
جلال په زمزمه د ځان مينځلو له تشناب نه راووت. کوټې ته راغی سمدلاسه يې راډيو چالان کړه.
په راډيو کې ګلزار عالم دا سندره ويله:
له پاسه واورې وريدې غرونو لمبې کولې
ما او جانان چې له يو بل سره وعدې کولې
راډيو يې نوره هم په زوره کړه، په داسی حال کې چې د خپل سر ويښتان يې په دسمال وچول، د راډيو د سندری د موزيک سره سم يې د نڅا حرکات هم پيل کړل.
ناڅاپه يې کوټې ته مور راننوتله، لومړيی راډيو مړه کړه او بيا يې په قهر جلال ته وويل:
- دا څه ډمتوب دې شروع کړی دی، ټوله ورځ ته يې او سندرې دی، تاسو ته داميراث له پلار نه پاتې دی. هغه به هم په ځوانی کې همدا نخرې کولې .
جلال له ډير خجالت نه سر ټيټ ونيوه . هيڅ غږ غوږ يې ونه کړاو په بيړه له کوره ووت.
مور يې په کوټه کې خواره واره شيان، ټول ځای په ځای کړل ، په تلويزون يې دسمال وغوړاوه، راډيو يې په خپل ځای کيښوده. هری خوا پرتې د اډيو او ويډيو CD ګانی يې په يوی پلاستيکی کڅوره کې واچولې او هغه يې هم د تلويزون په خوا کې کيښودې.
د جلال ملګری او د دوستان هم د سندرو د اوريدو ډير زيات مينوال و. کله نا کله به يې په يوه او بله حجره کې د منګی، ستار او رباب سره د ټنګ ټکور مجلسونه جوړول او جلال به په کې خوږې خوږې ټپې ويلې . په هغو ودونو کې چې به ساز او سرود و نو جلال او ياران به د هر چا دمخه په کټونو کې ناست و.
نن چې د کلی په ميدانی کې ملګرو ورسره روغبړ کاوه ،نوجلال يو څه خپه معلوميده. يوه او بل ورنه د خپګان پوښتنه کوله، خو هغه ځان تيراوه او چاته يې ځواب نه ورکاوه. ملګرو هم نه پريښوده ، په بيا بيا يې ورنه وپوښتل ، په پای کې مجبور شو او زياته يې کړه :
- خپه په دې يم چې په ټول عمر کې مې يوازې همدا نن د راډيو د سندری سره په خپله کوټه کې ډانس کولو چې ناڅاپه مې مور راباندی راغله او زه يې وليدلم، اوس مې خدای شته ډيره خوا بده ده .
د دی خبری سره سم يې ملګرو په کړس کړس وخندل ، يوه ملګری پری غږ کړ:
- هيڅ چرت مه خرابوه جلاله، دا دومره د خپګان خبره نه ده،څه بل چا خو نه يي ليدلی،يوازې خپلی مور ليدلی! خپله مور خو مور وي.
د دی خبرې سره سم د جلال ټنډه وغوړيده او يو څه مسکی شو. يو بل ملګری پرې غږ کړ:
- جلاله! زيری مې درباندې، بيګاه ته په برکلی کې واده دی، له ښار نه يې زبردست ډمان راوستی دی.. بس ټول به ورځو ، پام دې وي چې بيا بانې مانې ونه کړې .
جلال چې داخبره واوريده، له ډيری خوشحالۍ نه يې رنګ تک سور شو او په لوړ غږ يې وويل:
- بيشکه! ته بيګاه يادوې زه خو وايم راځی چې همدا اوس ورشو.
جلال ماښام د خپلو ملګرو سره واده ته لاړ ، تر نيمې شپې پورې د ډمانو سيل ته ناست و. کله چې ډمانو خپلی باجی او دوکړۍ(دبلی) وتړلی او ساز يې بس کړ، نو جلال هم د خپل کور مخه ونيوله.
کله چې د کور دروازې ته ورسيده نو په زړه يې ويره ننوتله، ځکه په نيمه شپه يې نه شو کولی چې د کلا دروازه ووهي، هسې نه چې مور او پلار پرې غوصه شي.
