نوی ولسمشر او مافیایي ننګونې

 
له نن څخه دیارلس کاله وړاندېافغانستان ته د نړیوالو له راتګ سره سم افغانو فکر کاوه، چې نور نو هېواد ګل او ګلزارشو: امنیت به راشي، اقتصاد به وده وکړي، هېواد به ودان شي او ډېر ژر به د یوه آباد او بسیا افغانستان خاوندان شو.په سترو کنفرانسونو کې د نړیوالې ټولنې میلیاردونو ډالرو ژمنو سره د عادي افغانانو په زړونو کې هم ورته هیلې را ژوندۍ شوې وې؛ له همدې امله په خصوصي سکتور کې هم څه ناڅه پانګونه وشوه او یوځل بیا په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د اقتتصادي ودې او پرمختګ څرک په لګېدو شو؛ خو له لږ ځنډ وروسته د خلکو دغه هیلې په اوبو لاهو شوې او په دې وپوهېدل چې د بهرنیانو دغه بې حسابه مرستې د افغانستان د آبادۍ نه، بلکې ورانۍ په موخه لګول کېږي. دوی ولیدل چې د راغلو پیسو یوه برخه د بنسټیزو اقتصادي پروژو پرځای په لنډمهالو سیاسي پروژو چې د نړیوالو ځاني موخې په کې نغښتې وې لګېدېچې په ملي اقتصاد یې هېڅ اغېز نه درلوداو بله برخه یې د قراردادونو په نامه حکومت کې د پخوانیو ټوپکمارو او مسلح مخالفینو په واک کې ورکول کېدې. د نړيوالو او په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو دغه راز بېځایه سخاوتونو نه یوازې افغانستان ته ګټه و نه رسوله بلکې دغه هېواد یې له ګڼو امنیتي ، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړ. نا امني په مستقیم ډول د کابل تر دروازو او په غیر مستقیم آن د ښار تر منځه رارسېدلېاو نور نو په ټول هېواد کې داسې کوم ځای نه دی پاتې چې هېوادوال په کې ځانونه خوندي او ارامه وګڼي. له سیاسي پلوه افغانستان د یوې ځواکمنې مافیا په منګولو کې داسې ولوېد چې له امله یې اوس هېواد د نړۍ په کچه د فاسدو هېوادونو په کتار کې درېیم ځای خپل کړی دی. له اقتصادي اړخه افغانستان اوس له بل هروخته په ډېر نازک حالت کې قرار لري؛ رښتنی خصوصي سکتور چې پر مټ یې د افغانستان بیارغونه شونې وه په عمدي ډول مات او ګوښه کړل شو او ځای یې اقتصادي مافیا خپل کړ.  تولیدي سکتور په ټپه ودرول شو او سوداګريز وارداتي سکتور ته وده ورکړل شوه چې په پایله کې یې افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو بې کيفیته توکو ته په یوه مناسب مصرفي مارکېټ بدل شو. د اساسي قانون د لسمې مادې پر بنسټ د افغانستان اقتصادي سیستم د آزاد بازار سیستم دی. د دغه سیستم یوازینۍ ښه ځانګړنه د پلورونکو ترمنځ سیالي یا رقابت دی چې پېرودونکي ترېنه ګټه اخلي، مګر په خواشینۍ سره چې موږ د انحصارګرې مافیا له برکته له دغه یوازیني مزیت نه هم ګټه پورته نکړی شوه؛ ځکه چې مارکېټ په بشپړ انحصار کې واقع شو. د مصرفي توکو نرخونه د مافیا په داسې کنټرول کې راغلل چې په خپله خوښه یې جګولی او ټیټولی شي. بیکاري چې په ټولنه کې د ستونزو مور ګڼل کېږي، تر هاغه بریده لوړه شوه چې ساری یې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم نه لیدل کېږي؛ بلخوا غیر رسمي اقتصاد چې یوه خطرناکه او مزمنه ناروغي بلل کېږي په دې وروستیو کې په حیروانونکي ډول تر ۶۰ سلنې وده کړې ده.دا او دې ته ورته ټول هغه څه دي چې د بهرنیانو له ناسمو کړنو او د ولسمشر کرزي له دیارلس کلنې باج ورکونکې او مصلحتي ادارې څخه نوي ولسمشر ته په میراث ور پاتې دي.
