ویرجنې ساندې

دغه وېرنه مې ۱۸ کاله وړاندې دارواښادشهید داکترنجیب الله په وېاړنه کې بوللي وه.اوله بده مرغه زېاته برخه
ېې دکډوالۍ دستونزمن سفرپه یون  کې راڅخه ورکه شویده همدا اوسنی برخه دشهېدانودسترسالارداتلسم تلین د
د رنښت په وېاړدهغه اتل روح ته ډالۍ کوم.
ویرجنې ساندې
دوطن دوښمن بېاوکـــړلــــوګــــوزار                هر افغان ېې کړپه زړه باندې افګار
دنجیب په شهادت وطن غمګين دی                 دافغــان په کورجوړشــــــویدی ناتار
په لوېدودلوی لمروطـن تورتم شـــو                   پښتني غـرورتس نس شـــوتارپه تار
قــــــرباني ېې دتاریخ لپاره ورکـــړه                 خپل ژوندون ېې کړپه دغه لارکې زار
نه به بیا  نجیب پیداپدې وطن شـــي                  دکــــــــلونواوپېړیــــــــو پـــه ادوار
ننګېالـــی دزمانې وسترشخصیت و                  ټول جهان ته ېې میړانه وه اشــــــکار
د دښمــن سترګې له ده نه بریښدلې                  غلېــــــــمانو ته  وغشی په  زړه خار
شفقت کې وبې سـاری ستر انسان  و                   دملـــت په خدمت  بوخت لېل ونهار
تبسم به ېې همیش په شونډو خورو                 وخوشبـــینه  لکــــــه ګل دنوبهـــــــــار
لکه غروهسې دروندخپله هستۍ کې                اراده  کــــې  پولادي وډیرســــــرشــــــار
محرک دنهظتوولوی ځـــواکمـــن و                  په وېناکې ومــــــــــــوجــــــونه دابحار
تفکـــرکــــــې وسلیـــم اوپیـــاوړی                روڼ  منطق ېې په خبروکـــې اظهـــــــــار
دلیری کـــې زمــــــری وډیرغښتـــلی               پــــــرواګیــــرنه دعــــــدونه داغیــــــار
په قوت کې پهلوان وبې له شکــــــه               رستم دخپل زمــــــان وپه ګــــــــــــــوزار
تل لګېاودوطن په نیکمـــرغۍ کـــې               درلــــــودل ېــــــې ارمـــانونه  په هـــزار
ای نجيبه   تاریخ دې هم  نجيب دی                کارنامې دي شــــــولې پاتــــــې په یادګار
افغانان دستا په مرګ په زړه سوري شول        لـــــــــروبــــــردي په ژړاوو  په چغــــــار
پښتانه به ساندې بولي ستاپه ويرکې                په وېاړنه  په ستــــــاینــــــه ډیــــــراشعار
ګردجهان دې شهادت  جګرخون شو                خپـــــــــرول به اژانســـونودآ اخبـــــــــار
نر اوښځې لاریونــــــوته راوتلـــــــــې                 په واټونــــــوکې روان قـــــــــطارقــــــطار
طالبـــان دی مرده بادوي مــــــرده باد             په یوه غــــــږېې ورکاوه دغه شعــــــار
نجيـــــــــــب دی زنده بادوي زنده باد              په ډیـــــــــرزوږبه زنده بادشولوتکرار
دسیاتوطیی څرګندې  شـــــــــولې ټولې             چې ایرادشـــــــــول تقریرونه بې شمار
پنجابیان دي طالبانـــــــــوپه جامه کې              چې دوکــــه نه شی په ږيروسپين دستار
غلامان دای اس آی دي بل څوک نه دي              داتورمخي کــــــــرغیړنه  بدکـــــــــردار
پاکستان کې روزل شوي داوحشیان دي              نه ېې مورچاته معلـــــــومه نه  ېې پلار
په سپیتانه خوی دهـــــــــرچابدایسیږي            مشران ېې ډیرظالم  دي ستر غـــــــــدا ر
په ړنده سترګه راوتې دی مــــــیدان ته               دعمرپه نوم اخــــوند دکندهـــــــــار
دپنجاب په مدرسه کې تربېه شـــــــوی               په حیله کې سترانګليس دی  لوی بدکار
د ده ډله دپردیو مــــــــــــزدوران دي                 لنډغردي دا  نا اهله ســـــترمــــــــکار
بي عزته  افغانان شول په خپل کور کـــې                   لالګیادي چې خراب ېې کــــړي  روزګار
شمـــــــــله دپښتنوټیټول غـــــــــواړي               په چل ول ېې بې وسلې کړل هم  سنګسار
ډیرځوانان ېې چارماری په بې رحمی کړل               نه ېې رحم په ماشوم نه ېې دمشرپه کشتار
لالګېادي هـــــــــره خواظلمــونه کاندي                سخت په ویره  کې  ډوب شوی کابل ښار
وهـــــــــل اوټکــول ېې په وحشت دي                 په کيبلو ځنځيرونوپه بـــــــــاربـــــــــار
میندۍ خویندۍ دوطـــــن ټولي کړیږي                ټــــــــول ملـــــت د دوی له لاسه ناکرار
دتعلیم اوتربیی سختـــــه دوښمنان دي              ګرد جـــــهان ته ېې رسواشـــــــوله تګلار
استاذان شــــــــ­ـــول ټول فراربهرملکوته              په وطـــــن کې ېې نه کارشته نه روزګار
په ژړاخپل سرنوشت ته جونکـــــــۍ دي             پخپل کور کې بندیوان شــــوی هم بیکار
پوهنتون ېې جهلتون کړبې له شکـــــــــه            محصلان په ژړاسردي خـــــــــــــواروزار
په اورونوکې ایرې کتابخـــــــــانې شـــوی           سامانونه شول کباړدلابراتـــــــــــــــــوار
په لیسوکې پنجابي ملایان ګــــــــــــــرځي            مدرسې شوی دتړلود دستـــــــــــــــــار
دجهالت تورتم ېې خپورکړهرې خـــــواته             ای اس آی ورته  ښــــــــوولي دغــــه لار
پښتانه بدنامـــــــــــــوي داپنجابیان دي              افغانانو رابیدارشی،شی هـــــــــــــوښیار
پښتانه دخپـــــــــلــــووروڼوبدي نه کا                دېوه اریابچیان دي په تاريخ کې دا اشکار
دتاریخ ماضي ېې ډکه په وحـــــــدت ده                 هرغلېم ته ېې ورکړی ګډګـــــــــــــــوزار
په ژړا اوپه خنداسره شـــــــــریک دي                   پ،ت،ن دی که اوزبک دی کــــه هـــــزار
طالبانــــــوپه تاریخ متیازې وکـــــــــړی                چې نجیب شودمنصورپه څــــــیرپه دار
ظاهروکه نظـــــــــروکه شـــــــــیرین و                 دهاشم په څیرترورشــول په هـــــــــزار
پښتانه پخپلـــــوسیموکـــــــــې کړیږي                  پرې غــــوریږي  ږیروره  کوتکمـــــــــار
 
پښتانه ېې بې  وسلې ټوټې ټوټې کــړل                    تورپنجاب ورته ښوولي دغـــــــــه لار
دوحشت سمبول طالب دی بی له شکه                  واسکټونه ېې بمونه لنکوټي ېې  انتحار
تورلنګېوتورلښکـــــــــرورسره مــــل دي                نصرالله بابرېـــــــــې مشرســـــردمدار
دافغان تاریخ شمله ټیټول غـــــــــواړي                  دابې ننګـه داتورمخي سترفريبـــــــکار
دنازواوزرغونې پړوني لوټ شــــــــــــول                 پری به نه ږدید احمدلــــوی دستار
دغازیانودقبروجنډې شـــــــــــــوی ماتې                پری ېې نه ښودل هډوکي  شهیدانوپه مزار
نجیب کړي پیش ګوېې د دی برخلیک وه                دافغان په کوربه ګډشي سترغمونه لوی ناتار
ده غوښتل چې زخم جوړزردافغـــان شي                 دملي اشتی په نوم ېې کړه اعلان خپله تګلار
سوله دوست وسترخیرخواه دهـــرافغان و                ارمانونه ېې سپیڅلي هم په مشي هم ګفتار
لمرځـــــلانده په ختووپه وطـــــــــن کې               چې ملت ته شوې قبولي د ده هیلي هم کړنلار
لکه غله کمین کې ناست څوتوطیه ګروو                 دببـــــرک ډله ټپله داتورمخي سترمـــــــــکار
وکیلان که مزده کان وودابې ننګـــــــــه                 په چـــــل ول کـــــــــې ووروان د ده په لار
عظیمي کشمیري هسې چــــــارې وکړې                 لکه کړي په  تاریخ کې  عظیموخاین ټګمار
دا تورمخي ګوډاګیان سره لګیا شـــــــــول               مثلث تړوڼ  ېې جــــــوړکړپه مــــــــــــزار
په پلان کې ېې هیرووحشي دوستـــــم کړ                پنجشیری مسود ېې مل کـــــــــړپدې چار
کودتا شـــــــوله ترسره په کابل کـــــــــې               ارمانونه دنجیب شــــــــــــــول تارپه تار
دحمل په ۲۷مه ټپوسانو،غدارانـــــــــــــو               ناورین خپـــــــــورکړدکابل په هــــربازار
دملګـــــــــروملتـــــــــودفتـــــرته لاړو                لوی اتل دزمانـــــــــې ډیرپه تلـــــــــوار
دوژلوېې توطیه شوله نـــــــاکامـــــــــه                 یعقوبي،باقي شهیـــــــــد شـــول اتل وار
بنین سیوان وډیر بی ننګه بی غیـــــرته                    له کابله شـــــــــوپه منډوپه فـــــــــرار
پرستیژدملتونوهـــم رســـــــــواشــــــو                  چې ناکامه په وعدوشول هم کـــــــــردار
دوطن دشهیدانوارمــان لوټ شـــــــــو                    پاکولانوچې کابل کړوګــــــــــــــــــرفتار
ککرۍ ېې دوطن په لار کې ایښـــــــي                  سري جنډې ېې راکږې شوې په مـــــــــزار
شهیدانوروح موښادشـــــــــه اتلان ېې                   تاریخ په تاسوویاړي ډیرپه مینه  افتـــخار
سره شوه لاسمسوره ستاســـــــــولاره                   چې نجیب شودمنصـــــورپه شان په دار
وطن اویا کفن د ده شعـــــــــــــارو                    افرین د ده  په پښت   شـــــــــه ده په ار
شاهپورجانه تل ژوندی ېې راته خانده                   لوی اتل د  زمانې  شـــــــــوی جــان  نثار
اوونۍ،هیلۍ موسکابه ولـــــــې ژاړي                  افغانان چې نجیب ستاېې په ویاړنه په اشعار
له یوسفه دشاه پوربوی ماته راغــــــی                 ترې قربان شم ترې وارې شم ترینه جـــــار
اکبري به ساندې بولي ډیرویرجـــــــــن دی            ارمانجن دی چې ملنګ شي دنجیب دسترمزار
بسم الله اکبري ۱۳۷۵
خوست  صبري