
په خوست ولايت كې د يوه داسې پل د جوړو چارې پيل شوې، چې په بشپړيدوسره به يې دوې ولسوالۍ له خوست ښار سره وتړل شي، دغه پل چې اتيا متره اوږدوالى او اته متره پلنوالى لري، د لكڼوپه ايوب خېلو سيمه كې جوړيږي، ځايي چارواكي وايي چې د دغه پل پرجوړيدو به څه د پاسه دوه څلويښت ميليونه افغانۍ ولګول شي چې د نړيوال بانك لخوا وركول كيږي.
د سيمې اوسيدونكي وايي چې د پل جوړيدل يې ځكه ستره هيله وه چې د خوړ دواړو غاړو خلك له ډول ډول ستونزو سره مخ وو.
وړه جوړيږي چې د عليشېرو او تريزيو ترڅنګ پرې ګاونډي هيواد ته هم لويه لار غځيدلې د پل په جوړيدو سره به د لكڼو، هارون خېلو او عليشېرو ولسوالۍ ډېرې سيمې له خوست ښارسره وتړي، د خوست چارواكي وايي چې د پل د جوړيدو چارې به د نهو مياشتو په اوږدو كې سر ته ورسيږي او په بشپړيدوبه يې دوه څلويښت ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ ولګول شي چې د نړيوال بانك لخوا وركول كيږي، دغه پل چې په جوړيدو به يې د خلكو ډېرې ستونزې حل شي، اتيا متره اوږدوالى او اته متره پلنوالى لري.
د سيمې خلك وايي چې پدې خوړ كې د بارانونو پرمهال درنه سيلابونه راځي چې د يوې سمې خلك د مړو هديرو او د بلې سيمې خلك له ښار بېلا وي د دوى په خبره چې تراوسه يې په لسګونو انسانان او په زرګونو څاروي هم ترې وړي دي.
د خوست د ټولګټو چارو رياست مسوولين وايي چې اوس هم د خوست په څوبېلابېلوسيموكې د نورو پلونو جوړولوته هم ډېره اړتياده، ځكه چې د خوست زياتره ولسوالۍ او ځيني مركزي سيمې د خوړونو په وسيله له ښاربيليږي چې د سيلابونو پرمهال يې لارې بنديږي او ولس له ستونزو سره مخ كوي.