ولسمشر کرزي په خپله کاري موده کې هغه جنګي مجرمین چې لاسونه یې تر منګولو د افغان بې وزله ولس په وینو سره وو؛ د پیسو او څوکيو په سخاوت بسیا کړي وواو کله خو به دا سخاوت دومره زیات شو، چې فکر کېدهښاغلی کرزی دغنمو ګودام په موږکانو ساتياو همدا پرله پسې سخاوتونه وو چې د هېواد اقتصادي ماشین یې په ټپه ودراوو. داسې چې په تېرو دیارلسو کلو کې اقتصاد کوم ځانګړی تعریف نه درلود، اقتصادي مسائلو د دولت د پالیسي سر ټکي نه جوړول، په اقتصادي سکتوري ادارو کې همغږي نه وه، اداري – مالي فساد تر ټولو خپلې جګې کچې ته رسېدلی و آن تردې چې د هېواد په کچه ځینې اړین تصمیمونه دننه په حکومت کې د سیاسی– اقتصادي مافیاوو لخوا، چې د ملي شورا په دواړو جرګه ګیو کې یې هم فعال حضور درلود، نیول کېدل. د هېواد په ۴۰ سلنه خاوره کې په بشپړ ډول د ګاونډیو هېوادونو پیسي چلېږي، دا چې له ۸۰ سلنه زیاته راکړه ورکړه په بهرنیو اسعارو کېږي، عادي بودجه ۵۰ سلنه کسر لري او ملي عواید شخصي جیبونو ته ځي، په ملي او خصوصي مالي مؤسساتو د خلکو اعتماد ختم شوی، پانګه بهر ته ځې، تولیدي سکتور ګوډ شوی، د سوداګرۍ بیلانس کسر تر ۹۷ سلنه لوړ شوی، د بیکارۍ کچه تر ۵۰ سلنې لوړه شوې، په کانونو، ځمکو او نورو ملي شتمنیو لوټ او تالان ګډی شوی؛ خو ځینې لا هم دعوا لري چې په تېرو ۱۳ کلو کې په بې سارې توګه ډېر څه ترسره شوي دي. فکر کوم مسخره او د نه منلو وړ خبره ده خو که ووایو چې هېڅ ندي شوي هم انصاف نه دی؛ مګر که چېرې دیارلس کاله عمر ته نظر وکړو نو کېدای شي په زغرده ووایو چې هېواد او هېوادوالو ته داسې څه شوي چې په نشت حسابېږي؛ او ډېر څه هغه چاته شوي چې اوس په بانکونو کې میلیاردونه ډالر او په دولتي ملکي او نظامي ادارو بشپړ کنټرول لريچې په مټ یې واک ته په زور رسېدل غواړي؛ ولسواکې ننګوي او د ملي یوالي پرځای آن د تجزیې سورنی هم غږوي.
ولسمشر کرزي په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې ما له صفر نه پیل او راتلونکې ولسمشر ته مې هرڅه جوړ پرېښودلچې اوس هغه کولای شي پرمټ یې خپلې چارې په ډېرې آسانۍ او سادګۍ سره پرمخ بوځي. د ولسمشر دې خبرې ته نه یوازې په مجلس کې ناستو بلکې ځینو نورو هم د تائيد سرونه و خوځول خو ډېرو ته کېدای شي شک پیدا شي چې سره له دومره ننګونو او ستونزو څرنګه ممکنه ده چې نوی ولسمشر دغه دروند ورپاتې پېټی په ښه توګه تر ځایه کړي. شخصاً زه دغه بار له هغه څه دروند وینم کوم چې ښاغلي کرزي سپک او آسانه ګڼلی دی، ځکه چې د زاړه کور له ورانولو او بیا ودانولو د نوي کور ودانول په څو واره آسانه او سهل کاردي. پورتني مثال ته په کتو سره دا به ډېره آسانه وای چې ښاغلي اشرف غني یوه نوې، پاکه او سالمه اداره را منځ ته کړې وی تر هغه چې د یوې ککړې ادارې څخه د فساد جرړې باسي او پاکوي یېدا به هم ډېره آسانه وی چې یو رښتنی ملي اردو یې جوړ کړې وی تر دې چې دا نا ملي اردو به ملي کوي، همدغه راز په اقتصادي اړخ کې ډېره به شونې وه چې نوي ولسمشر کورنیو عوایدو ته په کتو سره خپل د لګښت پیټی تړلی وي، ترهغه چې له ښاغلي کرزي راپاتې دروند یو په تشو لاسو ترځایه کوي؛ هغه هم په داسې حال کې چې پروني باج خواره نن ځانونه رسمي حق خواره ګڼي.
دا چې نوی منتخب ولسمشر به د ملي نیمایي حکومت تر نوم لاندې د مقابل ټیم له پردي پالو شرخوښونکو او د خپل ټيم د ځینو فاسدو افرادو په شتون کې څرنګه وکړلی شي په هېواد کې سیاسي-اقتصادي مافیا په ګونډو کړي، د فساد جرړې پاکې او سالمه اداره را منځ ته کړي، وران ویجاړ اقتصاد یوځل بیا په پښو ودروي، له نړیوالو په تېره بیا ګاونډیو هېوادنو سره دخپلو ګټو پربنسټ ښې اړیکې ټینګې کړي، هېواد او هېوادوالو ته د رښتینې سولې زېری راوړي. زما په اند مخکې له وخته ده چې له دومره پراخو ستونزو او ننګونو سره سره بیا هم وویل شي. هو نوی ولسمشر د دې جوګه دی چې دا هرڅه په ښه توګه سمبال او ورپاتې ټولو ناخوالو ته په یومخیز ډول د پای ټکې کېږدي. مګر هغه څه چې په ولس کې د نوي ولسمشر د ښو کړنو او لاځلېدو لپارهتریوه بریده هیلې او ډاډ ژوندی کوی شي له یوې خوا د ښاغلي غني ټینګ عزم ، کلکه اراده، علمي پانګه او کاري تجربه او له بلې خوا د هغه ترڅڼګ د افغان مېړني ولس کلکه ننګه اوملاتړدی.
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده