
که څه هم چې د ټاکنو په بهیر کې ستونزې ډيرې وي او د ټاکنو پروسه وځپل شوه. واک په هغه ډول نه انتقالېږې څنګه چې مو هیلې وي، واکونه او صلاحتونه هم د ملی یووالې حکومت تر نامه لاندې ویشل کېږي، خو بیا هم د هغې ډلې څخه چې شاوخوا دېرش کاله په واک پاتې شوي، له واکه لرې کول یي ګران کار دی. د اصلاحات او همپالنۍ د ټیم واکونه نیمایي ته کمېدل هم د ډاکتر اشرف غني او دده د پلویانو د مبارزې له برکته وو. په یو میاشت یا یو کال کې له حکومته د زورواکو ګوښه کول امکان نه لري، او په افغانستان کې بیا بیخې امکان نه لري. که د مفسدو، غاصبینو، پردې پالو، مجرمینو، قاتلینو، قاچاقبرانو، مافیاوو او ظالمانو سره مبارزه همداسې دوام ومومې نو بې له شکه د افغان ولس راتلونکې به روښانه وي او په ډېر نژدې راتلونکې کې به د یو افغان او بل افغان ترمنځ هیڅ توپير نه وي. ددې مبارزه له برکته د دې ډلې واکونه به کمېږي او دا اوسنۍ ۵۰٪ واک به یی ۱۰٪ و یا ۲۰٪ ته به را ښکته شي.
ډاکتر اشرف غني د یو رښتنې افغان په توګه د یو داسي مبارزې بنسټ کېښود چې په افغانستان کې به ټول اختلافات پای ته ورسیږي، ټول تعصبات به پای ته ورسېږې او د تاریخ بدرنګه څېرې به له شرمه خپله ګوښه کېږي.
په دې ټولټاکنو کې افغان ولس ته ټولې خواوې، ښه او بد، د وطن رښتنې، وفادار، او وطندوسته وګړي او پردې پاله، جاسوس، خاین، جنایتکار، جنګسالار، مافیا او لوټمار وپيژندل شوي. اوس د افغان ملت اراده ده چې د کومو خلکو ملاتړ ته دوام ور کوي، او له کومو خلکو څخه کرکه کوي. د ټاکنې بیا تکرارېږي د ولسي جرګې ټاکنې مو پرمخ دي، په اساسي قانون کې د اجرائیوي پوست د رامنځته کېدو لپاره لویه جرګه را غوښتل کېږي، پنځه کاله وروسته بیا ټاکنې کېږي.
که افغانان د خپل راتلونکې لپاره ملا وتړي او په تېرو ټاکنو کې د شویو معاملو څخه عبرت واخلي نو کولای شي چې په راتلونکې کې د یو قوي حکومت بنسټ کېږي نو د یو ډاکتراشرف غني پر ځای به سل او زر غنیان په افغانستان کې ولرو.
زورواکي پای ته ونه رسېد، بلکې ۵۰٪ کم شو خو لا تر اوسه ولسواکۍ زندۍ ده او د ولسواکۍ ژغورل او د زوراکي ختمول د همدې ملت اراده ده.
زړه مه ماتوئ، مه پښیمانه کېږئ، په اخیستل شويو ګامونو بیرته په شا تګ مه کوئ، راځئ د غني مبازره په مخ یوسو او د یو اباد، سوکاله، سرلوړې، یو موټي، کامیابه، ښېرازه او سمسور افغانستان لپاره لاسونه سره ور کړو.