
دترهګرۍ (تروريزم) ډولونه دویم څپرکی؛ شپږمه برخه
د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛ (د مسجدونو او ښارونو ورانول)
ګوډ تيمور په خپلو خاطراتو کې وايي چې د مسجدونو او د نورو اديانو معبدونو ته سپک نه ګوري او ډېر درناوى ورته کوي، دا سمه ده چې د نورو ادیانو معبدونه یې نه دي وران کړی، خو موږ وینو چې تیمور نه يواځې په مسجدونو کې هغه پناه اخيستونکي خلک وژلي دي، بلکې مسجدونه يې هم له بېخه په باروتو الوزولي او له خاورو سره يې خاورې کړي دي چې طبعاً په مسجدونو کې قرآنونه او د محمد(ص) د احاديثو کتابونه موجود وي، او هغه قرآنونه او د احادیثو کتابونه یې هم له مينځه وړي دي، چې نوموړی يې ځان څښتن(صاحب القرآن) بولي، تیمور د مسجدونو د ورانولو په باب پخپله اقرار کوي او وايي:
«د اصفهان په يوه سيمه کې يو لوى مسجد، زما د عسکرو د لارې پر وړاندې ښکاره شو چې په مسجد کې ځينو کسانو ځاى نيولى ؤ او موږ يې په غشيو او تيږو باندې ويشتلو، سره له دې چې زه مسجد ته ډېر درناوى کوم، امر مې وکړ چې د مسجد ديوالونه په باروتو باندې والوزوي تر څو ټول هغه کسان چې موږ په تيږو او غشيو باندې ولي ووژل شي.»
همدا ډول تيمور د اصفهان د جامع مسجد د هغو کسانو د وژنو حال وایي چې پخ نوموړي مسجد کي یې پناه اخیستي وه:
«زما زوى جهانګير... د خپلې لارې په اوږدو کې هغه ټول کورونه چې د سړک پر دواړو خواوو کې ودان وو ورانول او مخ پر وړاندې روان ؤ، تر څو د اصفهان ښار لوى جامع مسجد ته ورسيد، د اصفهان ښار يوه ډله خلک هلته راټول شوي وو او غوښتل يې چې مقاومت وکړي، زما زوى هغوى ټول له تيغه تير کړل.»
له بل پلوه ګوډ تیمورد ظاهري عبادت لپاره په جګړيزو سفرونو کې، د ځان سره يو لوى او ګرځنده مسجد ګرځولو، هغه مسجد دومره لوى ؤ چې د هغې مسجد د لرګيو تختې يې په (۴۰۰) آسونو باندې له يو ځاى څخه بل ځاى ته وړلې.
د تیمور د مسجد په باب د سلطانیې اسقف داسې یادونه کوي: «... تيمور بېک داسې سړى دى چې په خپل دين باندې ايمان لري د نړۍ په هره برخه کې چې وي، په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي او يو مسجد لري چې د هغې د لرګيو ټوټې له يو ځاى څخه بل ځاى ته له ځانه سره وړي او په هر ځاى کې چې تم کيږي د مسجد ټوټې سره يوځاى کوي او لمونځ په کې کوي... .»
له یوې خوا که تیمور مسجدونه ورانول، له بلې خوا یې مسجدونه او د علماوو کورونه د امن ځایونه ټاکل، تر څو مسلمانانو ته وښیي چې د اسلام د ستر پېغمبر(ص) په شان جهاد کوي تیمور وایي: « زما جارچيانو نارې ووهلې هر څوک چې غواړي ژوندى پاتې شي د شيخ حسام الدين سبزه واري کور او د(ميرمسجد) ته دې ولاړ شي، ما د ميرمسجد پناه ځاى اعلان کړ.»