په خوارۍ، ويره اوډار د کلا د ديوال له لارې د خپل کورانګړ ته ښکته شو .غلی غلی تللو چې مور او پلار يې په راتګ خبر نه شي . خپلی کوټی ته د رسيدو سره سم يې لومړی تلويزون چالان کړ او بيا د خپل کټ دبسترې په سمولو اخته شو . په تلويزون کې يو دم نوې سندره داسې پيل شوه :
زما د مينی نه توبه ده ، بيا به نه کړم مينه
د جانان مينه عجيبه ده ، بيا به نه کړم مينه
جلال چې په کار اخته و او د ښځينه سندر غاړې اشنا غږ يې تر غوږ شو، په بيړه يې د تلويزون د پردې په لور وکتل ،له ډيرې حيرانۍ هک پک شو ، د سندر غاړې په څيره يې خپلې سترګی نورې هم ښخی کړی. يو ناڅاپه يې په کړيکه وويل :
- آخ! دا څه ګورم!په سپينو جامو تور داغ !
د دی خبرې سره سم يې، په خوا کې ايښی د اوبو ښيښی جک او ګيلاس يو په بل پسې د تلويزون په پرده وار کړل او د تلويزون د سکرين ماتې ښيښی هری خوا ، خوری وری دل شوې .
جلال تر ډيره وخته په خپله کوټه کې بې هوښه پروت و، خو کله چې په هوښ راغی ، رڼا ځمکې ته رالويدلې وه. په بيړه يې د خپل سفر له پاره تياری ونيو، څو يې چې مور او پلار له خوبه را پاڅيدل، جلال له کلا وتلی و او د ښار مخه يې نيولې وه
مور يې چې سهار د جلال کوټی ته ننوتله ، په کوټه کې د جلال نه شتون او دمات شوی تلويزون ښيښی هر لوري ته خورې ورې وليدی نو حيرانه دريانه ودريده. په سترګو کې اوښکی راغلی، په ډيرې وارخطايې خپلې کوټې ته لاړه اود جلال پلاريې هم خبر کړ ،هغه هم وارخطا شو او په دی انديښنه کې ډوب شو چې خدای مه کړه په زوی به يې څه پيښه راغلی وي ؟.
له بلی خوا جلال تياره ماښام ښار ته ورسيده د شپې د تيرولو له پاره ، نيغ دخپلی خور کورته ورغی .خور د وروور په ليدلو ډيره زياته خوشحاله شوه، د کور د ټولو وړو او غټو پوښتنه يې ورنه وکړه او جلال هم د خپلې خور هرې پوښتنې ته په خلاصه ټنډه ځواب ورکاوه .
خور د خپل ورور ډير قدر او عزت وکړ. چې کله ويده کيده نو ښايسته نوې بستره يې ورته وغوړوله ، په خوا کې يې اوبه ورته کيښودلې ، بيا يې د هغه د کوټې برق مړ کړ . دښه خوب او ښې شپې هيله يې ورته څرګنده کړه اونوره ورنه خپلې کوټې لاړه .
شپه تيره شوه ، سهار شو . د جلال خور خپل خاوند د بازار نيږدې دوکان ته په شيدو پسی وليږه چې د خپل مسافر ورور له پاره د شيدومزه دار اوخوندور چای برابر کړي .
جلا ل همدا شيبه غنيمت وګڼله له خپلی بډې نه يې توپانچه راوويستله، کارتوس يې وروست خور يې ډيره وار خطا شوه ، غږ يې پرې وکړ :
_ جلاله وروره ! په دې تو پانچه څه کوې ؟
جلال بې له ځواب ورکولو د توپانچې ماشه کړه او درې څلور ډزی وکړې .
کله چې د جلال د خور خاوند له شيدوډک لوښی په لاس ، خپل کورته راستون شو ګوری چې ميرمن يې په سرو وينو کې پرته ده او جلال اوښی يې په کور نه شته.
پوليس اوژورنالستان ډلې ډلې د پيښې ځای ته راورسيدل . تحقيقات پيل شول .
دوه دری ساعته وروسته د هيواد په مشهورو تلويزونونو او راډيوګانو داسی خبر خپور شو:
- په خواشينی سره مو خبر اخيستی چې خوږ ژبی سندر غاړې ...... چې تر اوسه يې په تلويزون کې يوازې يوه سندره ثبت شوی وه. د خپل ورور له خوا په دې تور چې ولې يې په تلويزون کې سندره ويلی ، د توپانچی په ډزو ووژل شوه.
او د خبر وروسته يې د وژل شوې سندرغاړې همغه سندره يو ځل بيا د تلويزون په پرده وښودله :
زما د مينی نه توبه ده ، بيا به نه کړم مينه
د جانان مينه عجيبه ده، بيا به نه کړم مينه
2009-05-15
پای