آياملاعمربه ژوندی وي؟


داپوښتنه نږدې دټولوافغانانوسره شته چې دطالبانومشرملامحمدعمراخوندچېريدی؟ژوندی دی اوکنه؟ديارلس کاله کېږي چې نوموړی له واکه لري شوی بيايې هيڅ خبره اولس نه ده اورېدله.
پوښتنه داده چې دی به چېري وي اوآياژوندی به وي اوکنه؟په دې اړه افغانان په خپلومنځوکې  سره وېشل شوي دي ځيني فکرکوي چې لویملاصاحب ژوندی دی.
ددوی استدلال په دې ډول دی چې دنوموړي په هراخترکې  پيغامونه راوزي اووخت
په وخت يې لائحې راځي. معلومېږي چې نوموړی ژوند ی دی. خونورافغانان بيافکرکوي چې ملاصاحب کېدای شي ژوندی نه وي اوڅوکاله پخوايېله ژوندسره مخه ښه کړې وي.
ددوی استدلال دادی چې که ژوندی وای نوځيني ډېري مهمي پېښي رامنځتهشوې،دهغوپه هکله به يې خپل دريځ روښانه کړی وای اوهمدارازدملگروترمنځراټوکېدونکې  اختلافات به يې حل کړې وای.
دوی دملاصاحب اختريزپيغامونه اولايحې دملاصاحب نه بولي اواستدلال يې دادیچې يوخودده په غږکې  نه دي اوبله داچې دغه پيغامونه په ډېره ښه توگه ليکلشوي دي دملاصاحب خبري خوساده وې هغه داسي سياسي اومعياري خبري نه شویکولی. ددوی دخبري تائيدله دې نه هم کېږي چې دطالبانويوه  ډله چې ځان داسلاميتحريک دفدايي محاذپه نوم  يادوي،ملادادالله ته ځانونه وفاداربولي اومشرييې ملانجيبالله(عمرخطاب)کوي.
په دې وروستيوکې يې ځيني اعلاميې په خپله رسميويبپاڼهhttp://alfida.org/afg/wordpress/ صادري کړې اوپه هغه کې يې ويلي
دي  چې دطالبانوله خواچې کوم پيغامونه ملامحمدعمراخوندته منسوب دي داټول
درواغ دي
ليکې : په لوی رب د کائناتو په خالق قسم او په ثبوت سره دا خبره کوو چی دا
څلور کاله کیږی چی د امیرالمؤمنین لخوا هیڅ پیغام دوی ته ندی راغلی حتی د
ملا اخترمحمد منصور د نائبی پیغام هم ندی راغلی، دا چی امیر المؤمنین دی
د قطر سیکولر دولت ته د ستاینی او ددعا په خاطر دوی ته پیغام رالیږلی وی
هیڅ سالم ذهن یی نه منی. دا څومره پيغامونه چی دوی د ملا صاحب په نامه
نشروی دا کوټلی درواغ دی، ملا ګل اغا او ملا اختر محمد یی چی په خوب
ووینی صباح ته یو پیغام جوړ کړی او د امیر المؤمنین نوم پی کیږدی!.
له دې نه هم معلومېږي چې دادملاصاحب پيغامونه نه دي اوکېدای شي ملاصاحب
بېچاره پخوامړشوی  وي.
که ژوندی وي هم به په داسي يوه ځای کې  ناست وي چې دآی اس آی يوخوندي
دفتربه وي اوپرته دهغوی له اجازې به خبري نشي کولای.
پای