت دی کړمه ، ننګ دی کړم تا می د احسا س جذبی ته شور ورکړو
ویښ دی کړم ، ھوښیاردی کړم ، زرنګ دی کړم اوس راته رقیبه ټینګیدای نه شي
شور دی کړم ، قیام دی کړم ، غورځنګ دی کړم الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۳/۰۶/۲۰۱۴