د رهبریت اصول د ذو القرنین په واقعه کې

 
لومړی: په الله پاک باندي ایمان لرل
کامیاب رهبر او مشر هغه دی چې خپل قوت دهغه ایمان څخه لاسته راوړي چې پر الله يې راوړی دی، هماغه ذات ورته د عمل کولو تګلاره ټاکلي دي او هم يې دخلکو سره د کړني اصول ورته وضع کړیدی، پدې اساس نوموړی دهغه رسالت څښتن دی چې د الله له منهج څخه یې اخستي، دهغه د تحقق لپاره د هغو اصولو په رڼا کې کوشش کوي چې الله پاک د بشریت د اصلاح او د ځمکي د ابادي لپاره وضع کړیدي، ذو القرنین د الله له بندګانو څخه یو بنده و، الله پاک په ځمکه کې ورته واک ورکړ او د هر شي اسباب يې ورته برابر کړه، د ځمکي بیلابیلو سیمو ته د دعوت لپاره لاړ، د صالح ملتونو قیادت او مشري يې وکوله، د ده دغه پلان د هغه سفر څخه څرګندیږي چې «د لمر پریوتلو» او «لمر لویدلو» ځای ته لاړ، دا راز د ځمکي نورو سیمو ته هم لاړ چې قرآن ورته «بین السدین» ویلی تل به یې خپلي خبري د الله په ذکر او ستایني سره پیل کولي، ملت ته يې خپله پرته له «سدین» څخه داسي واوروله «: ﴿قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ﴾(الكهف:95) ژباړه: هغه وویل: څه چې زما پروردګار ما ته را په برخه کړیدي هغه ډیر دي.
كله چې د هغه سد جوړولو څخه فارغ شو چې ډیر حیرانونکی و نو ويې ویل:﴿قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي﴾(الكهف:98) ژباړه: ذو القرنین وویل: دا زما د پروردګار رحمت دی.
دا د نوموړي قوي ایمان ته اشاره ده، ځکه ټولي چاري يې الله پاک ته وسپارلي، ځکه چې هغه ذات په هر څه قادر دی.
دویم: رهبر یا مشر امانتداري
امانتدارې داسي اساسي نښانه ده چې لازمه ړه په مشر او رهبر کې باید هغه موجوده وي، ذو القرنین ته د الله له لوري دخپل قوم سره د تعامل او تصرف امانتداري وسپارله شوه، دا ځکه چې نوموړي د دغه مسؤلیت توان لرل الله تعالی فرمایې: ﴿قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَنْ تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَنْ تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا﴾(الكهف:86) ژباړه: مونږ وویل: «ای ذو القرنینه» ته دا وس هم لري چې دوي په تکلیف کړي او دا هم چې ښه چار چلند ورسره وکړي.
كله  چې د سد جوړولو کار پیل کړ نو دهغي شتمنۍ په اړوند امین و چې د خلکو په لاسونو کې وه، کله يې چې ورته شتمنۍ ورکړه په مقابل کې ورته سد جوړ کړ، هیڅکله يې د هغوۍ د شتمنۍ تمه ونکړه، او ددې څخه وروسته يې وویل﴿مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ﴾(الكهف:95). ژباړه: هغه وویل: څه چې زما پروردګار ما ته را په برخه کړیدي هغه ډیر دي، تاسي په بشري قوه له ما سره مرسته وکړۍ
د هغوي دځمکو او معادنیا په هکله خورا امین و، د دې سره سره چې د ده سره ګڼ شمیر عسکر و مګر دهغوي څخه يې وغوښتل چې پخپله هغه څه کشف کړي چې د دوي په ځمکو کې موجود دي لکه معدنیان او نور خام مواد هغوي ته يې وویل: ﴿آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ﴾(الكهف:96) ژباړه:ما ته آهن چادر راوړۍ، دارنګه يې وفرمايل: ﴿قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا﴾(الكهف:96). ژباړه: هغه وویل: راوړي چې اوس پدې باندي ویلي کړي مس وڅڅوم
داسي ښکاریده چې هغوي دیته هڅول چې خپلو ځمکو ته لاړ شي او د ځمکې د لاندي شیان کشف کړي که هغه هر څه وي، او دا یې هم ورته وویل چې هیڅوک به د دغو کړنو څخه نه خبریږي، دهغوي د اروحو امانتدار و دهغوي لپاره يې په چټکۍ سره دسد جوړولو کار پیل کړ ترڅو يې د یاجوج او ماجوج څخه وژغوري، البته پدې کې يې د دوي څخه کومک وغوښتل دغه کړنه هغه امانت دی چې د مشري او اداري اساس او بنسټ ګڼل کیږي، او الله تعالی دهغه چا څخه پدغسي چارو راضي کیږي چې د یوي ټولني چاري په غاړه وي.
دریم: د جزا د قانون عملي بڼه
الله تعالی ورڅخه حکایت کوي وايې:  ﴿قَالَ أَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَى رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا نُكْرًا * وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا﴾(الكهف:87-88) ژباړه: هغه وویل: څوک چې له دوینه ظلم وکړي مونږ به هغه ته سزا ورکړو، بیا به هغه د خپل رب لوري ته ور وګرځول شي او هغه به ورته لا سخته سزا ورکړي، او له دوینه چې څوک ایمان را وړي او ښه عمل وکړي د هغه له پاره غوره مکافات دي او مونږ به ورته سانه حکمونه ورکړو.
د ذو القرنین اساسي قانون چې په پورتنیو دو آیتونو څخه څرګند شوه د جنایاتو لپاره يې سزا وټاکله چې ظالم ته به سزا ورکوي، داسي دنیوي سزا چې ټول يې وویني، او هم دغه چاره د ټولو هغو نورو لپاره عبرت شي چې خپل ځان لوړ ګڼي، ناروا کړني ترسره کوي او هم په ځمکه کې فساد خپروي.
دهغو اشخاصو لپاره تقدیر او انعامات وټاکي غوره اخلاق او په معامله کې هم له نیکو اخلاقو څخه کار اخلي، البته دغه انعامات د ذو القرنین له نظره دو برخو ته ویشل  کیږي چې د الله پاک پدې آیت کې وضاحت شوی چې فرمايې: ﴿فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَى﴾. ژباړه: د هغه له پاره غوره مکافات دي
مګر د دې سره سره به يې معنوي انعامات هم وي چې الله يې په هکله داسي فرمايې:﴿وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا﴾، ژباړه: او مونږ به ورته سانه حکمونه ورکړو.
پدې معنی چې اکرام به يې کوو او مقام به يې اوچتوو، دغه چاري د افرادو لپاره خورا اړیني دي، ځکه چې روحیات يې لوړوي او دیته يې هڅوي چې نور کوششونه هم وکړي.
څلورم: د بیلابیلو قومونو سره په تعامل کې له مهارت څخه کار اخستل
د ذو القرنین په کیسه کې راغلي چې هغه د ځمکي مختلفو سیمو ته لاړ، د لمر ډوبیدو ځای ته د لمر ختلو ځای ته د دو بندونو د منځ سیمي ته ددې څخه دا څرګندیږي چې ذو القرنین د مختلفو خلکو سره تعامل کړیدی، ځکه دغه سیمي ډیري سره لري وي ددې څخه دا څرګندیږي چې کامیاب رهبر او مشر هغه دی چې د تعامل توان ولري او بیلابیلو قومونو سره د کړني کیفیت ورته معلوم وي، ځکه چې د مختلفو سیمو دخلکو سره يې سر کار وي، د دې سربیره به د هري سیمي د ظروفو سره ځان اشنا کوي او هم به د مختلفو ظروفو او ټولنو سره ژوند کوي، دارنګه به د دغو قومونو د ژبو سره ځان اشنا کوي ترڅو له هغوي سره تفاهم ته ورسیږي، کله چې ذو القرنین د لمر ډوبیدو ځای ته لاړ دهغه قوم سره يې د هغوي په ژبه خبري وکړي، بیا چې کله د لمر ختلو ځای ته لاړ د دي قوم سره يې د دوي په ژبه خبري وکړي، کله یې چې بیا د دو بندونو په منځ کې د قوم سره مخ شو او هغوي د ده په خبرو نه پوهیدو نو هڅه يې وکړه چې په خپل مهارت سره يې قیادت وکړي او دهغوي سره د خبرو او تعامل چاره زده کړي نو ټول پلانونه يې عملي کړو تر دي چې د هغوي لپاره يې یو ستر دیوال جوړ کړ.
د دې څخه دا لاسته راځي چې مشر یا رهبر به د ظروفو پر بنسټ د ځمکې بیلابیلو سیمو ته سفر کوي او له ځان څخه به «نړیوال مشر» جوړوي، د دغسي کړني لپاره پکار ده چې په زیاتو ژبو ځان پوهه کړي.
د مشر او اتباعو د وصل یا رابطي جوړولو لپاره به له ټولو وسائلو څخه کار اخلي، ځکه دا د مشر لپاره خورا ضروري دي ترڅو هغه اهداف پري لاسته راوړي چې غوښتونکی يې دی، او تر ټولو مهم يې دا دي چې مشر یا رهبر دهغوي په منځ کې وي دهغوي سره به دهغوي په ژبه خبري کوي ترڅو هغه ورباندي پوهه شي.
پنځم: مشر یا رهبر به د زیاتو تجربو او توانايې خاوند وي
قران کریم د آیتونو په سیاق کې دیته اشاره کړیده او ښودلي ده چې مشر به د باورتیا اهلیت لرونکی وی، زیاته تجربه به لري، الله پاک پدې اړوند داسي فرمایلي دي:: ﴿قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَنْ تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَنْ تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا﴾(الكهف:86). ژباړه: مونږ وویل: «ای ذو القرنینه» ته دا وس هم لري چې دوي په تکلیف کړي او دا هم چې ښه چار چلند ورسره وکړي.
د تجربي په اړوند يې په مخکنو ایتونو کې الله پاک څرګنده کړي وه او ویلي و: ﴿كَذَلِكَ وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًا﴾(الكهف:91) ژباړه: د هغو دغه حال و، او له ذو القرنین سره چې څه وو په هغه باندي مونږ پوهیدلو.
الله پاک په خپل کتاب کې د ذو القرنین تجربه په «نکره خبرا» سره ذکر کړه پدې معنی چې هغه په مختلفو برخو کې تجربه لرله، په اداري چارو کې تجربه، د مشري په فنونو کې تجربه، علمي تجربه  د بیلابیلو دندو تجربه، د مختلفو قومونو سره د مخاطب کیدو تجربه، د بیلا بیلو ظروفو د تغییراتو سره تجربه او داسي نور، دغه چاره د ده له هغه عمل څخه څرګندیږي چې د مختلفو قومونو قیادت او مشري يې وکړه، او دا پدې دلالت کوې چې هغه قسماقسم تجربي لرلي.... همدغو تجربو او امکانیاتو ستر عظمت ور وبښل چې الله پاک په همدې سره وساتل او د ده عظمت يې څرګند کړ.
د مشر او رهبر لپاره دغسي تجربي لازمي او ضروري دي، ځکه چې همدغه تجربي مشر او رهبر مناسبو فیصلو او حکمونو صادرولو ته رابولي، د هري قضيې او مسلي لپاره دهغي د ظروفو مناسب حکم صادروي.
شپږم: په نورو باور او اعتماد
د هر کار یا دندي په صحیح توګه سرته رسیدل پرته له متبادل باور او اعتماد څخه شوني ندی، پدې معنی چې د رهبر او اتباعو ترمنځ به اعتماد موجود وي، نو رهبرانو یا مشرانو ته لازمه ده چې په خپلو اتباعو اعتماد او باور وکړي د هغوي د شخصي توانایې قدر او احترام وکړي دغه حقیقت ذو القرنین هغه مهال اعلان کړ چې کله يې هغه ملت ته وینا کوله چې د مالیې له ورکولو څخه پرته يې بل هیڅ نشوای کولای ﴿فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ﴾.د ده لپاره دا کافي وه چې ورته يې وویل: په مالیه سره امنیت نه اخستل کیږي، بلکي امنیت ستاسو په قوي بدنونو سره اخستل کیږي، او هم به تاسي په خپلو فکرونو سره خپل امنیت تأمینوي، ځکه دغه چاره د ځمکي د ټینګښت لامل ګرځي، او ذو القرنین هم پدې سره په ځمکه کې ټینګ شو چې د ځمکي شرق او غرب د ده قیادت ته تسلیم شول، د داسي ملتونو د چارو واګې په غاړه واخستي چې دهغوي څخه يې مرسته غوښتله، دهغوي په روح کې پوکی وکړ، د هغوي د توانايې ستاینه يې وکړه دهغوي د نفسونو اعتماد يې تر لاسه کړ په همدي سره يې دهغوي څخه ستر بشري قوت تشکیل کړ او یو ستر دیوال يې ورته جوړ کړ.
اوم: غوره پلان او مستقبل په نظر کي نیول
په مشر یا رهبر لازمه ده چې مستقبل په نظر کې ونیسي، ترڅو د اینده پيښو څخه اګاه او پوهه وي دهغو لپاره مخکي له مخکې څخه منطقي حلول ولټوي، او هم دهمدي اینده چارو لپاره داسي کړني او چاري ترسره کړي چې بیا لازم حقایق پرې لاسته راوړي، له همدې کبله ذو القرنین ورته وویل:﴿فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا﴾ ژباړه: تاسي په بشري قوه له ما سره مرسته وکړۍ زه ستاسي او دهغو په مینځ کې بند اچوم
یاجوج او ماجوج چې خورا زیات دي په قوم کې فساد خپروي، دوي خپل ټول ژوند په فساد کې تیروي... دا هغه مستقبلي چاري وي چې ذو القرنین له اوس څخه ورته متوجه و، او دهغو دقیقه څیړنه يې وکړه، هدف يې روښانه کړ، د تطبیق لپاره يې غوښتني وکړي، او څرګنده يې کړه چې دغه کړنه د یو ستر دیوال جوړولو ته اړتیا لري، ترڅو د یاجوجو او ماجوجو د تیري مخه ونیسي، او و نه توانیږي چې پدې قوم یرغل وکړي، او یا په بل کوم قوم یرغل وکړي، له همدې کبله يې هغوي ته وویل: ﴿فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا﴾. ژباړه: تاسي په بشري قوه له ما سره مرسته وکړۍ زه ستاسي او دهغو په مینځ کې بند اچوم.
اتم: د بیلابیلو ټولنو د اداره کولو توانايې
ویریدونکی ملت د دې وړ نه وي چې په وینا یې پوهه شي،  داسي دښمن و چې د چا پري زور نه رسیده... دا په حقیقت کې خورا درنه ستونزه وه، نو څه راز ذو القرنین د دغسي ملت اداره وکولای شوه؟ اوس به وګورو چې چاري څه راز مخ ته بوتلي، لومړی يې د همدې قوم ویناو ته يې غوږ ونیو او هغوي ورته خپلي ستونزي وړاندې کړي، په پیل کې هغوي خبري وکړي ويې ويل: ﴿قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا﴾(الكهف:94).ژباړه: هغو خلکو وویل: ای ذو القرنینه! یاجوج او ماجوج پدې سیمه کې فساد خوروي، نو ایا مونږ تا ته د دې له پاره څه محصول درکړو چې ته زمونږ او دهغو په مینځ کې یو بند واچوي.
دغه موقف ددې غوښتنه کوله چې فضاء ارامه کړي او د چارو واکې په خپل لاس کې ونیسي، ترڅو ټول ديته اماده شي چې دغه اړیني ویناوي واوري، نو هماغه و چې ذو القرنین خپلي خبري پیل کړي او په پیل کې یې د الله ستاینه وکړه بیا دهغه ذات د هغه کار ستاینه وکړه چې پر ده يې احسان کړی او هغه دا چې ډیر امکانیات يې ورته برابر کړی و، دغه کار د اطمئنان فضاء رامنځته کړه، ويې ویل: ﴿قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ﴾. ژباړه: هغه وویل: څه چې زما پروردګار ما ته راپه برخه کړيدي هغه ډیر دي.
د نورو د نظر احترام، هغوي باندي نیوکي ونکړي او نه يې د هغوي هغه نظریات رد کړه چې د ستونزي دحل لپاره يې وړاندي کړه، تر دې چې احساسات پارونکي ولي : ﴿فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا﴾. ژباړه: نو ایا مونږ تا ته د دې له پاره څه محصول درکړو چې ته زمونږ او دهغو په مینځ کې یو بند واچوي
هغه ذات ورته د دې توانایې ورکړي وه چې په ځمکه کې قدرت ورکړی و، خاوند د منصب او قدرت و، هماغه و چې هغوي ورباندي شرط کوله چې د دغه شتمنۍ په مقابل کې دهغوي لپاره څه عمل ترسره کړي، خو ددې سره سره يې دهغوي د خبرو په مقابل کې عکس العمل ونه ښود، بلکې په ډیره ارامي سره يې ورته وویل﴿مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ﴾. ژباړه: هغه وویل: څه چې زما پروردګار ما ته راپه برخه کړيدي هغه ډیر دي.
وروسته يې خپل ځان ته د هغوي د توجه اړولو هڅه وکړه او دا کوشش يې وکړ چې عقلمند ووسي ويې ویل: ﴿فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ﴾.ژباړه: تاسي په بشري قوه له ما سره مرسته وکړي.
د هغه قدرت غوښتنه يې وکړه چې دهغوي مشکل پري حل کړي او دهغوي څخه يې د مهمو چارو ترسره کولو غوښتنه وکړه ويې ویل: ﴿فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا﴾. ژباړه: تاسي په بشري قوه له ما سره مرسته وکړي زه ستاسي او دهغو په مینځ کې بند اچوم.
