روهي يو ستوی نه بلکه کثير الااضلاع شخصيت دی

 روهي يو ستوی نه بلکه کثير الااضلاع شخصيت دی، نو له همدې کبله دده په باب دنظر په ورکولو کې ټکنی يم او څو ځلي مې د حميدجان غو ښتنو ته منفي ځواب ووايه، خو سړی منع نه شو نو اوس دې را سره ګالي.
 
تږی دادبياتو د پوهنځي په څلرم، زه په دريم او صديق روهي په دويم ټولګي کې وو. دا مې ځکه ياد شي چې روهي  تل د تږي سره مل و، ځينو يې شا ګرد باله . خو چې وروسته ما روهي را وسپړه، نو په زياترو ضلعو کې، که سره په اضدادو کې نه وو، ډېر واټن يې تر مينځ و. تږی خوله ور، روهي   لږ خبری، تږی  روی، روهي مړه خوا، تږی افراطي او انقلابي، روهي آرام او سړه سينه. په تږي کې احساسات غالب، په روهي کې منطق.تږی به وينا او او حاضر ځوابۍ کې بېجوړې، روهي د مطالعې داسې مين چې هلکانو د کتاب چينجی باله . نوتر اوسه ددوی يارانه را ته معمی ده. يواځيني دوه ټګې چې ددوی تر مينځ را ته شريک ښکاره شو، يو ددوی کيڼ لاسي(مترقي) ايډيا لوژي وه چې دواړه د عمر په آخر کې ترې لاس په سر شول، تږي لوی امپريالستي هېواد، امريکا ته او روهي د هغه کمکي ورور، جرمني ته کډې و کړې. بل شريک ټکی داو چې دواړو ډېره سمه پښتو ليکله، داسې چې نر ښځه، مبتدا خبر او دژبې په نورې ګرامري او نحوي اډانه کې يې ما تر اوسه کومه نيمګړتيا نه ده مو ندلې، او حتی د پوهاند زيار په شان کونګ سترګي نقاد( په نېکۍ دې را ورسېږي) هم پرې اقرار کړی دی .
 
لږ به په څټ لاړ شم : يوه دوست را ته  ويل چې،« دا څنګه چل دی چې د پښتو ټو لنې ، روس نه راغلي غړي ، پرله پسې مړه شول؟ سيدلشاه پو لاد، حکيم هلالي، دولت لودين، ور پسې دواړه شنواري، دوست او معتمدو دې ټولو يو په بل وار ړومبی کړ. زه فکر کوم چې ټولوته ک ج ب کومه د زهروستن لګولې چې په هغې کې يې مهال ورته ټا کلی چې يوه أسيزه پس به يې را پرځوې.  » ما د ده تيورۍ ته وخندل خو يو قسم ترهه هم راته پيدا شوه چې هسې نه دا هم هغو زهروته ورته وي چې په انګلستان کې د ک ج ب جاسوس د چترۍ د امسا په څو که په يوې تېرې ستنې کې ځای کړې وو او د روسيې يو بل جاسوس) چې اوس يې انګليسانو ته پنا وړې وه ، وژلی و. په لندن کې بې هغې هم خلک  د وريا د زياتۍ له کبله چترۍ ګرځوي، نو دغه سړی چا له شا د امسا په څوکه په ليمنګي کې وهلی، بيا يې پښنه غوښتې ده ، په خپله مخه تللی دی. په دې کې د پارې ( سيماب) په شان څه مواد و چې په مدار مدار يې وينې ته توييدل او چې بيا ډاکټرانو د خدای وسې کولې سړی له ښې وتلی و. ورسته پلټنو ددغسې زهرو شتون تائيد کړ.
 
ما له ملګري پو ښتنه وکړه چې  ،« روهي  څنګه؟ هغه خو ان په جرمني کې  د سرطان ( چې زيار به يې کوني کبر بولی) مرض و مړ.» ملګري راته د خيام د څلوريزې دوه بيته تکرار کړل: چون عمر بسر رود چي شيرين و چي تلخ+ پيما نه چو پر شود چې بغداد و چي بلخ . د روهي د زهرو د خپرېدو وخت به هما لته په جرمني کې شروع شوی وي، د ک ج ب نه يې شک مه ګڼه.
 
د پوهنځي له وخته وروسته بيا زه او روهي چنديانې سره پېښ نه شوواو چې به مو کله په ځينو ادبي بنډارونو کې سره لېدل هم غير له تشريفاتي سوال او ځواب نه مو نور تړاو ته زړه نه ښه کاوه. هغه معتدل او معقول کيڼ لاسی مترقي و اوزه ښی لاسی(ددوی په وينا) مرتجع. هغه په سياسی فعاليت کې ور ګډ و او زياتره نا سته پا سته يې د مترقي منورينو سره وه که څه هم چې پخپله ګوندي نه و.زه د سياست نه لرې ګرځېدم ، يوه نيمه ټونګه مې دلته هلته وهله يعنې نظر مې څرګنداوه خو د ډلو نه لرې ګرځېدم. آخر کې د ټولو خلقيانو او پرچميا نو تمه را نه لنډه شوه. ديوه امريکايي شاعر، را برټ فراسټ دې خبرې په ما سخت تا ثير کړی و چې ويل يې« زه ځکه انقلابي نه شوم چې وېرېدم، د عمر په آخر کې مرتجع نه شم.» همداسې هم شوه فراسټد پښتو ټولنې او پو هنتون ياران څه هماغلته او څه په خارج کې د نظر ته را مات شول .په دغو کې روهي، تږی، رحيم الهام، نګهت سعيدي،حسن کاکړ، ضمير ساپی، بها الدين مجروح او زيارد يادونې دي غير له کاکړ او ما نه ټولو يادشوي يارانو څه وړاندې څه وروسته کډې بارکړې،او ماهم تيار په کشکول پتري وهلي دي.
 
