تور کاڼي دې وتراشل هندارې دې ترې جوړې کړې
مړې دتصويرسترګې وې خمارې دې ترې جـوړې کړې
چوپو کليمو ته چې موسکی شانې په مينه شوې
وې ګونګې بلبلې سندرمارې دې ترې جـوړې کړې
ژوند زمــــونږ کــــوتره شو او ستا د بيلتانه شيبې
راغلې ورپسې د بازنوکارې دې ترې جوړې کړې
زرکې مــــو په غـــرونو کې کوکارې د بيلتون وهي
زاڼې مو بې ميره دي او نارې د بيلتون وهي
ژوند دې و ټپه ټپه په روح د ملالۍ مين
ته وې پرخــــوشال مين او ته وې پرسيلۍ مين
شغ دې د نښتر د څڼو خوښ و شغ د غشو نه
ته وې دهوســۍپرخوااوته وې پرکبلۍ مين
خوښ دې و بې حده په قران کې د رومان ټکی
ته د روه پر ژڼي مين ته په روهـيلۍ مين
مـــخ د خپل جانان دې په ويدا په اوستا کې ليد
تا د اوښکو خدای د يتيمانو په موسکا کې ليد
څومره په تمکين زمونږپه مخکې وې اميرروان
تا پسې و وروسته پر سندرو بار بهير روان
زړه کــې به دې څړيکه د دردونو راروانه وه
پاس به چې هوا کې و کوترو پسې تيرروان
يه!زمونږ زرينه خوبه ستړي يولږ رايشه
ګوره درپسې موپه تڼاکوپښوتعبير روان
خپلې سپينې تورې رانه سر په ولجه وړی دی
تورې بلا شپې رانه ســـحر په ولـــــجه وړی دی
ته د ګل په دين وې تابلبله له زړه جوړه وه
وزن د ســندرو ته دې تله له زړه جوړه وه
تا پکې پاللو يو د مينې ليونی ملنګ
تا د خپل ارمان په ﻻس کوډله د زړه جوړه وه
هلته به وزرې سوځيدې دبدرنګۍ دديو
تا د ښــاپيريو دنيا خپله له زړه جوړه وه
ووايه چې چاته دې په سر زرين پټکی ايښی
مونږورته په نذرکې دمينې ډک زړګی ايښی
چـــــيرته يې امامه بې اختره بې براته يو
پاتې په لمانځه کې هم د مينې له رکاته يو
نشته څوک چې سترګې مودطورپه رنجوتورې کړي
لرې غورځيدلي د جانان له الــــتفاته يو
تږي يو ډير تږي يو خو لپې مو د زړه سورۍ
ځکه خو بې برخې د سندرو له زکاته يو
ﻻس د وړانګو راکړه د اشنا خواته مو وروله
مــــونږ د نـــظرســــتړي د بـــڼو شاته مو وروله
تاوې چې شپه ناوې کړۍ سپوږمۍ په ګډاراولۍ
لمر هم د شــــاهو په شان پر تخت د سبا راولۍ
تور لوګي د جنګ جـارو په پرو د کوترو کړۍ
څوک د سنځلبويو څڼو بوی په هوا راولۍ
تاوې چې لوی رنځ بې وطني ده اودرمان ته يې
وخيژۍ اسمان ته ورپـــــسې مسيحا راولۍ
ته ﻻړې بـــل نشته چې له زنګـــه غــمي وساتي
خدای خودې دکاڼو له هر جنګه غــمي وساتي
وروستي