خوست: د کاروان سراى سړک د لومړي پړاو ساختماني کارونه بشپړ شول

 
دخوست کاروان سراى سړک چې خوست ښار د څو ولسواليو سره نښلوي، ساختماني چارې يې څه موده مخکې دخوست د ولايتي ادارې په دوامداره هڅو پيل شوې، چې تر دې دمه يې د لومړي پړاو  ټولې ساختماني چارې د پلان او نقشې له مخې په ټاکل شويو معيارونو بشپړې شوې.
دکاروان سراى سړک د ((  نهه پنځوس مليونه ، اته سوه زره )) افغانيو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت په انکشافي بودجه جوړيږي، څلور کيلومتره طول او شپاړس متره عرض لري، چې د قرارداد له مخې به يې ټولې ساختماني چارې په پوره اتو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
د خوست ولايت د ټولګټو چارو ريس انجنيرمامور شاه  په خبره د سړک د کيفيت او څرنګوالي په تړاو وايي،  چې تر دې دمه د سړک ساختماني کارونه د قرارداد سره سم په ښه ډول پرمخ روان دي او دوى يې هره ورځ په دوامداره توګه نظارت کوي.
مامورشاه زياتوي، چې د ياد سړک د لومړي پړاو ټولې چارې بشپړې شوې ، چې تردې دمه په کيفي لحاظ هېڅ ډول ستونزه او نيمګړتيا نلري.
د ټولگتوچارو ريس خوست  سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ته پوره ډاډ ورکړى، چې دوى به دپروژې اهميت ، ضرورت، د ولايتي ادارې پراخو هلو ځلو او د مېشتو  ولسونو د زياتو ستونزو  په نظر کې نيولو سره  هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د سړک چارې په ټيټ کيفيت سره ترسره کړي، بلکې هره شېبه به يې د نظارت او کنټرول چارې په پوره مسووليت سره سرته رسوي.
خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د ټولګټو چارو ريس او د اړونده ساختماني شرکت مسوولينو ته په خپلو خبرو کې همېشه ويلي  دي، چې هېواد د ټولو شريک کور دى، بايد هر افغان پوره هڅه وکړي، چې د آبادۍ په برخه  کې خپله  ايماني او وجداني دنده سرته ورسوي.
نوموړي زياتوله ولايتي اداره همېش هڅه کوي، چې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دخوست ولايت د پرمختګ او د مېشتو ولسونو د اسانتياوو په خاطر مهمې پروژې منظورې او پلي کړي، ترڅو خلک ترې وکولى شي، چې په خپل ورځېني ژوند  کې اعظيمه ګټه پورته کړي.دده په خبره د پروژو په تطبيق کې د کار کيفيت او په وخت سره د پروژې بشپړول ډېر مهم دي، نو په همدې اساس يې د ټولګټوچارو رياست او د اړونده شرکت له مسوولينو په کلکه غوښتنه کړي، چې د دويم پړاو ساختماني چارې يې هم  بايد په ټاکل شوي وخت پيل او په  لوړ کيفيت سره يې سرته ورسوي او پدې لاره کې هېڅ ډول غفلت او بې پروايي ترسره نه شي.
نعيمي وويل ځينې وخت د رارسېدلو مالوماتو پربنسټ يو شمېر موټرچلوونکي خپل موټر په قيرشوي سړک په ډېر سرعت سره چلوي، چې دغه کار د ټرافيکي پېښو سبب ګرځي او زموږ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي، ده په ټولو موټرچلوونکو غږ وکړ، چې په موټرچلولو کې له پوره احتياطه کار واخلي، ترڅو زموږ خلک همېشه په خوشالۍ او سکون کې ژوند ولري.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر ، نېټه ١٤-٧-١٣٩٣ دوشنبه