دا ډول د شام په جګړه کې تيمور نظام الدين شامي ته چې له ده سره په لښکرو کې يو ځاى ؤ وويل: « هغه کسان چې د حضرت عمر په مسجد کې يې پناه اخيستي ده زما له خوا ورته ووايه چې دوى دې نه وېريږي او عمر (رض) ته په درناوي سره، چا چې په مسجد کې پناه اخيستي ده د سزا څخه بخښل شوي دي، او لکه چې پوهېږې چې ستا نظام الدين شامي او د عربشاه کورونه هم پناه ځايونه دي او هر څوک چې ستاسو په کورونو کې وي له سزا ګانو څخه خوندي دي ...» عجیبه خو لا دا ده چې تيمور، په شام کې د دمشق ښار د جناياتو او لويو ترورستي ورانيو د تر سره کولو څخه وروسته، د خپلو ترهګریزو کړنو د شکـر ادا کـولو لـپاره د حضرت عـمر(رض) مسجـد ته ورغلو او نوموړی داسې وايي: «د حمل مياشتې په اتمه نيټه د دمشق په ښار کې دومره لوی اور ولګيد چې ښار د رڼا ورځې په شان ښکاره کيده؛ کله چې جګړه پاى ته ورسيدله، نو د حضرت عمر د مسجد، په هغه ځاى کې مې لمونځ وکړ چې حضرت عمر په کې لمونځ اداء کړى ؤ، او د خداى شکر مې تر سره کړ چې ومې کړاى شول چې د دمشق ښار مې ونيولی شو.!»
د ښارونو ورانول.
تیمور د یاسا قانون سره سم لوی لوی ښارونه او هر ډول ودانۍ، ورانې کړي دي، د دغو ترهګریزو ورانیو حال پخپله تیمور په دې تړاو لیکلی دی: «ما په خپل عمر کې ډير ښارونه له خاورو سره خاورې کړي دي او داسې مې وران کړي دي چې پوهيږم تر څو دا نړۍ وي بيا به اباد نه شي، ما په خپل ژوند کې په کروړونو مغلوب خلک له تيغه تېر کړي دي او د هغوی له سرونو څخه مې مِنارونه جوړکړي دي، کله مې چې د يوه ښار د ټولوژنې امر ورکړ، د ښار ټولې کوڅې او بازارونه به د وژل شويو په وينو باندې ارغواني شوې... .»
تيمورد سبزوار په دوهم يرغل(٧٨٥،ه) کې خپل ځان د اسرايلو د پيغمبر يوشع سره پرتله کوياو وياړي چې د يوشع پيغمبر په شان يې جګړه کړي ده په دې اړه وايي:
«د سبزوار په جګړه کې مې خپلو عسکرو ته وويل: کله چې د کلا د ديوالونو لاندې باروتو ته چاودنه ورکوۍ، نو تاسې برغوګان (شېپوريا تورنګ) وغږوۍ ترڅو د کلا اوسيدونکي په دې فکر کې شي چې د کلا ديوالونه د بروغوګانو د آوازونو له امله ونړيدل چې دا ډول کار د بني اسرايلو پيغمبر يوشع، چې وروسته د موسى(ع) څخه د دوى مشر ؤ تر سره شوى ؤ، هغه چې په کنعان کې يې د (اريکا) پر ښار باندې حمله کړي وه ... .»
تيمور په دې باب زياتوي: «زه نه شم ويلى چې د باروتو د چاودنې آواز او د ښار د کلا د ديوالونو د چپه کیدو، له امله څه ډول ځمکه ولړځیدله، چې وروسته خبر شوم، چې دهغو دوو چاودنو له امله، هغه کورونه چې د ښار په شاوخوا کې ودان شوي وو، وران شوي او اوسيدونکي يې ترخاورو لاندې شوي دي.»
دا شان تیمور د خپلو بې شمېره ترهګریزو کړنو په لړ کې د بویر ښار د لویې تباهي په اړه داسې څرګندونې کوي:
«خپلو عسکرو ته مې امر وکړ چې د بویر ښار ټول کورونه وران کړي او د زردشتيانو اورتونونه(اتشکده) دې نه ورانوي او دا مې ورته وويل چې هغه کسان هم مه وژنئ چې زيړ رنګه کالي يې اغوستي وي (د اورتونونو خادمان) نور هر څوک چې ووينۍ ويې وژنئ، زما عسکرو په هغه ورځ د بوير ټول کورونه وران کړل او يو کور هم روغ پاتې نه شو، تر هغه وخته چې زما لښکر په بوير کې ؤ هر څوک مو چې وليدل ومو وژل او ښځې مو هم د سړيو په شان په سزا ورسولې.»
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي