
زما له سترګو بهېدلې اوښکې دې وليدلې، خو بې پروا لاړې
زما بې غږه ژړاوې دې واورېدې، خو پټه خوله لاړې
تل به دغو بې ځوابه پوښتنو، ځورولم: زه دې د ځان لایقه نه ليدم؟ له ما موړ شوی وې؟ یا... ولې له ما نه لاړې؟
زه او ستا یادونه تل سره یوځای یو، له پرونه ډېر سره میین
د مينې د نيمې لارې میینه! له موږ پرته چېرې لاړې؟
عجبه بې رحمه نړۍ ده، ته به تلې او یوې ميينې به په خپلو اوښکو بدرګه کولې
تر هغې چې تلې، د تګلوري کوڅې دې، تقدیر راپسې تړلې وې
ولې د خپلې ميينې له برخلیک څخه، ناپوهه لاړې؟