
ښاغلۍ ډاکټر اشرف غني احمدزی ! موږ دنوي نسل په استازولی غواړو خپل لومړیتوبونه په ترتیب له تاسو سره شریک کړو.
په لومړي کال کې غواړو دافغانستان لپاره په حیاتي موضوعاتو تمرکز وکړئ اوستاسو له قول سره سم په شپږو لومړیو میاشتو کې ولس ته په دې هلکه راپور ورکړئ :
دنیمروز اوچاه بهار بندر ترمنځ دپرتې لارې امنیت اودچابهار بندر له لارې دهندوستان- افغانستان او هندوستان- منځنۍ آسیا سره دپراخې راکړې ورکړې، سوداګرۍ اوترانزیت زمینه برابرول.
دجنوبي ایران دچاه بهار دبندر له لارې دافغاني محصولاتو ،کانونو، کرهڼیزو اومالداري تولیداتو رسول ترهندې مارکیټ اوله هندڅخه ډول ډول توکې ګران هیواد افغانستان ته ددغه بندر له لارې رالیږدول ډیر ارزښتمن اوستاسو دوینا سره سم دافغانانو په دسترخوان کې تغیر راوړلی شي .
چاه بهار هغه یوازینی ایرانی بندر دی چې دهند بحیرې سره نښتی دی.په داسې حال کې چې له کابل څخه دکراچۍ بندر ته په ۱۰۹۱ کیلومټره واټن مګر دچابهار بندر څخه کابل ته ۱۳۱۳ کیلیومټره واټن دی . همداراز دغه بندر دهند- منځنۍ اسیا مارکیټونو ترمنځ هم ډیر اغیزمن بندر اولار ثابتیدای شي دټرانزیټ اوټرانسپورټ له لارې ترې موږ ډیر عواید ترلاسه کولی شو. ددغه بندر له لارې کولی شو منځنۍ اسیا له جنوبې اسیاسره هم ونښلو چې بیا هم افغانستان ته ترې ستر عوایدلاسته راتللی شي .دیادونې وړده چې دهندد وست هیواد ددغه بندر دمعیاري کیدو اوجوړیدو لپاره کابو ۱۰۰ ملیونه امریکایې ډالر لګولي دي ، دهنددوست هیواد له چاه بهار بندرڅخه ترزرنج دلارام پورې سړک هم په پاخه اواساسي ډول د۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت جوړکړی دی اوورسره دچاه بهار څخه دبامیانو دحاجي ګک داوسپنې تر کان پورې د۹۰۰ کلیومترو په اندازه دریل پټلۍ هم تر غور لاندې ده . له نیکه مرغه دتیرجمهورییس حامد کرزي په وخت کې دافغان- هند- ایران دری اړخیز تړون ددغه بندر په هکله لاسلیک شومګر لاهم ددې بندر دښه فعالولو لپاره باید ایران خپلې هڅې ګړندۍ کړي اولاندې جدول سره سم باید ایران خپل مسولیت بشپړ کړې:
دچاه بهار بندر ایران ته دوه ستراتیژیکې ګټې لري، لمړی داچې دایران په بندر عباس بندر به ګڼه ګوڼه اوله حده زیات تراکم راکم شي اوبل داچې ایران غواړي دچاه بهار بندردمنځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، اوفارس خلیج ترمنځ دسوداګرۍ اوټرانزیټ دپله بڼه غوره کړي.دچاه بهار دبندر دفعالیدلو لپاره لاندې اړینې پروژې په پام کې نیول شوې چې ددغو پروژو په بشپړیدو سره به دچاه بهار بندر فعال اوله دې لارې به وکولی شو له مختلفو هیوادونوته لیږد رالیږد ولرو :
دپروژې نوم |
ځای |
مسولیت |
دکار جریان |
زرنج – دلارام سړک |
لویدیځ افغانستان، نیمروز ولایت چې ایران دهرات – کندهار دلویې لارې په مټ له افغانستان سره نښلوي |
هندوستان |
کاریې بشپړ شوی |
چاه بهار – ایران شهر- زاهدان – میلاک سړک |
ایران، چاه بهار دافغانستان له پولې سره په نیمروز کې نښلوي |
ایران |
کاریې بشپړشوی |
چاه بهار- زرنج – دلارام – حاجي ګک دریل پټلۍ |
په مرکزي افغانستان، بامیان کې دحاجي ګک داوسپنې کان له چاه بهار سره نښلوي |
هندوستان |
اعلان شوی مګر پیل شوی نه دی |
چاه بهار – فرج – بام دریل پټلۍ |
په ایران کې دچاه بهار اوبام ترمنځ دریل کرښه |
ایران اوهندوستان |
اعلان شوی مګر پیل شوی نه دی |
چاه بهار – زهدان – مشهد دریل پټلۍ |
دایران دچاه بهار – مشهد اوشمال ختیځ ایران دریل په مټ سره نښلوي |
ایران |
کاریې په ۲۰۱۰ کې پیل شوی مګر لابشپړ نه دی |
مننه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
۲۰۱۴/۰۹/۲۷ کابل ، افغانستان