د روهي په اړه زه دګو تو په شمار خاطرې لرم چې دلته به يې نورې هم رالنډې کړم :
۱.د ادبياتو پو هنځي کې دوې نظر يې ډېرې لرې برې کېدې. مترقيانو ويل چې ادب د ژوند دباره، او دې نورو به ادب د ادب دپاره باله، هنر د هنر دپاره. بحثونه په ليليه کې او له هغې بهر، د ډوډۍ په ميز، په ټولګي کې دننه، حتی په تشنا بونو او د خوب په خو نو چالان و. هرې خوا په دلايل وړاندې کول او يو بل به يې ملا متاوه. په دغه لړ کې روهي هم،خدای مې دې نه ګنانګاروي، د پوهنځي په مجله کې يا بل چېرته د( ادب د ژوند دپاره ) په پلوۍ يوه مقاله ليکلې وه. په هغې داسې استدلال شوی چې حتی فردوسي هم چې خپل شاهکار، شاهنا مه وليکله، نو مقصد يې د سلطان محمود نه د سرو او سپينو او نورو امتيازونو تر لا سه کول و، نو يې ادب د ژوند دپاره  کاراوه. ما ته هما غه وخت او تر اوسه د روهي دا ډول استدلال يوه معمی ده. زما په فکر روهي بايد د فردوسي په ځای په شا هنا مې قضاوت کړی وای .
۲.په پښتو ټولنه کې د وخت د وزير، په منظورۍ ،ما د انګليسي- پښتو قا موس د جوړولو کار روان کړ، ټيم مې ورته څه د پښتو ټولنې له داخل او څه له بهر نه سرشته کړ. تقريبا ډکشنري ختمه شوې وه چې د ثور کودتا را غله او ما پېښور ته خپلې کړې. په دې وخت نو روهي د پښتو ټولنې رئيس و. بيا مې دې خدای غاړه نه نيسي چې د کودتا په دويم کال و که دريم، چې ډګشنري چاپ شوه . پرې خو شا له شوم خو نا اميندګي هم را ته ودرېده اوورته ومې ليکل چې ٌاحبه، ته خو پوهېږې چې د «معنوي شتمنۍ» په نا مه يو حق هم شته چې ملګرو ملتو او افغانستان پرې آمنا کړې او وايي چې کتاب ، يا اختراع  بايد هغې د اصلي خاوند په نا مه پاتې شي . هغه وخت پښتو ټو لنه کې د چا انګليسي ژبه نه وه ياده. زموږ په ټيم کې اتمان صيب او زيات شمېر نور لکه عزيزالله امرخېل هم وو چې اول به ما انګريزي توری ترجمه کاوه او بيا به مو د هغوی په مرسته او مشوره سم پښتو انډول ورته ټا که. سمه ده چې موږ يو ټيم و خو د کتاب اصلي مسئول او د وزارت چارواکو ته ځواب ورکوونکی زه وم . کله چې زما په غياب کې ډکشنري خپره شوه نوزما نوم هم ورکې شا مل و خو  د مولف کريډيټ يې نه و را کړی. ځينو لو ستونکو ته به دا زما ځانځاني و برېښي، خو داسې نه ده او روهي ته مې وليکل چې يار، زما ټول شته او دکاله سامان او مو ټر دا ټول رانه  خلقي حکومت ولجه کړل خو حرام که به مو چرت هم پرې خراب وي، خو په ډکشنرۍ کې ، هغه هم ستا د رياست په وخت کې دخپل نا مه په پلپوټ کېدو خپه يم. دا زما معنوي حق و چې تا سو ورنه بې برخې کړم.همدا خبره مې ، بيا چې روهي جرمني ته راغی په ټلفون کې ورته وکړه. هغه وويل چې نور يې څه غم کوې ، نوم خو دې په کې ياد شوی دی. ما ورته د شېرزمان تاييزي د شکايت کيسه و کړه. شېرزمان  ويل،« ما د( افغانستان ، په څلور لارې کې) په نا مه په انګرېزۍ يو کتاب وليکه خو په پاکستان کې مې نه شو چا پولی ، نو مې يوه ملګري ته چې د هند په جواهر لال نهرو پو هنتون کې يې درس وايه، واستاوه چې را له چاپ يې کړي. ملګري کتاب چاپ کړ خو په خپل نا مه او خپل مو نو ګراف په حيث» نو ما روهي ته ويل چې د تاييزي د کتاب غل دلته په امريکا کې کار کوي، نو يوه ورځ مې ورته وويل ، چې يه د خدای ظالمه ! د بل چا کتاب دې ولې په خپل نا مه کړ؟  د هغه ځواب داو چې « تاييزی نور نو څه غواړي؟ څو څو ځا يه مې په رفرنس کې ويلي چې په بلانکۍ برخه کې مې د تاييزي له نو ټو نو استفاده کړې» روهي ته مې شکايت و کړ چې تا سو مې په يوه لست کې ايله نوم ياد کړی حال دا چې مولف يې زه وم. په روهي کې داشهامت و چې را سره و يې منله.
دريمه نيمګۍ  خا طره دروهي ديوې لنډې کيسې ده چې په لوستلو يې دده خوريی، شېر مد خان راياد شو چې زه فکر کوم دده په وير يې ليکلې ده. شېر مد خان يو ښکلی ژڼی و چې خلقيانو وواژه. روهي په دې کيسه کې خوب ويني چې دا شهيد دده سره خبرې کوي چې ولې يې د مرګ نه و نه ژغوره. زه چې د خپلو خو بو نو جاج اخلم، يو شمېر يې د روهي کيسې ته ورته دي، اتلان په ويرژلو څېرو، لاسونه آسمان ته لپه، راته ژاړي، خو زما له لاسه هېڅ نه وي پوره. چې له خو په پاڅم نو د روهي کيسه او د بدخشاني خلقي، منصور هاشمې اقرار را ياد شي چې چا ورته د خپل ورورد خلا صون اسره ور وړې وه او هغه ويلي وو چې دده خپل خوريه خلقيانو نيولی او وژلی خو دی يې د خلاصون نه عاجز و. زه فکر کو م د روهي کيسه د زر ګو نو هغو افغانانو پورې چې عزېزا ن يې ډېر کله په هېڅ خبرې بنديان شوي او ددوی د هلو ځلو ، واسطو او پيسو لګو لو سره سره شهيدان شوي دي.
 
روهي، لکه پخوا مې چې وويل يو مفکر او تحليلګر ليکوال و او ورسره يې دده پښتو انشا هم د ستاينې ده. هغه اثر چې ده د پښتو د ادبياتو په تارخ باندې ليکلی ،تر ده دمخه يې انډول نشته. بايد ورسره زيا ته شي چې حبيب الله تږی او حسن کا کړ هم د دې کول ليکوالا نو  کې  په همدې کچه دي.
روهي يو با ادبه سړی و، د غږ د فيکوينسۍ درجه يې نظر خادم ته الفت ته نژدې وه، نرم، منطقي، چې ما ته يې دسعدي دا بيت رايداوه : دليلت قوي بايد و منطقي+ نه رګهای ګردن بحجت قوي.
په را وروسته کول باندې يې اغيز زيات دی. انځور، کاروان، جېلان جلان،نثار، تو ر عابد، لنډه يې دا چې د بهير ټولنې ټول غړي په خبر يا نا خبر ډول د روهي ګل نه وږمه اخيستې د ه .