د هغوي سره په خبرو کې جدي و، نو قوم يې تر یو څه حده په خبرو نه پوهیده، او د ده لپاره دا یو عذر و چې هغوي ورسره همکاري نه کوله، مګر لازمه وه چې په خبرو کې داسي حل را وباسي چې هغوي د ده په مقصد پوهه شي او قوي دلایل او په بلاغت سره هغوي ته خبري وکړي، دارنګه يې هغوي ته د خپل کوشش نتیجه په واضحه ټکو بیان کړه او هغه دا چې امنیت يې خوندي شي، البته دغه کار يې د یوي قوي او له بلاغته ډکي رسالي د لاري ترسره کړ، دهغوي اختلاف يې پرې رفع کړ هغوي یې یو موټی کړه ترڅو یو ستر بشري قوت ورڅخه تشکیل کړي، دهغو اوامرو انتظار وباسي چې د دوي لپاره صادریږي او بیا په میړاني سره د یو تکړه قیادت او مشري لاندي هغه ترسره کړي، دا هغه بدلیدونکی قیادت دی چې تیت پرک جماعتونو څخه یوه ستره بشري قوه تشکیلوي، او بیا په ځمکه کې تر ټولو ستره پروژه تطبیقوي.
نهم: د پریکړو صادرولو توانایې
دغه قدرت د مشر او رهبر لپاره ددې غوښتنه کوي چې مخکې له مخکې منطقي او څیړنیز فکر وکړي او دهغو ټول پړاونه په غور سره تر څیړني لاندي ونیسي، چې دا به په لاندي ډول وي لکه څرنګه يې چې تصور کیږي
الف: د ستونزي محدودوالی:  
پد غسي حالت کې چې د یاجوجو او ماجوجو یرغل په دې قوم روان و او هم يې فساد خپرول، نو دغه قوم يې د مقاومت توان نلرل او نه ورسره دومره شتمني وه چې دهغو مقاومت پري وکړي لکه څرنګه چې خپله ذو القرنین ته څرګنده شوه.
ب: د ستونزي په اړوند د معلوماتو جمع کول:
پدې قرآني کیسه کې مونږ ګورو چې دا د دو مصدرونو څخه منځته راغلي: لومړی مصدر، امکان لري پدې سیمه کې د یاجوجو او ماجوجو په اړوند معلومات ذو القرنین ته الله پاک ورکړي وي، او هم يې پداسي ډول ورته څرګند کړي وي چې مونږ ته يې په هکله معلومات نه کیږي، نو هماغه و چې دي سیمي ته ورغی.
دویم مصدر: امکان لري هغه مهال يې  معلومات لاسته راوړي وي چې کله يې ولیدل هغوي په ځمکه کې فساد خپروي په تیره بیا چې کله دو سدینو ته ورسید او پدې وخت کې د دغه قوم سره لا ملاقات نه و شوی، الله پاک فرمایې:: ﴿حَتَّى إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِنْ دُونِهِمَا قَوْمًا لاَ يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلاً﴾(الكهف:93). } ژباړه: یا هغه د یو بل اقدام لارې چارې برابرې کړې تردې پورې چې کله د دوو غرونو مینځ ته ورسیده نو له هغو سره هغه یو داسې قوم بیا وموند چې په ډیره سختۍ سره په کومه خبره پوهیده.
پدې کې شک نشته چې قرآن سیاق خورا له بلاغت او دقت څخه ډک دی، او که څوک پکې پوره فکر وکړي نو د سمندر په شان حکمت او معرفت به لاسته راوړي، د آیت څخه مونږ په ډاګه څرګندیږي چې لومړی ذو القرنین دغو دو بندونو «سدینو» ته ورسید هلته يې د یاجوجو او ماجوجو فساد ولید، بیا ددې ځای څخه هماغي سیمي ته لاړ او دا سیمه د یاجوجو او ماجوجو ځای ته نږدي وه الله پاک فرمايې: ﴿حَتَّى إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِنْ دُونِهِمَا قَوْمًا﴾(الكهف:93)؛ ژباړه: یا هغه د یو بل اقدام لارې چارې برابرې کړې تردې پورې چې کله د دوو غرونو مینځ ته ورسیده نو له هغو سره هغه یو داسې قوم بیا وموند چې په ډیره سختۍ سره په کومه خبره پوهیده.
دلته يې د قوم سره ملاقات وکړ هماغه و چې هغوي ورته خپلي ستونزي وړاندي کړي، او دهغوي دغه ستونزي د هغه څه سره برابري وي چې ده په خپلو سترګو لیدلي و، چې هغه د یاجوجو او ماجوجو په ځمکه کې فساد و، همدا لامل و چې د یو غټ دیوال جوړولو پریکړه يې وکړه ترڅو د یاجوجو او ماجوجو مخه ونیسي.
