دروهي ياد


((ثور)) په افغانستان کې دغمونواومصيبتون مياشت ګرځېدلې ، هرکال نوي غمونه راوړي اونوي مصيبتونه .
بياهم دثورمياشت وه ، زه په دفترکې ناست وم ، دټليفون زنګ راغی ، له بي بي سي نه يوچا خبرې کولې اوراته ويل يې چې دروهي صاحب په باب به څه راته ووايې !
ماويل : ولې ؟
ويل : روهي صاحب وفات شوی !
دغم دې ناڅاپې خبرسخت ودردولم ، ستونی مې له غريوه اوسترګې مې له اوښکوډکې شوې، څه مې نه شوای ويلای ، وخت مې وغوښت او ورته مې ويل : يوساعت وروسته  ـ
دغوږۍ له اېښودوسره مې دروهي صاحب دسيرت اوصورت دښکلاډکه څېره مخې ته ودريده ، ځان اوجهان رانه هېرشول ، خيالونودتيرو وختونو غېږې ته ورسولم اوله يوۀ داسې مهربان دوست سره يې کښېنولم چې :
         روح يې د روه په روحپروره غېږکې غزونې کړې وې ، جسم يې دروه درنو غرونو په لمنه کې خاړپوڅې کړې وې ، سترګويې دروه داسمان څکو څوکو له سرونودنظرونولوړپروازونه زده کړي وو، ژبې يې پښتني مور نه پښتوزده کړې وه ، مغزيې له پښتون نغري نه پښتونولۍ فلسفه اخيستې وه اوبدن يې له درنوغرونونه ددرنښت اوعظمت درسونه .
    ده دښوونځي زده کړه هم په يو بشپړ پښتني او روهي محيط کې پيل کړې وه ، زده کړو يې دکابل په ښارکې دوام کړی ؤ اودخپل هېواد او يوه بېل محيط ننداره يې په ژور نظرکړې وه ، لوړو زده کړو ته بيروت ته تللی ؤ اودنوي علوموميتودونه او دروزنې فلسفه يې زده کړې وه اوبيا چې بېرته راستون شو دکارپه مرحله کې ترې يوداسې شخصيت جوړ شوی و چې پښتني روزنې ، طبيعي روزنې ، عصري روزنې اوبهرنۍ روزنې ټولوپه خپل خپل وار اغيزپکښې درلود اوداټول يې دخپل اوخپل ملي فرهنګ دخدمت له پاره سره هماهنګ کړي وو .
     روهي صاحب دعلم له لوی دولت سره دحلم درنه پانګه هم ترﻻسه کړې وه ، دغرور ، فضل فروشۍ، خودخواهۍ اوتفوق طلبۍ له ناوړو ناروغيونه پاک ؤ . له لويواو وړو سره يې په صميميت اومينه راشه درشه کوله ، له زيردستانوسره يې رفيقانه رويه درلوده ، له فکري استبدادسره مخالف ؤ ، مشوره يې په هرکارکې ﻻزمه بلله اوملي ګټې ورته ترهرڅه وړاندې وې  .
ده په وچه کتابي مطالعه بسنه نه کوله ، بلکه دټولنې وېړکتاب يې هم ورسره ولوست اوداسې څه يې وړاندې کول چې ټولنې دردپرې دوا کيږي .
ارواښادروهي علمي او ادبي کارونه لږکړي دي ، خوپاخه اوبنيادي اړخونه لري ، ځوانانوته يې علمي ميتودونه په تطبيقي بڼه وړاندې کړي اودهېواد دکلتوري او ټولنيزو څېړنې لپاره يې علمي بنيادونه ايښي دي .
ده دژوندترپايه خپله علمي ذخيره دخپل ملي فرهنګ دخدمت له پاره  په کار واچوله اوداسې اثارترې پاتې شول چې تل به دهېوادځوانانوپه وړاندې د نور څلي وي اودروه په تورو غرونو کې به دعلم وړانګې خپروي اودا تيارې به رڼا کوي .
        هو!
      دروهي صاحب له يادولو سره دسړي سترګو ته هغه دروندانسان مجسم شي چې زړۀ يې له مينې ، سينه يې له حلمه اومغزيې له علمه ډک وو .
دروهي صاحب له نامه اخيستلوسره دسړي په مخه کې هغه لوی پښتون ودريږي چې : له خپل اوپردي ، ليرې اونږدې او لوی واړه سره به يې په ورين تندي ، متبسموشونډو اوخندانه څېره روغبړ کاوه اوهېچاته هم پردی نه ؤ .
