
دغه څو بیتونه ښاغلي سید احمدشاه حکیمزي د خوست نه رالیږلي دي.
پوهه د نیکمرغۍ او ناپوهي د بدمرغۍ نیالګی دی
ير دى که خپور د ظلم دام دى چاته مه وايه څه
پام کوه دا کلى بد نام دى چاته مه وايه څه
د وخت ساقي له کاسې لاندې نېم کاسه نېولې
لاس کې يې ستا د وينو جام دى چاته مه وايه څه
دلته رقيب د هر مين په زړګي لوبې کوي
داسې عمل خو دلته عام دى چاته مه وايه څه
دلته رڼا او مشا لونه دي د زور د خاوند
ستا په نصيب که تور ماښام دى چاته مه وايه څه
دا څو غټ خيټي که په تا څومره نادودې کوي
هر څه منه دلته ناکام دى چاته مه وايه څه
د وخت تيارې به دې جونګړه کې غويمنډې کوي
دلته د خوارو دا انجام دى چاته مه وايه څه
تور ته به سپين ،سپين ته به تور وايې ددوي په خوښه
د حق ويل دلته اعدام دى چاته مه وايه څه
ساده زړګيه ځه له دې کلي نه کډه وکړه
دلته ړندو سره زمام دى چاته مه وايه څه
دلته به سوځې لکه شمع د خپل تن په وينو
که نه نو ژوند دې بس ناکام دى چاته مه وايه څه
ته به خندا کړې که دې دوى غوښې پر اورسوځوي
داسې قانون ددغه قام دى چاته مه وايه څه
شف شف کوه خو شفتالو ته دې خوله جوړه نه کړې
ډک له له ازغيو که هر ګام دى چاته مه وايه څه
نصرته هسې به په تورو بلاګانو واوړې
ډک له خطره دې پيغام دى چاته مه وايه څه