دریم مصدر:
خپله د قوم څخه يې دا معلومات تر لاسه کړه لکه وړاندي چې هم ورته اشاره وشوه او الله پاک ویلي و: ﴿قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ﴾. ژباړه: هغو خلکو وویل: ای ذو القرنینه! یاجوج او ماجوج پدې سیمه کې فساد خوروي، نو ایا مونږ تا ته د دې له پاره څه محصول درکړو چې ته زمونږ او دهغو په مینځ کې یو بند واچوي؟
په همدې بنیاد په مشرانو یا رهبرانو واجب ده چې د خپلو اهدافو لپاره پلان وټاکي، او هم يې د تطبیق لپاره لوړ معیارونه په نظر کې ونیسي، تر څو پدې سره لوړو پایلو ته ورسیږي، او پري لازمه ده چې هغه کړني قایمي کړي چې دهغو لپاره يې مطلوب معیارونه ټاکلي دي، ذو القرنین وروسته له هغه نه چې دیوال يې جوړ کړ او قوم ورسره مرسته وکړه خپله دنده يې سرته ورسوله ، ددې څخه يې انتقال وکړ تر څو بل کار غوره او اختیار کړي.
ج: د متبادل عمل په اختیار کې له حکمت څخه کار اخستل
د دې ستونزي غوره بدیل دا و چې داسي یو قوي قلعه جوړه کړي چې د قوم او یاجوجو ماجوجو ترمنځ مانع وي.
د: د پلان د تطبیق لپاره حدود ټاکل:
د دغي کړني لپاره لازمي ده چې د مشر یا رهبر په فکر کې پوره تصور موجود وي، څه راز ورته پلان جوړوي، پیل به يې څنګه وي، څه راز به يې امکانیات نتیجه ورکړي، د دهمدي عمل د سرته رسولو لپاره کوم معدلات پکار دي ترڅو په صحیح توګه او خپل وخت کې سرته ورسیږي.
هـ:د پریکړو د صیغو تهیه کول او صادرول:
دا هغه پریکړي وي چې ذو القرنین صادري کړي، او هم په دیر قوت سره منځته راغلي: ﴿آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ﴾،ژباړه: ما ته آهن چادر راوړي، ﴿انْفُخُوا﴾، ﴿آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا﴾(الكهف:96). ژباړه: هغه وویل: راوړي چې اوس پدې باندې ویلي کړې مس وڅڅوم.
و: د پریکړو د تطبیق متابعت:
ذو القرنین د دوي په منځ کې موجود و د هغه لاس د دوي په لاس کي و چې دغه دیوال يې جوړول، هغوي خپل مهم کارونه لرل او ده خپل، خو د دوي په منځ کې موجود و، د تطبیق پړاونه يې څارل، نو د مشر او اتباعو ترمنځ رابطه او اتصال له اساساتو د اداري ستونزو څخه دی، پدې سره د چا وخت په هیڅ صورت نه ضایع کیږي.
لسم: د وخت اداره کول
مشهوره مقوله ده چې وايې: «وخت پیسي دي» او په ستونزو کې «وخت ژوند دی» قرآني سیاق د دي کیسي په اړوند مونږ دیته متوجه کوي چې د کارګر وخت خورا مهم دی، قرآن کریم دي کړني ته د دیوال جوړوني پر مهال اشاره کړیده، کله يې چې هغوي ته دا مفکوره وړاندي کړه نو د عملي کولو لپاره يې دستي په کار شروع وکړه: ﴿آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ﴾ ژباړه: ما ته آهن چادر راوړي
کله چې له یو پړاو څخه فارغ شول نو سمدستي دویم پړاو پیل کړ: ﴿حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انْفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا﴾. ژباړه: په پای کې چې کله هغه د دواړو غرونو ترمینځه کنډو ډک کړ نو خلکو ته يې وویل چې اوس اور بل کړي، تر داسي اندازې پورې چې کله دغه د اوسپني دیوال بیخي لکه د اور په شان سور شو نو هغه وویل: راوړۍ چې اوس پدې باندې ویلي کړې مس وڅڅوم.
د پړاونو د څیړني د تطبیق «د دیوال وجوړوني پروژه» هغه چې ذو القرنین د خلکو په همکاري سره جوړ کړ پدې کې یو شمیر داسي چاري ترسره شوي چې وخت پکې په نظر کې ونیول شو ترڅو وخت ضایع نشي، تر دي چې مونږ کولای شو پدې تأکید وکړ چې ټول ملت د وتلو په حالت کې و او ټولو ته دندي وسپارلي شوي د ټولني ټولو افرادو په غښتلولي سره دغه عمل ترسره کړ او هم يې د تطبیق ټول مراحل په نظر کي ونیول.
یوولسم: د کار تقسیمولو توانایې
قرآن کریم په دي ښکلي کیسه کې دیته اشاره کړي چې دکار لپاره ډلي جوړي کړی شوي ترڅو دغه معجزانه عمل سرته ورسوي، ذو القرنین کار او دهغه پړاونه پدې قوم باندې وویشل او هم يې ترمنځ تنظیم قایم کړ، دغه کړني په ښکاره توګه په آیتونو کې څرګندیږي، د کار لپاره يې لاندي ډلي جوړي کړي:
۱:  یوه ډله به ددې لپاره وي چې اوسپنه راوړي لکه الله پاک چې فرمایلي: ﴿آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ﴾، ماته اهن چادر راوړۍ
ځکه دغه چاره د ځمکي کیندلو ته اړیتا لري ترڅو خامه اوسپنه پیدا شي، دهغي کشفونه او بیا يې داسي تهیه کول لکه څرنګه يې چې ذو القرنین غوښتنه کړي وه، او بیا يې هم هغه ځای ته انتقال کړي.
۲: یوه ډله به د تیاولو او مرستي لپاره وي: دغه ډله به د اوسپني لاري او ځايونه پیدا کوي، دارنګه به د میسو ځایونه هم پیدا کوي ددې سربیره به په هغو کړنو کې همکاري کوي چې سیوري پري بند کړي کوم چې ذو القرنین يې ترسره کوي.
۳: یوه ډله به اور بلوي: دغه ډله به د اور مواد برابروي او هم به پوکلو اسباب تهیه کوي ترڅو او تازه شي لکه څرنګه يې چې ذو القرنین غوښتنه کړیده.
۴: یوه دله به ویلي کړی شوي میس تیاروي: دغه ډله به لومړی خام میس کشفوي بیا به يې تناره ته انتقالوي، بیا به يې هلته ویلي کوي او له هغه ځای څخه به يې دیوال ته انتقالوي، دغه ټول پلانونه ورته ذو القرنین وضع کړه، البته د تفصیلات يې هغوي ته پريښوده الله تعالی فرمايې:﴿آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا﴾.ژباړه: هغه وویل: راوړي چې اوس پدې باندې ویلې کړي مس وڅڅوم.
دا یو شمیر هغه ډلي وي چې د کار لپاره وګمارل شوي او مونږ په زغرده ویلای شو چې دغه کار د تصور څخه ډیر لوړ و، ځکه دغه کار زیاتي قوي ته اړتیا لرله تردي چې مونږ ویلای شو چې ټول ملت دغه عمل ترسره کړ، ځکه چې کار دروند و او زیاتي بشري قوي ته یې اړتیا لرله، خو دا نشو ویلای چې څرنګه ذو القرنین دا تصور وکړ او هري ډلي ته يې څنګه خپل کار وټاکل بیا څرنګه د هغوي واجبات په ګوته کړه، دارنګه هر ډلي څرنګه خپله چاره سرته ورسوله، دا خبره ډیره مهمه ده  چې دغه قوم دده په ډیرو خبرو نه پوهیده، ذو القرنین څرنګه د دغو لري پړاونو متابعت وکړ ترڅو د دیوال ځای ته راشي، هغه چې دواړه خواوي برابري وي، هلته ځینو د ده څخه لري کار کول ځکه هغوي د اوسپني او میسو کشفونه ترسره کوله، او مطلوبه اندازه يې هماغه ځای ته انتقالوله، دارنګه د اور بلیدل او دهغه لپاره خام مواد پیدا کول، دغه واړه ډلي اداره کولو ته اړتیا لرله.
داسي ښکاریده چې ذو القرنین د یو شمیر مهمو چارو دنده د ملت ځینو افرادو ته وسپارله، دغي کړني اوسمهال اداري سستم ویل کیږي، او معاصر سستمونه ورته قیادت او اداري چاري وایې.
دولسم: مشران یا رهبران باید د ښه والي په لور تغییر راوړنکي وي
ذو القرنین ملت ته ستر بدلون ورکړ، هغه ملت چې خپله سلامتیا يې پیرله هغه يې داسي ملت وګرځول چې سلامتیا يې جوړوله، له لټ ملت څخه يې داسي ډلي جوړي کړي چې په جدیت سره يې کار کول او یو د بل مرسته يې کوله، دوي دغه پروژه په ډیره درسته توګه سرته ورسوله، دوي ته يې داسي کسب ور په برخه کړ چې د کار سره به يې مینه وه، په خپل نفس يې بارو لرل، د خپلو نفسونو او چارو اداره به يې کوله، د خپلي شتمنۍ لپاره به يې کشفونه کوله، په بیلابیلو ډګرونو کې ستر مهارتونه لاسته راوړل، نوي تکنالوژي يې وپیژندله، د وخت ارزښت يې وپيژندل، په خپلو مینځو کې د مرستي روح تازه شوه، نوي داسي اخلاق يې کسب کړه چې د ایمان څخه يې سرچینه اخسته.