روهي صاحب دروه ددنګوغرونو په غېږه کې خاړپوڅي  کړي وو اودمتانت اولويۍ درسونه يې اخيستي وو . روهي صاحب دنړۍ په پرمخ تلليوپوهنتونونو کې زده کړه کړې او دعلم پانګه يې ترﻻسه کړې وه .
روهي صاحب دهېواد په ګڼوعلمي مؤسسوکې ماموريت او امريت کړی اودعمل ميدان ته راوتی ؤ .
    دروهي صاحب علم اوپوهه دانسانيت دودې اودافغانيت دخدمت له پاره وقف وو .
دۀ دعلم په ملونې دکبراو غرور سرکش اس رام کړی ؤ او دخود خواهۍ او خودبينۍ ښار ته يې لته ورکړې وه .
روهي صاحب دښوونې او روزنې نړيواله علمي اوپرمختللې فلسفه ښه پخه کړې وه ، نوي نړيوال علمي ميتودونه يې په خپل مغزکې ښه جذب کړي وو ، خولکه څنګه چې دشاتومچۍ دګلونو له شيرې نه شات جوړوي ، دۀ هم دعلم نړيوال بڼ ټول ګلونه دافغاني ځوان نسل دعلمي ودې او روزنې لپاره کارول او دافغاني فرهنګ دخدمت په رنګ يې رنګول .
دۀ ډېروخت تيراوه چې دعلم دنړيوالوګلونوشيره دافغاني فرهنګ په شاتوواړوي ، نوځکه يې ليکل لږکول ، خوپاخه ، درانه اوپه تول پوره .
همدا سبب ؤ چې دده هره ليکنه نه يوازې دا چې دژبې اوليک يوه معياري نمونه وه ، بلکه ديوې څېړنې دميتودونو ﻻرښوده هم وه ، افغاني ځوانانوته يې هم علم ورښوه اوهم دهغه علم دڅېړنې ﻻرې اوچارې .
هسې خو روهي صاحب يوکتاب  (( دڅېړنې ﻻرښود )) په نامه ليکلی و اوځوانانو ته يې له ليک نخښونه نيولي د اخځ تر کتلو ، دموادو تر راغونډولو ، پخولواو نتيجه اخيستلو پورې ټول ورښودلي وو، خوحقيقت دا دی چې دده ټول اثار دڅېړنې ﻻرښود دي او ځوانانو ته دادبي بحثونو ، کلتوري معلوماتو ، علمي اوعملي نقددموضوعاتو ترڅنګ ددې ډول ليکنوليکل اوپخول هم قدم په قدم وښيي ، دوی ترګوته نيسي او دڅېړنې او تحقيق دنړۍ ګوټ ګوټ ته يې رسوي .
    زه عقيده لرم چې دروهي صاحب داټولې ليکنی بايدافغاني ځوانانواوپښتنوځوانانو ته دداسې نوټونوپه توګه تهيه او برابرې شي چې دوی دادبي علوموپه برخه کې موضوع ترې زده کړي ، هم شکل اوهم دڅېړنې اوتحقيق دود او ميتود .
  زماګران دوست سرمحقق زلمي هېوادمل په دې ﻻره کې زيات کار کړی ، دروهي صاحب زياتې مقالې يې په کتابي بڼوراغونډې کړي اوزه هيله ترې کوم چې ټولې مقالې يې همداسې دموضوع په ويش  راغونډې اوپه بيلابيلو مجموعوکې خپرې کړي .
   په دې توګه موږ وينوچې دروهي صاحب وفات تش ديوه ليکوال زيان نه ؤ ، بلکه ديوۀ لوی عالم زيان ؤ ،ديوۀ متفکرمغز زيان و اوديوه  دستار سړي  زيان ؤ ، بويه ! زمانې واوړي اوبيا داسې لويه هستي له ځانه سره راوړي .
    ما روهي صاحب له نږدې څخه پېژانده ، ښه مې پېژانده ، اوږده موده مې کار ورسره کړی ؤ اوډېرڅه مې پرې ليکلای شول ، خوباور وکړئ چې الفاظ عاجزي کوي اوماچې دده په باب څه ليکل غوښتل شوي الفاظ مې ورته ونه موندل اوکه ومې هم موندل تعبيرونه نيمګړي شول او دهغه تصويرچې ددې ناڅاپي خبرپه اوريدو زما مخې ته راغی زما په ذهن کې بې تفسيره تصويرپاتې شو .
              اروا يې ښاده او ياد دې تل وي !