
هرڅه زه هېروم چې ته را ياد شې
جهان نه ځان بېزاروم چې ته را ياد شې
ستا د مړو سترګو ليدلو تاب زه نلرم
خپلې سترګې پټوم چې ته را ياد شې
ته زما د بڼ ګلاب يې مړاوې مه شي
اوښکي هم له سترګو توی کړم چې را ياد شې
ستا فرقت کې مې دا زړه هېڅ نه صبريږي
زړه مې هم وکړي ژړا چې ته را ياد شې
د دې ژوند په دود، دستور هېڅ نپوهېږم
ژوند هم کړي پر ما خندا چې ته را ياد شې
ستا په مينه کې مجنون شوم باور وکړه
غمازان هم کړي ګوزار چې ته را ياد شې
جانان دې خدای له درد او غمه لرې ساتي
سليم هم وکړي دعا چې ته را ياد شې
په درنښت عبدالرحمن سليم
دا غزل مې تلې مياشتې په ۱۴ کال ۱۳۹۳ ليکلې