دیارلسم: د خپل نفس نه لوړالی او تواضع
په مشرانو او رهبرانو لزمه ده چې د سازمان د اهدافو احترام وکړي د جماعت په مقابل کې له خپلو شخصي اغراضو څخه تیر شي ترڅو د نورو باور لاسته راوړي دخپلو اتباعو احترام وساتي، ذو القرنین مونږ ته پدې مورد کې ستر مثال په ډاګه کړی:﴿قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا﴾(الكهف:95). ژباړه: هغه وویل: څه چې زما پروردګار ما ته را په برخه کړي هغه ډیر دي، تاسي په بشري قوه له ما سره مرسته وکړي زه ستاسي او دهغو په مینځ کې بند اچوم.
داسي ښکاري چې هغوي ته يې ویل: زه تاسو ته ددې دپاره نه یم راغلی چې ګټه لاسته راوړم، زه تاسو ته ستاسو دخدمت دپاره راغلی یم خو ستاسو څخه پدې کې مرسته غواړم، له ما سره ددغه دیوال په جوړلو کې مرسته وکړي، تاسي به هم وساتي او ستاسي اولاد به هم وساتي، بیا يې خپله عاجزي بیان کړه کله يې چې کار پای ته ورسول دا واړه چاري الله ته وسپارلي: ﴿قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا﴾(الكهف:98) ژباړه: وویل: دا زما د پروردګار رحمت دی، خو کله چې زما د رب د وعدې نیټه را ورسیږي نو دا به میده میده هوار کړي او زما د پروردګار وعده حقه ده.
هغه په ځمکه کې متمکن و، د دیول جوړلو لپاره يې  مرسته غوښته، پدې کې ورسره ملت مرسته وکړه، بیا په خپل عمل مغرور نه و زیاته تواضع او عاجزي يې کوله.
څلورلسم: د ارزوني لپاره د لوړو معیارونو وضع کول
الله تعالی فرمايې: ﴿فَمَا اسْطَاعُوا أَنْ يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا﴾(الكهف:97). ژباړه: دغه بند داسي و چې یاجوج ماجوج ورباندې نشول را ختلای او په هغه کښې سوری کول له دینه هم ورته زیات ګران و.
قرآن کریم مونږ ته ددې تعلیم را کوي چې هر کار چې انسان يې ترسره کوي پري لازمه ده چې هغه هدف ته ځان ورسوي چې دهغه لپاره يې شروع کړی هغه دیوال چې بناء يې سرته ورسیده، او د یاجوجو ماجوجو او قوم ترمنځ مانع واقع شو نو لازمه ده چې دوه هدفه پر تحقق ومومي، لومړی: داسي قوي او ټینګ باید وي چې هغوي ونکولای شي چې سوری پکې وکړي ترڅو ورڅخه را ووزي، دویم: دومره اوچب و چې هغوي يې سرته نشوای ختلای، دیوال دغه دواړه هدفونه لاسته راوړه.
په مشرانو او رهبرانو لازمه ده چې کله پلانونه ټاکي باید چې د اهدافو د تطبیق لپاره وي، د خپلو کړنو لپاره لوړ معیارونه وټاکي، ترڅو پري ښو پایلو ته ورسیږي، او پر دوي لازمه ده چې هغه کړني پاي ته ورسوي چې شروع کړیدي او هغه هم په لوړو معیارونو سره، ذو القرنین د دیوال د ټینګولو او ملت د یووالي څخه وروسته بل پړاو ته انتقال وکړ چې هغه د عمل او کار امتحان و، داسي ښکاریده چې هغوي ته يې ویل: تاسي د ښکاره کولو هڅي وکړي د سوري کولو هڅي وکړي مګر هغوي نشوای کولای: ﴿فَمَا اسْطَاعُوا أَنْ يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا * قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا﴾(الكهف:97-98 ژباړه: دغه بند داسي و چې یاجوج ماجوج ورباندې نشول را ختلای او په هغه کښې سوری کول له دینه هم ورته زیات ګران و، وویل: دا زما د پروردګار رحمت دی، خو کله چې زما د رب د وعدې نیټه را ورسیږي نو دا به میده میده هوار کړي او زما د پروردګار وعده حقه ده.